تاسې د کومې ډلې وګړي یاست، آیا تل له خپل ژونده خوښ یاست او د ژوند له هرې شېبې مو خوند اخلئ او یا دا چې له ژوند مو خوند نه اخلئ او د دې هیله لرئ چې کاش د یو بل وګړي پر ځای وای. او تل خپل ژوند له نورو سره پرتله کوئ؟ که چېرې د دويمې ډلې غړي یاست، نو بیا دا مطلب لوستل درته حتمي دي.

د بریالیو وګړو ژوند ولولئ !

کله چې دا یاد کړئ خپل سلوک او کړنې څه ډول کنټرول کړئ په بېلا بېلو وختونو او شېبو کې باید څه ووایاست او څه وکړئ، نو په دې حال کې به بریالۍ او اغیزناکې اړیکې درلودونکي یاست او په پایله کې به ستاسې شاوخوا وګړي ستاسې د شخصیت په اړه مثبت فکر وکړي. کوښښ وکړئ، چې د بریالیو وګړو ژوند ولولئ او ځان پرې پوه کړئ چې زموږ او ستاسې په شان عادي وګړي څنګه توانېدلي په مثبت فکر او هیلو سره ناممکنو ته رسېدلي دي.

ځان له نورو سره مه پرتله کوئ

لومړنۍ ټکی د دې لپاره چې تاسې یو مثبت فکر کوونکی وکړی ووسئ دا دی چې هېڅکله ځان له نورو وګړو سره مه پرتله کوئ، کله چې تاسې ځان له نورو سره پرتله نه کړئ، نو د خپلو کارونو او اعمالو په اړه به ښه احساس ولرئ او تل به د خپلو درلودونکو توکو په اړه راضي یاست. کله چې تاسې په دې عادت شئ چې نورو له ځانه ښه وګڼئ او په دې اړه فکر ونکړئ چې تاسې له هغې ښه وړتیا او شایستګي لرئ، نو حتمي ده ستاسې عیبونه به ورځ تربلې ژور، تریخ او ډېرېدونکي وي.

یوازې د نورو مثبت ټکي په نښه کړئ

ممکن تاسې ته دا جمله ډېره ساده او لومړنۍ وي، مګر په رښتیني توګه تاسې ته توصیه کوم چې هڅه وکړئ، چې په هر وګړي کې یو مثبت ټکی پیدا کړئ. دا امر له تاسو سره مرسته کوي، چې له نورو سره ښه، مثبت او ګټور سلوک ولرئ.

دا شرط نه دی چې ټول د ټولو په شان وي.

په لږې ځیرتیا د خپل شاوخوا منفي وګړو ته متوجه کېږئ چې دا وګړي فکر کوي په نړۍ کې یې حالت عادلانه نه دی او تل راتلونکی د دوی په سر وي. باید په دې پوه شئ چې په نړۍ کې هېڅکله هم هېڅ شی مساوي او یو ډول نه دی او هېڅکله به هم نه وي.

مهمه نه ده چې کار کې د چا تقصیر دی

ښه داده څو کوښښ وکړو نړۍ سپینه او توره ونه وینو، کله چې تاسې تل د ستونزو د مقصر په لټه یاست نه شئ کولی مثبت فکر وکړئ. یوازې د خپل کار مسئوولیت ومنئ نه ډېر ترې دې زیات او نه ډېر کم. هېڅکله نور مه ملامته کوئ، او دلیل هم ورته نه لرئ، چې د هغوی د ستونزو بار په خپله غاړه واخلئ.

د ستونزو پر ځای هغه څه چې تاسې غوښتونکي یاست پرې تمرکز وکړئ

که د هغوی وکړو له ډلې یاست چې نه شئ کولی د خپلو ستونزو د حل په اړه تصمیم ونیسئ او فکر کوئ د ستونزو په حل کې ناتوانه او ستړي یاست، نو باید له خپله ځانه وپوښتئ« د دې ستونزو څخه د خلاصون لپاره دې له ځان لپاره څه کړي دي؟» ډېری وګړي په داسې وضعیت کې نه شي کولی د خپلې غوښتنې روښانه کړي او د داسې وګړو په لټه وي، چې ورته تصمیم ونیسي او یا ورسره د تصمیم نیونې په برخه کې مرسته وکړي.

تر ټولو مهم ټکی دادی چې له ځانه وپوښتئ:« دقیقاً څه غواړئ؟» کله چې تاسې په خپل ژوند کې په دې پوه شئ چې د څه په لټه یاست په ډېرې اسانۍ به د خپلو ستونزو په حل برلاسي شئ.

هڅه وکړئ، چې ښې ټولنیزې اړیکې ولرئ

کولی شم ووایم ځینې وګړي په دې دلیل غوصه کوي، تریخ وي او منفي ګراي کوي چې فکر کوي له نړۍ سره یې اړیکې شلېدلي او په اسانۍ نه شي کولی د خپل شاوخوا وګړو سره اړیکې ټینګې او غښتلې کړي. دا وګړي معمولاً په اسانۍ په نورو وګړو باور نه کوي او همهاله نه شی کولی په دې پوه شي، مګر ورسره نور وګړي مینه نه لري او نه یې خوښوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *