لیکوال: پوهنیار سیداصغر هاشمي
کله کله انسان په غیر ارادي ډول باد وهي، دغه مرض د انسان ټول بدن او ځینې وخت نیم بدن یې له منځه وړي، په دغه وخت کې انسان د ناتوانۍ احساس کوي او نشي کولای چې خبرې وکړي. هغه برخه چې باد وهلي وي له کاره لویدلي وي. خوشحال د یو طبیب په ډول داسې مریضانو ته لارښوونه کوي چې ګرم ځای کې دې اوسېږي او دغه ځای کې باید تاریکي وي او همدارنګه ګرم شیان دې واغوندي او ګرم شیان دې وخوري. د داسې رنځور لپاره شات هم بهترینه غذا ده او وايي:
چې د چا باد لقوه شي
مخ یې کوږ خوله یې کږه شي
د بیمار ساتنه بویه
ګرم ځای تاریک ای زویه
اغوستن دې د پوستین وي
او خوراک دې یې انګبین وي
تل دې ګرم غذا خورینه
څو شفا یې حاصل شینه
درست جایفل دې په غاښ نسی
د خدای فضل ته دې کسی
ټوخی او زکام بد تکلیف دی، د ټوخي د درملنې لپاره یې هم د شاتو د خوړلو لارښوونه کړې ده.وایي چې که( کرکڼی) له شاتو سره یوځای شي نو د ټوخي لپاره ښه دوا ده. کرکڼه ځنګلي کوچنۍ بیره ده، اغزن بوټی لري او د سرو سرو دانو درلودونکې ده. په کلیاتو کې وايي:
ښه پخه کرکڼه ګوره
ځنې زړي واخله وروره
هغه زړه ښه وریته کړه
آس یې ګډ په ګبینه کړه
د هر ټوخي دارو دا دي
چې آسان دارو دي دا دي
پاڼې بیخ واخله د بځي
ښې وریتې یې کړه څو ورځې
دا دارو خوره په نهاره
شهد هم ورسره یاره
ج
د شاتو مچۍ ډېر کوچني او نازک جسمونه لري خو بیا هم منظم او ښایسته کور ځان ته جوړوي، د دوي د کورساختمان په داسې ډيزاین جوړ شوی وي چې د نړۍ مهندسین ورته عاجز دي، له داسې توکویې جوړوي چې د شاتوپه څېر شی په کې تر اوږدې مودې خوندي او روغ رمټ ساتل کېدای شي، په دې پوهیږي چې څنګه د خپلې خوښې(ملکه) او (واکمن) ځان ته غوره کړي، د زور پاچاهي نه مني، په ډېر ښه شان خپل وظایف په خپلوکې ویشي او دا استعداد لري چې په خپل ملک کې دقیق نظم پلی کړي، د دوی په مینځ کې وظایف په عادلانه ډول ورکول کېږي، د نظافت او صفایي خیال هم ساتي، د هغومچیو د ننوتلو مخنیوی کوي چې له ځانه سره ناپاکو وزرونواوپښوسره د دوی پاک او صفاکورته ننوتل وغواړي، دکورپه دروازه کې حساس او هوښیار پهره داران ودروي او هر ننوتونکی څاري.
عسل یوه ژیړه، سره، سپینه تور بخنه اوکله هم سره بخنه خوږه مایع ده چې د عسلوموچۍ یې تولیدوي، دوی دا د دې لپاره جوړوي چې دا په ژمي کې یواځنۍسرچينه د دوی د خوراک ده، ځکه چې په ژمي کې د موچيو لپاره د خوراک لپاره هیڅ شی نشته، په عسلوکې عموماګلوکوز، فکتوز، اوبه، تېل، مينرالونه، او نورځانګړي انزایمونه شتون لري، لکه چي الله جل جلاله فرمایلي دي، مختلف رنګونه او مختلف خوندونه هم لري.
د عسلو د موچۍ اوعسلو په اړه ځیني حقایق، چي د قران کریم معجزه ده، دا ثابتوي چې قران کریم یواځنی دالله رب العزت له لوري رالېږل شوی الهی کتاب دی، چې څوارلس پيړۍ وړاندي هېڅوک په دې نه پوهېدل، نه هم ساینس دومره پرمختللی وو، او نه هم خلکو دومره مهارت پکې درلود، او دا یقینا د الله تعالی کلام دی، او دا د اسلام حقانیت دی، چي ټول ماهرین اوساینس پوهان ورته ګوته په غاښ دي.
دا یقینی خبره ده چي عسل یوه داسې سپېڅلې غذا ده چې د ډېر وخت راهیسي انسانان ورته حیران دي، مينه ورسره لري او د پوره علاج لپاره یې استعمالوي.
دشاتومچۍ دقیق او محکم ټولنیز نظام لري او تراوسه پرمختللو بشري ټولنو د دوی په شان عمل نه دی کړی، د شاتومچۍ د یوڅاڅکي شاتود لاسته راوړلولپاره په زرو(۱۰۰۰) ګلانوکیني، د دې لپاره چې سل(۱۰۰) ګرامه شات راټول کړي. د شاتوپه هکله په نړۍ کې زیاتې څېړنې شوي دي او د سوونو ناروغیودرملنې مواد یې پکې پیداکړي دي، په شاتوکې ډېر مهم مواد پوتاشیم دي چې میکروبونه له مینځه وړي، الله تعالی په قران کریم کې د (شفاالناس) کلمه راوړې ده، دلته په شفا الناس کې د ناروغیو قیدنه دی راغلی.
د شاتود ګټوپه هکله په قران کریم اواحادیثوکې زیاتې ویناوې شته دي چې د نن ورځې خلکولپاره یوه ښه پيش بیني ده او نن طب د الله تعالی ویناوې تاییدوي.
۱.اوسني ساینس پوهان په دې اند دي چې عسل د ميکروب ضد درمل دي، مطلب یې دادی چې عسل هر ډول ميکروب، جراثیم اونور وژني، له همدې کبله د زخمونو لپاره ښه کارکوي. د دویمې نړیوالې جګړې پرمهال به روسي عسکروپه ټپونویا زخمونو باندې شات موښل چې د هغه له کبله به ټپ لوند ساتل کېده او له رغېدو وروسته به د ټپ داغ ډېره لږه نښه لېدل کېدله، د شاتود کثافت یا ټینګښت له کبله به په ټپ یا زخم باندې نه شو را پيدا کېدای.
۲.عسل یو ډول ماده لري، چې د پوستکي د خرابولو، چاودلو، شونډو د چولواو د ټول بدن لپاره بهترین کریم دی.
۳.شات د وینې پوره کولولپاره او همدارنګه د معدې د ناروغیولپاره ډېر ښه دارو درمل دي. په عسلوکې دوه ډوله انرژي شتون لري:
الف. ګلوکوز: دا لنډمهاله انرژي ده، دا انرژې ډېر ژرپه بدن کې خپریږي،او اغېزې یې ډېرژرجوتيږي.
ب. فرکتوز: دا اوږد مهاله انرژي ده، ډېر بتي ده او تر ډېر وخت پوري دوام لري، او اغېزې يې تر ډېره مهاله پوري په بدن کي ځای لري.
۴.په مساوی اندازه سره عسل او ادرک ګډجوس که جوړ شي د ټوخي، زکام، د ستونې او د پزې د بهېدو لپاره تجربه شوي درمل دي.
۵.نیم ګرام تورمرچ د عسلو او ادرکوسره ګډکړئ، د سالنډۍ لپاره بهترینه درملنه ده.
۶.د خولې د هرډول ناروغۍ لپاره لکه دانې، سپین داغونه اویا (په خلې) او داسی نورو ناروغیو لپاره ښه علاج دی.
۷.زرګونوکلونو راهیسې عسل د زخمونولپاره استعمالیږي، چي تاریخ یې د ميلاد څخه د مخه ښودل شوی دی، دا ځکه چي په عسلو کي هیڅ ميکروب او جراثیم ژوندنه شي کولای.
۸.عسل په بدن کې(غوړ)اوقبض په مکمل ډول سره پای ته رسوي، که چيرې عسل سهارپه نهاره باندې په یوه ګلاس ګرموشیدوکې چې ۶ څاڅکي د زیرې تېل هم ور واچوۍ نوغوره درملنه او تجربه شوې دوا ده.
۹.په عام ډول سره دعسلوخوراک د انسان د بدن مقاومت د ناروغیوپه مقابل کي زیاتوي.
۱۰.د ویښتانوهر ډول ناروغیولپاره ګټه لري، لکه رژېدل، ماتېدل، تویدل او داسې نور. داپه هغه وخت کې ډېره فایده کوي، چې عسل د هوږي سره ګډ شي. عسل له پورته ګټو سربېره د طب له نظره لاندې مواد او ګټې هم لري:
د انګوروګلوكوز، قندي مواد، مېوه جات، پروتين،اوسپنه، پوتاشيم، سوديم، مګنيزم، فاسفورس،كلورائيډ، حبوبات، خوشبويه مواد او داسي نور ډېرموادلري، چې لا تراوسه نامعلوم دي. عموماپه طب كي عسل د تسمم د ناروغۍ، د وينې او د معدې د اضطراباتولپاره ډيراستعماليږي، همدارنګه د مغزو د كمزورتيا، د زړه د كمزورۍ، د مغزو د ارامولو، روماتيزم او اعصابولپاره ډيرګټوردي. خشكي، اسهال، د نس پړسوب، د ستوني خرابوالى، د كوچنيوچنجيانولپاره، د زيات كولسترول لپاره، د وينې د كمښت او داسې نورو امراضولپاره هم دوا ده. له تجربو وروسته ثابته شوې ده چې عسل لاندې ګټې هم لري.
۱.د كوچنيو چنجيانو لپاره ۷۰٪ سلنه مثبته نتيجه وركوي.
۲.دكولسترول لپاره ۶۶٪ سلنه په شپږو ورځوكې چې د وينې فشارهم ولري، درمل دي.
۳.د زخمونو لپاره ۶۶٪ سلنه.
۴.عسل د معدې د پړسوب لپاره ۱۰۰٪مثبته نتیجه ورکړې ده.
۵.د كېلې د ګل عسل۱۰۰٪ د وينې د كمښت لپاره ګټورثابت شوی دی.
خوشحال چې د شاتو په هکله کومې خبرې کړي دي نوي ساینسي، طبي او روغتیایي تحقیقاتو هم ثابت کړي دي.
عبادت رنځونه ژرختموي:د الله تعالی د قرآن کريم تلاوت، ذکرکول، لمونځ کول او د لمانځه ټول حرکات د انسان داخلي او خارجي ستونزې له منځه وړي، دغه ستونزې که جسمې وي او که روحاني وي.
الله تعالی په قرآن شريف کې وايي: (ادْعُوْنِيْٓ اَسْتَجِبْ لَكُمْ ۭ)(المؤمن: ۶۰)
ژباړه: ما وغواړئ چې ستاسې دعاقبوله کړم.
په مسلمان او انسان چې هر ډول ستونزې راځې، بايد د مرستې غوښتنه له الله تعالی څخه وکړي، ځکه چې الله تعالی د انسان د جسم سيستمونه روغ او جوړ پيدا کړي دي اوکه کوم جسماني او روحي تکليف پرې راځي نو شفا ورکوونکی یوازي او يوازي الله تعالی دی.
د الله تعالی ټولې ویناوې د انسانانو د ښیر ښیګڼې لپاره دي، نو له همدې امله کلمه، لمونځ، روژه، ذکات او حج یې په مسلمانانو پیرزو کړې ده.
خوشحال خان د لمانځه د ګټو په هکله زیاتې خبرې کړي دي او همدارنګه په لمانځه کې رکوع، قیام، سجده، تکبیرالله، لاسونه تر نامه لاندې تړل، په سجده کې د لاسونو او پښو د پلو غزیدل او د ملا د مورو حرکات په دې دلالت کوي چې لمونځ جسماني او روحي فایدې لري. په کلیاتو کې راځي:
د سیري یو ښه علاج دی
صحیح غشی د آماج دی
ستا صورت به په دا ښه شي
که په هیڅ دې علاج نه شي
چې اول سحر شي پاڅه
د مولا و در ته خاصه
اودس وکړه خاص الخاصه
خدای ته ودره له اخلاصه
ته چې نوی وضو وکړې
دوه رکعته لمنونځ به وکړې
مناجات وکړه مولی ته
و شافي علیم دانا ده
اوبه واخله ته له شهره
په ګوښه له تمام شهره
اسم دا لوله زر ځله
په حضوردزړه په ځله
چې یا حي یا قیوم دی
و هر چا وته معلوم دی
دا اوبه ورباندې دم کړه
زر یې نوش په هغه دم کړه
سبا بیا وکړه دلبره
دا رنګ کار د زړه سره
بل سبا دې بیا هم وشي
ستا صحت به په دا وشي
آزموده دی له بزرګانو
مجرب دي ای یارانو
په پورته شعرکې عبادت د شفا یو ښه لامل ښودل شوی دی، او اوس هم. په اودس کې پوزې ته اوبه اچول، په خوله کې درې ځلې اوبه اچول، تندې لمدول، پښو وینځل او داسې نورو اعضاوو وینځل خپل خپل ګټې لري.
اکثره مسلمانان خپل بچيان په کوچنيوالي کې پر لمانځه ودروي، د دې ګټه دا ده، چې په کوچنيوالي کې د انسان د ملامورې نرمې وي اوکه د همدې وخته په پورته کېدواو ښکته کېدو عادت نه شي، په لوی عمر کې ورته د ملاناروغي پيداکېږي.په غېراسلامي ملکونوکې کوچنيان او مشران يې د همدې د ملا د ناروغۍ د مخنيوي لپاره سپورت کوي.
کله چې لمونځ کوونکی پرلمانځه ودرېږي، نو د قيام لپاره لاسونه ترنامه لاندې ږدي، د همدې عمل له امله د نرینه جنسي قوت زياتېږي اود ښځينوو په شيدو کې یوه ځانګړې اغيزه پيداکېږي اوپه انسان کې دمدافعت قوت زياتېږي چې د ناروغۍ مخنيوی کوي، خوکله چې لمونځ کوونکی رکوع ته ځي او په رکوع کې پښې مستقيمې او ملا د افقي خط په ډول راشي نوپه لنګيوکې يو مخصوص درد پيداکېږي، د همدې درد له امله په لنګيو، ورنونو، ملا او لاسونو پلې او رګونه سره راکښل (کش) کېږي چې په دې سره دملادردونه، د پښو او ورنونو دردونه، رګ النسا بندونه او داسې نور دردونه له مینځه ځي او همدارنګه سترګواو مغز ته په کافي اندازه وينه رسېږي چې د هغوی په وظايفو کې ښه والی راځي، په قاعده کې د پښتورګو، پښو، ملا او سينې پلې غځېږي او نرم ورزش په ټول لمانځه کې ترسره کېږي.
په لمانځه کې د سلام په اړولوپه دايمي ډول د زړه د ناروغو او د هغه دننه ناروغۍ له مینځه ځي.
په لمانځه کې د الله تعالی کتاب (قرآن کريم) تلاوت کېږي او د قرآن کريم په آيتونوکې د انسانانولپاره شفا ده.
لمونځ د روح غذا ده او اکثره ديني او مذهبې کړنې انسان روحانيت ته رسوي چې په خاص ډول د يو مسلمان لپاره لمونځ يې بهترينه وسیله ده.
څرنګه چې يوسالم بدن ته په ورځ او شپه کې لږ ترلږه درې ځلې خواړه خوړل اړين دي، دغه شان روح هم غذا ته اړتيا لري، د روح د غذا لپاره يومسلمان په يوه ورځ کې پینځه وخته هلې ځلې کوي او روح تازه کوي، کنه نوروح به د غذا د کمښت له امله کمزوری شي، همدا لامل دی، چې يو رښتينی مسلمان هره ورځ پینځه وخته لمونځ ترسره کوي.
ډاکټرانو د دعا او لمانځه په مثبتو اغيزواو له دې لارې چټکې روغتيا موندنې ته متوجې شوي دي او نوموړي ټولوته غوره توصيه کوي.
دوی وايې: اسلامي عقيده د ناروغ مورال لوړوي او د روغتيا موندنې د ګړينديتوب لامل یې ګرځي، ساينس او طب منلې، چې ايمان د چټکې او اسانه شفاموندنې لامل کېږي.
د مچيګن پوهنتون څېړنوهم ښودلې،چې روانې فشارونه او روحي انحطاط په ايمان والاوو کې لږ دي، د شيکاګو پوهنتون په څېړنوکې ښودل شوي دي، چې بې وخته مړينه په هغوخلکوکې چې لمونځ کوي، تر نورو ۲۵په سلوکې لږه ده، يوې بلې څېړنې زباد ته رسولې ده، هغه کسان چې لمونځ کوي او د الله تعالی څخه د مغفرت غوښتونکې وي، د مړينې کچه يې د هغوکسانو چې لمونځ نه کوي کمه ده.
د لمانځه ټول حرکات د انسان بدن ته طبي ګټې لري، کله چې مسلمان رکوع ته ښکته کېږي او د الله تعالی حمداوثنا وايې، نوله دې سره د بدن په پورتنۍ برخه کې د وينې په دوران کې چټکتيا رامینځته کېږي، د دې چټکتيا له امله د ملاپه هډوکواوشريانونو کې تقويت او سکوت پیداکېږي، که چېرې د لمانځه څخه مخکې انسان درد ولري، نو د رکوع په کولوسره د هغه درد کمېږي، رکوع يو ډول غوره ورزش دی، کله چې انسان له رکوع څخه قيام ته جګ شي، نو هغه وينه، چې د بدن پورتنۍ برخې ته روانه وي، بېرته خپل ځای ته راګرځي او د وينې د دې دوران له امله په بدن کې سکوت او اطمنان پيداکېږي.
د سجدې په کولو د انسان په اعصابوکې برقي چارج چې د انسان بدن کنترولوي، په اعتدال کې راځي اواضافه برقي چارج له مینځه ځي، له دې سره د انسان بدن ته ارام او سکون هم رسېږي، که چېرې دا اضافي برقي چارج له مینځه لاړنه شي، نواعصاب کمزوری کېږي او د سر دردۍ کيفيت پيدا کېږي.
کله چې يومسلمان سجده کوي، نو د هغه د بدن مرکزي برخه، يعنې تندی پر ځمکه ايښودل کېږي چې له دې عمل سره اضافي برقي چارج کمېږي، له دې امله د سجدې پرمهال د انسان مغز ته په بهېدونکي وينه کې چټکتيا رامینځته کېږي، چې له دې سره مغز ته زياته ګټه رسېږي.
کله چې يومسلمان په لمانځه کې سجده کوي، نو د مغز او څټ طرف ته په بهيدونکې وينه کې چټکتيا رامینځته کېږي، د دې عمل په واسطه د ګردې او مثانې ناورغي کمېدای شي، بلکې د دې ناروغيو پرته ډېرې نورې ناروغۍ هم له مینځه وړي،کله چې انسان روان وي، نو د هغه طبيعي جوړښت په عمودي ډول ودرېږي اوپه دې حالت ځي، په دې حالت کې د انسان مخرج پورتنۍ برخې ته وي او انسان د ټيټدو يا ښکته کېدوپه حالت کې د بدن اضافي چارج له مینځه ځي. په سجدې سره دماغي ناروغي ختمېږي، له پورته ګټوسربېره د سجدې نورې طبي ګټې دا دي چې د خوړو لار او د تنفسي سيستم ستونزې هم له مینځه وړي، د پوزي دځېنوناروغیودرملنه هم کوي، د سجدې د عمل سره د زکام ناروغي کمېږي، همدارنګه د حساسيت څخه د پيداشويوناروغيو درملنه هم کوي، د باکتريا او ګردو غبارڅخه پيداشوې ناروغۍ هم له مینځه وړي.
