ژ محمداکبر حقمل معینزی

تر ټولو د مخه دا په یاد ولرئ، چې ډېری وخت هر څوک د خپلې خولې پر بوی نه پوهېږي بلکې د ځان په پرتله بل کس یې د خولې پر بوی ښه پوهېږي. د خولې بد بوی رامنځته کېدل څلور لاملونه لري: ۱ غیر طبیعي تنفس، ۲ د خولې وچوالی، ۳ د وینې د قند زیاتوالی او ۴ په چاغتوب کې د غوړو زیاتوالی. لومړی د تنفسي سیستم بد بوی: د غیر طبیعي تنفس له امله کېدای شي د تنفسي دستګا یا سیستم بد بوی، سینوزیت او عادي سوړوالی رامنځته شي. په دماغونو کې د مکروبونو ډېروالی او یا په ستوني کې ځینې چرکونه او مکروبونه د خولې د بدبویۍ او تنګ تنفس لامل ګرځي. دویم د خولې وچوالی: د خولې وچوالی کولای شي په تنفس کې مو ستونزې رامنځته کړي او سربېره پر دې ددې لامل هم ګرځي، چې د خولې تر ټولو ډېر بد بوی رامنځته کړي. د هغه چا، چې خوله وچېږي، نو له خولې به یې حتماً بوی هم ځي. دریم دیابت یا د وینې د قند زیاتوالی: د هغه چا، چې د ګلوکوز یا د وینې د قند کچه لوړه وي، نو د کتواسیدوز په نامه یو ډول ناروغي ورته پیدا کېږي او په ورته وخت کې یې بدن د قند پر ځای له غوړو څخه ګټه اخلي او قند یې بې ګټې پاتې کېږي، چې دا بیا د خولې د بوی لامل ګرځي. څلورم چاغتوب: د چاغو وګړو د شحمیاتو یا غوړو له کچې زیاتوالی کولای شي له نورو ناروغیو سره سره د خولې د بد بوبۍ لامل هم شي. محمداکبر حقمل معینزی

One thought on “د خولې د بد بويۍ لامونه”
  1. دتاندويپ سايت ټولوکارکونکوته سلامونه وړاندى کوم،دخولى دبدوالى دمخنيوى لارى چارى کومى دى،چې دخولى دبدبوى مخه پري ونيول شى
    مننه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *