د خوږیاڼيوسراسري شورا لخوا
اسلام علیکم ورحمت الله وبرکاته
د خوږیاڼيوسراسري شورا د تیری سه شنبی په ورځ چې د سرطان د ( 29 – 1395 ) نیټی سره برابره وه، په ننګرهار ولایت، خوږیاڼيو ولسوالۍ په وزیرو سیمه کې د حکومت او مخالیفینو ترمنځ جګړه کې ملکې وګړو ته اوښتی مرګ ژوبله د اعلامیی په ترڅ کې په کلکو ټکو وغندله، او په دواړو خواوو یی غږ وکړچې مونږ ته د عامو وګړو مړینه، ټپی کیدل، مالی زیانونه اړول او کډه کول د منلو وړنه دي.
همدارنګه په دواړو خوا وو یی غږ وکړ، چې د سیمی په سطحه خپلی ستونزي د خبرو او سولی له لاری حل کړي نه د جنګ له لاري.
د خوږیاڼيوشورا لخوا د تیری ورځی مطبوعاتی اعلامیه ستاسو حضورته وړاندي کوم هیله داچې ټولی هیواد پالی رسنۍ یاده اعلامیه په خپل وخت سره د تلویزون، راډیو، ورځپاڼی او نورو روسینوله لاری نشر کړي، ترڅو ګرانو هیوادوالو ته اطمنان حاصل شي، او حکومتی چارواکي یی په اړه لازم تصمیم ونیسی.
نوټ: ترتیب شوی اعلامیه د ملپاڼی څخه ترلاسه کولای شی
په درنښت
د خوږیاڼیوسراسري شورا مرکزی دفتر