طب پوهان وايې: کله چې په عام حالت کې ساه يا تنفس اخېستل کېږي،نو دا مهال زموږ د بدن د سږو درېیمه برخه په حرکت پيل کوي، او همدا برخه د تنفس عمل پر مخ وړي، په دې وخت کې يواندازه هوا د سږو په دي فعاله برخه کې پرته وي،په داسې حال کې چې يوه برخه هواکله وځي اوکله راننوځي، د هوا دا تناسب په سږوکې هر وخت وي، خود هرې سجدې پرمهال د معدې او ګېډې پراعضاوو فشار اچول کېږي، او د سږو په لاندينۍ برخه کې، چې تل په کې هواپرته وي، فشارپواسطه هوا له بدن څخه وځي، نو د هغې خلا د ډکولو لپاره تازه هوا دننه راننوځي، په دې عمل سره سږې نور مال حالت غوره کوي، او په فعاله توګه خپلې دندې ته ادامه ورکوي.
د الله تعالی په ټولو ويناووکې د انسان لپاره ښېګڼې دي، د لمانځه پر مهال د رکوع او سجدې له امله انسان له بې شمېره ناروغيوڅخه ژغورل کېږي، رکوع او سجده د انسان د لاندينۍ برخې ناروغې کموي، د سجدې په عمل سره د پښوشريانونه خلاصېږي او په دې توګه د وينې دوران نورمال حالت ته راګرځي، د لوړ فشاراو ټيټ فشارپه عمل کې کموالی رامینځته کوي او په دې ډول د وينې په فشارکې توازن راځي، د سجدې پرمهال انسان خپل زنګنونه، لاسونه او تندی پرځمکه ږدي، داعمل د ملاد هډوکو د پياوړتيا لپاره ګټور دی، همداشان د ملامورې هم حرکت پيداکوي او په سمه توګه فعاليت ترسره کوي.
همداشان د سجدې عمل د زړه ځينې ناروغی هم له مینځه وړي، کله چې لمونځ کوونکی له سجدې وروسته سرجګ کړي، نو د وينې هغه برخه چې د بدن په پورتنۍ برخه کې تله راتله،بېرته خپل حالت ته راګرځي او په دې توګه د وينې د تګ او راتګ څخه بدن ته اطمینان حاصلېږي، د سجدې عمل د هاضمې سيستم لپاره ډېرګټوردی، د کولموخرابوالی او د معدې بې شمېره ناروغۍ ورسره له مینځه ځي.
کله چې لمونځ کوونکی له سجدې څخه قيام ته ودرېږي، نو دا مهال د ده د بدن وزن پرپښووي، د ده له وزن له امله د پښو، ملا اواوږې عضلات پياوړي کېږي.
د طبي تحقيقاتوپه پايله کې ځېنونورو ډاکټرانو دا ثابته کړې ده چې د سجدې پر وخت د مخ څرمن هم صحت منده وي(ښکلاپيداکوي) د پوزې اوسږوڅخه ډول ډول رطوبت راوځي او سږو ته د دې عمل په واسطه زيات اکسېجن داخلېږي چې سږولپاره ډېره ګټه لري.
لمونځ بهترين ورزش دی، په اروپا کې يوطبي څېړونکي يومسلمان په لمانځه وليداود لمانځه د حرکاتو پوښتنه یې ترې وکړه، لمونځ کوونکې ته يې وويل: ما د نوي طبي تحقيقاتو په پايله کې همداحرکات د انسان د ډېرو رنځونو د ښه کېدلولپاره ثابت کړي دي، تا ته داحرکات چا ښودلي دي،مسلمان ورته وويل: په سلهاوو کلونو مخکې زموږ نيکونو دغه اعمال اوحرکات د ورځې پینځه ځلي سرته رسول او هرمسلمان د ورځې پینځه ځلې همداحرکات سرته رسوي.
د خوشحال په طب نامه کې لمونځ د شفا موندنې بهترین لامل ګڼل شوی دی او نن طب هم دغه خبره زباد ته رسولې ده.
د پلاسنټا وظيفه د ماشوم پر شخصيت: ټولومخلوقاتو ته الله تعالی روزي او رزق ورکوي، په دې هکله قران کریم فرمایي:
(وَمَا مِنْ دَابَّةٍ فِي الْاَرْضِ اِلَّا عَلَي اللّٰهِ رِزْقُهَا )(هود: ۶ )
ژباړه: اوپه ځمکه کې داسې کوم ژوندی جسم نشته چې د هغه روزي په الله تعالی نه وي.
د ماشوم په داخلي او خارجي جوړښت باندې په عام ډول د والدینو او په خاص ډول د مور تاثیر زیات وي. د مور ټول کړه وړه، خوراک څښاک او عادتونه په ماشوم باندې په رحم کې خپل تاثیرات لري.
خوشحال خان په طب نامه کې هغومیندو ته لارښوونه کوي چې دحمل په وخت کې باید درانده شیان جګ نه کړي او ځینې نورې لارښوونې هم ورته کوي او وايي:
بار چې واخلي ارتینه
د فرزندیا ښځینه
نه دې دروند پيټی اخلي
نه دې زور کا نه دې ځغلي
حامله ښځه بایددروند بارجګ نه کړي، د مور دروند بار جګول په ماشوم باندې په مستقیم او غیر مستقیم ډول تاثیرات لري.د مور دروند کار په ماشوم باندې د پلاسنټا له لارې خپل لاملونه درلودای شي.
نه دې مار په سترګو ګوري
نه دې لوړ په ژور ښوري
نه دې پاس په بام وخېژي
نه دې قهر غوسه کېږي
بارداره ښځه بایدخوشحاله وي اوهیڅکله باید د ویرې او ترس احساس ونه کړي، خوشحالي او خفګان په رحم کې په ماشوم باندې خپل تاثیرات لري نوله همدې امله خوشحال حامله ښځوته لارښوونه کوي چې په جګو ځایونوته ولاړنه شي، د موراوپلارخوشحالي اوخفګان په ماشوم تاثیرات درلودای شي او د دغې بحث لپاره د ارواپوهنې د علم د ودې او یا انکشافي ارواپوهنې علم پوره بحث کړی دی.
نه دې درومي و حمام ته
نه دې زړه کا، تریو طعام ته
چې ترخه او باد انګیز وي
له هغودې یې پرهېز وي
دار چینې دې هم ډېر نه خوري
هر طعام دې هم سېر نه خوري
د مور ټول خواړه که هغه غذاګانې وي او که مشروبات وي په مستقیم ډول د پلاسنټا له لارې ماشوم تغذیه کوي، پروټین داره غذاګانې ماشوم صحت منده کوي اود مور نه خوراک او یا ولږه په ماشوم تاثیرات درلودای شي.
تورشوشیانوخوړل، بادګینه غذاوو خوړل، ډیرخواږه خوړل اوهمدارنګه په مړه خیټه ډوډۍ خوړل هم انسان ته تاوان رسوي. بارداره ښځه باید په اندازې خوراک وکړي.
په جماع کې دې ځان ژغوري
چې پرې زور شي نه دې ښوري
که لطیفه غذا خورینه
خوږ هر څېز فایده لرینه
که فرزند ځینې جدا شي
هم دا دې یې دوا شي
معجونات دې ګرم خورینه
بارداره ښځه بایدپه یوځایوالي کې له احتیاطه کار واخلي، بایدنرمې غذاګانې وخوري او د ولادت نه وروسته دې قوي او ویټامین داره شیان خوري.
له هوا دې ځان ساتینه
زغفران دې له عسل خوري
هم دې ما د سپين بصل خوري
چې دې ناوې په کور راشي
نصیحت دې ورته دا شي
چې اول هفته عزیزه
دا دې نه خوري پينځه څېزه
یو تریو څېر بله سرکه ده
یو ګشنیز بل ګندنه ده
پنځم څېز ډوډۍ سپوره
چې رحم سوړ کا ای وروره
له فرزنده شي مایوسه
حمل نه اخلي عروسه
حامله داره ښځه باید له یخې هواځان وساتي، زعفران او شات دې زیات خوري، د شاتو په هکله په قران کریم کې هم ډېرې خبرې راغلي دي او نن یې معاصر طب هم د ګبینوپه ګټې مهمې خبرې کړي دي.
کله چې په یوه کور کې ناوې راشي نوپه لومړیو ورځو کې دې سرکه، ترشه شیان، ګشنیز، ګندنه او وچه ډوډۍ باید ونه خوري. که چېرې دغه پنځه شیان نوې ناوې وخوري نو حمل جوړولوکې ستونزې پیدا کوي.
نور بیا……………………….