happy man with hands up on sunset background; Shutterstock ID 100173191; PO: aol; Job: production; Client: drone
ژباړه: محمد اکبر حقمل
د موخو جوړول او بیا همدې موخو ته د ځان رسولو په موخه ورځنۍ کړنې او بالاخره خپلې موخې ته د رسېدلو بریا لاسته راوړل د خوشحالۍ یا خوښۍ اصلي کلي ده. د موخو جوړول په خوښیو کې دومره ستر رول لري، چې حتی د موخې پر لور به مو لومړنی ګام هم نه وي اوچت کړی تاسو ته به د خوښۍ لمن وغوړول شي او تاسو به یواځې د خپلې موخې په اړه فکر کوئ. د خپلو ټولو پټو استعدادونو د ځلولو په موخه باید خپل ځان ته دا عادت ورکړئ، چې هر سهار مو موخې څرګندې کړئ او د ورځې په اوږدو کې د هغو لپاره کار وکړئ. لمړی مو د خپلې خوښې وړ موخې له هغو موخو څخه جلا کړئ کومې، چې نه خوښوئ او وروسته مو خپل پام د یوه لېزري پیاوړي څراغ په ډول خپلو جلا کړو موخو ته ونیسئ. اړینه ده، چې همدا اوس له خپل ځان سره ژمنه وکړئ او خپلې ارادې مو پیاوړې کړئ تر څو له دې وروسته د یوه روزل شوي موږک او یا د یوې کورنۍ کوترې په شان د خپلې موخې موندلو سیستم د موخې د ښې پایلې لاسته راوړلو لپاره به کار واچوئ. د یوه اوږد، خوشحاله، صحتمن او سرلوړي ژوند درلودلو لپاره پرته له کار کولو څخه بل هېڅ لوی او باوري ضامین نشته. رڼې او روښانه موخې له تاسو سره دا مرسته کوي ترڅو تاسو ټول خپل پټ استعدادونه په ژوند کې د بریالیتوب اوهدفونو ته د رسېدو په موخه وځلوئ او په سمه بڼه پوره ګټه ترې واخلئ. روښانه او رڼې یا څرګندې موخې تاسو ته ددې وړتیا درکوي ترڅو د شته خنډونو پر سر واوړئ او یوې نوې او له بریالیتوبونو څخه ډکې راتلونکې ته ورسېږئ.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *