ښاغلی ارینزی
د 1395 هـ – ش د اسد یا زمری میاشتی اته ویشتمه، زموږ د ګران هېواد افغانستان د خپلواکی اووه نویېمه کلیزه ولمانځل شوه.
اووه نوي کلونه مخکې د افغانستان خلکو، د غازي ټولواک اعلحضرت امیر امان الله خان په مشری، د افغان – انګریز په درېیمه جګړه کې د لویې برتانیا پوځونو ته ماتې ورکړه او افغانستان د هغه سترواکی له خونړیو منګولو څخه خپلواکه شو چې لمر یې د سترواکئ په قلمرو کې نه ډوبېده!
پخوا به د زمری 28 په افغانستان کې د دولتونو له خوا ښه درنه لمانځل کېده. د پخواني پاچا اعلیحضرت محمد ظاهر د پادشاهی په وروستیو کلونو کې د خپلواکی د جشن لمانځل دومره ښکلي او ولسي شوي وو چې د ډېرو ولایاتو په لسګونو زره خلکو به اووه شپي په دې ملی جشن کې برخه اخسته او ټول به د زړه له تله خوشاله وو. د زمری 28 د افغانستان په معاصر تاریخ او تقویم کې تر ټولو نیکمرغه، بختوره، د ویاړ او درناوی ورځ ده چې اوس یې د خلکو زړونو ته لار موندلی او داسې پړاو ته رسېدلی چې که حاکمیتونه یې ونه لمانځي، خلک او په تېره بیا ځوانان هلکان او نجونې یې لمانځي او ښه په خوند او درز یې لمانځي!
د هر هېواد په تاریخ کې داسې ستری او ویاړلې ملي ورځې لکه د زمری 28 یا د افغانستان د خپلواکی ورځ په داسې سمبولونو اوړي چې ټول خلک ملي یووالی ته رابولي، خلکو ته خپل ګډ تاریخ، ګډ میراثونه، ګډ ویاړونه، ګډ ارمانونه، ګډی بریاوې او ګډه نیکمرغه راتلونکی مخې ته ږدي او دوی هغه مسوولیتونو ته متوجه کوي چې د وطن، خلکو او تاریخ د دوی په وړاندې ایښي.
سږ کال د زمری 28 هم د افغانستان دولت، هم سیاسیونو او هم خلکو په تېره بیا ځوانانو ډېره پرتمینه ولمانځله. نژدی په ټول افغانستان کې ستری – ستری غونډی جوړې شوې، ملي بیرغونه رپیدل، حماسي سندری اورېدل کېدې، ډولونه وو، اتڼونه وو او خلکو د خپلواکی د شهیدانو او اتلانو په استازیتوب د خپلواکی د معرکی اتل، اعلحضرت غازي امیر امان الله خان هېواد پالنی او پرمختګ غوښتنی ته د عقیدت ګلونه کېښودل!
اعلحضرت غازي امیر امان الله خان له نن څخه نژدې یوه پېړۍ مخکې د مشروطه غوښتونکو د دوهم بهیر له مشرانو او فعالینو سره د ناستې پاستې له امله په خپلواکی او پرمختګ مین داسې ټولواک و چې د افغانستان د پرمختګ او د خلکو د هوساینې او نیکمرغی له پاره یې ډېر ستر ارمانونه درلودل. نن چې موږ په هېواد کې د قانونیت، پرمختګ، مدنیت او ودانی هر څرک وینو، ریښه یې امیر امان الله خان ته رسي.
امان الله خان د لومړی ځل له پاره اساسي قانون او څه باندې اویا نور قوانین نافذ کړل، خلک یې د قانون په وړاندې یو شان وبلل، په هندوانو او سکانو افغانانو یې تعصبی بندیزونه لغو کړل، د هزاره ګانو د کنیزی او مربیتوب تور دود یې پای ته ورساوه، د پاشاهی کورنۍ او روحانیونو امتیازات یې ملغی و بلل، ښوونځي یې جوړ کړل، د ښځو حقونو ته یې درناوی قانونی کړ او داسې نور په لسګونو ګامونه یې اوچت کړل چې روحانی ارتجاع، امتیاز غوښتونکی ډلې او د دوی ملاتړ کوونکی برتانیا یې غبرګون ته اړ کړل. د دې غبرګون په پایله کې توره ارتجاع او جهالت لاسبری شول او د اعلحضرت امیر امان الله خان او نور پرمختګ او عدالت غوښتونکو شریفانه ارمانونه په اوبو لاهو شول چې د افغانستان د پرمختګ او مدني کولو له پاره یې درلودل.
دا ستونزه اوس هم له بده مرغه په خپل ټول قوت وجود لري او افغانستان په هغه اور کې سوځي چې د امیر امان الله خان ارمانونه پکې ایري شول.
 اوس هم توره ارتجاع، د مدنیت او پرمختګ دښمنان، د قوی او مذهبي ګټو سوداګرو، د پردیو استخباراتو اجنټان، غله او لوټمار د ملی ګټو په ضد ولاړ دي او اماني ارمانونه په اوبو لاهو کوي.
په هر صورت د زمری 28، د افغانستان د خپلواکی ورځ، د افغانستان ملي ورځ د ډېرې ستاینی او درناوی ورځ ده. موږ باید دا ورځ په یو ملي سمبول بدله کړو. ملي ورځ، ملي آرمانونه، ملي سرود، ملي بیرغ، ګډ راتلونکی، ګډ سرنوشت، یو بل ته درناوی، یو بل منل، یو د بل له پاره قربانی ورکول هغه عوامل باله شي چې موږ له اوسنی تیاری، اور او وینو څخه د ژغورنی او بریالیتوب ساحل ته رسولی شي.
د افغانستان خلک باید خپلو سیاسي سوداګرو ته ډېر په تمه پاته نه شي، د خپلواکی د کلیزی لمانځلو وښوده چې د خلکو زور د خدای زور دی او که دا قوت په حرکت راغی، دېرې ستونزی به حل شي!
————-

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *