د خوړو نړیوال پروګرام د کندوز له بې خایه شویو سره مرسته کوي

تاند- د خوړو نړیوال پروګرام په کندوز کې د طالبانو د حملو په وجه له شاوخوا ۱۰ زره کورنیو بې ځایه شویو سره مرستو ته تیاري نیسي.

افغان طالبان او د منځنۍ اسیا په سلګونو سختدریځي له دوو اوونیو راهیسي په کندوز ولایت کې له امنیتي ځواکونو سره په نښتو بوخت دي.

تېره اوونۍ طالبانو او بهرنیو ملاتړو یې هڅه وکړه چې د ولایت د مرکز لور ته پرمختګ وکړي خو افغان امنیتي ځواکونو یې مخه ونیوله.

راپورونه وايي، کندوز ته د اضافي کومکي ځواکونو له لېږلو سره سره امنیتي ځواکونه نه دي توانېدلي چې د جګړې په جبهو کې د پام وړ پرمختګ وکړي.

که څه هم امنیتي ځواکونه پوره ډاډه دي چې د ولایت مرکز به هیڅکله د وسله والو مخالفانو لاس ته ونه لوېږي خو دا ځواکونه نه دي توانېدلي چې ولسوالۍ له طالبانو پاکې کړي.

په دې منځ کې شاوخوا ۱۰ زره کندوزي کورنۍ لالهانده ګرځي. دوی مجبوره شوي چې کور – اور پرېږدي یا دښتو ته مخه کړي یا د ولایت په مرکز کې په ښوونځیو او جوماتونو کې واړوي.

حاضردمه وسله والو طالبانو د ښار په شپږ کیلومترۍ کې په ګورتېپې (ګل تېپه) کې مورچې نیولي دي. د کندوز د امنیه قومندانۍ ویاند سید سرور حسیني وايي چې امنیتي ځواکونه به ژر له ګورتېپې څخه د طالبانو د ایستلو لپاره پراخ عملیات پیل کړي.

ده وویل چې ملي اردو او پولیسو د دې لپاره عملیات ځنډولي چې ملکیان له سیمې ووځي.

ده ادعا وکړه چې طالبان هڅه کوي چې له ملکیانو د ډال په توګه کار واخلي.

د خوړو د نړیوال پروګرام ویاند وحید الله امیني تایید کړې چې لږترلږه ۳۰۰ کورنۍ سختې مرستې ته اړتیا لري. دا پروګرام وايي چې د نورو کورنیو سروې هم اخلي او هڅه کوي چې مرستې ورورسوي.

د ملګروملتو دا اداره حاضردمه پنځه سوه کورنیو ته د اوړو، غوړو او د لوړې انرژۍ لرونکو بیسکېټونو په برابرولو بوخته ده.

One thought on “د خوړو نړیوال پروګرام د طالبانو د حملو په وجه د کندوز له بې خایه شویو سره مرسته کوي”
  1. دخوارکې موادو پر بوجۍ د پنجاب حکومت ليدل کيږې کوم زهر ئې نه وي پکښي ګډکړې چه دابې ځايه سوي خلګ په زهرو مړه نه کړې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *