الحمد لله رب العالمین والصلوة والسلام علی سیدنا و نبینا محمد واله و اصحابه اجمعین.

وبعد!

قال الله تبارک وتعالی وَاعْتَصِمُوا بِحَبْلِ اللَّهِ جَمِيعًا وَلَا تَفَرَّقُوا ۚ  …. صدق الله العظیم

درنو هیوادوالو وروڼو او خویندو !

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته ..

غواړم د رارسیدونکي لوی اختر او همدا رازله انګریزي استعمار څخه دهیواد دخپلواکي دبیرته اخیستلو د ۹۹ کلیزې په مناسبت خپلې نیکې هیلې اومبارکي تاسو ته وړاندې اوله همدې فرصت څخه په استفادې سره د هیواد د وروستیو پیښو په اړه خپل نظر درسره شریک کړم.

غیورو هیوادوالو!

که موږ د خپل هیواد نږدې تاریخ ته وګورو نو په هغه کې مونږ ډیر داسې وختونو لرو چې بهرنیو یرغلګرو مو دهیواد  پرسپیڅلي حریم تیری کړی دی، چې بیايي افغان میړني ولس په مقابل کې مقاومت کړی اود ډیرو قربانیو اوسرښندنو په مټ یې متجاوزین له خپلې خاورې څخه شړلي او ویستلي دی، چې څرګند مثال یې د پخواني شوروي اتحاد سرې لښکرې اوترهغوی وړاندې انګریزان وو.

که پردې موضوع غور اوفکر وکړو چې یرغلګر ولي توانیږي زموږ پر هیواد تیری وکړي او ارضي تمامیت مو په اسانۍ سره تر خپلې واکمني لاندې راولي؟

زموږ له نظره په واقعیت کې ددې پوښتنې ځواب دادی چې که زموږ پر هیواد د خارجي تجاوزاتو تاریخ په دقت مطالعه سره سي نو وبه لیدل سي چې پر افغاني خاوره خارجي یرغلګرو تل په داسې حساسو زماني مهالونو کې تیری کړی دی چې افغانان د خپل منځي اختلافاتو ښکار او خارجي متجاوزینو له همدې فرصت څخه په استفادې سره پر افغانستان یرغل کړی دی او د افغانانو استقلال یې ترې سلب کړی دی.

او اوس مهال چې امریکايي عسکري ځواکونه زموږ په هیواد کې موجود او حضور لري او دهغوی له سببه مو په ټول هیواد کې اور بل دی ، هم یې لامل خپله د افغانانو اختلافات او ځانځاني ده چې هم یې اجنبي دښمن پر موږ را زړه ور کړی او هم یې موږ خپله افغانان له یوه او بل سره په بدبختي او جګړه اخته کړي یو.

درنو هیواد والو!

په داسې حال کې چې موږ د دوو لویو خوښیو( لوی اختر او د خپلواکۍ ورځ )  په  منځ کې قرار لرو چې باید د هرافغان په کورکې نن د خوښۍ او نیک مرغۍ  محفلونه وای، خو له بده مرغه چې د هغه پر خلاف په دې ورځو کې متاسفانه زموږ د وګړو په ډيرو کورونو کې د اختر د مبارکي او خپلواکي لمانځلو پر ځای د ویر، مصیبت او غم ټغر خپور دی، چې ټول ولس مو ورسره دردیږي او دا اوس د اختر په ورځو کښې هم  زموږ د تنکیو ماشومانو نازک لاسونه د اختر د نکریزو پرځای په خپلو وینو سره دي، دځوانانو په غاړو کې مو د اختر د نویو جامو پر ځای د مرګ کفنونه پرا ته دي ، اوځوانان مو د اختر او خپلواکي  په میلو کې د خوښیو او ترانو پر ځای د شهیدانو په جنازو، تعزیتو او د هغوی په مقبرو کې د ویر او مصیبت ساندې وايي.

د هرشهید د قبر سرته د هغه د یتیمانو اولادونو چيغې دي ، د هر زوي د قبر سر ته د هغه بوره مور کړیږي او د هر ځوانیمرګ د قبر سرته د هغه ناوې کونډه ژاړي، زموږ ټول ولس په داسې مصیبت کښې ډوب دی چې نه د چا اختر په یاد دی  او نه هم د خپلواکۍ د ورځې  لمانځل.

لوی خدای (ج) دې نور د خپل رحم او کرم له مخې زموږ د وګړو پردغه بد حال رحم وکړي .

دردېدلې او کړېدلې ولسه !

داچي الحمدلله موږ ټول مسلمانان یو او الله تعالی موږ ته داسي فرمايي (اِنَّ اللّهَ لا یُغَیِّرُ ما بِقَومٍ حَتّیَ یُغَیِّروا ما بِاَنفُسِهِم) ترجمه: حقیقت  دادی  چې  الله  دهیڅ  قوم  حالت  نه  بدلوي ، ترڅو پوري  چې دوی  خپل اوصاف  نه  وي  بدل  کړي “

نو دغه بد وضعیت چې پرموږ افغانانو باندې راغلي دی دا زموږ د خپلو کړنو او اختلافاتو له امله دی ، که موږ خپله دغه اختلافات په خپله حل نه کړو نور هیڅ طرف له موږ سره د دغه بد حالت په لرې کولو کې کومک نه شي کولای او دغه اور چې زموږ په هیواد کې بل دی دا زموږ د افغانانو مسئولیت او دنده ده چې له خپله ټاټوبي څخه دغه ورانونکی اور په خپله مړ کړو.

زموږ په هیواد کې د امریکا د عسکري قواوو د موجودیت پلمه هم زموږ خپل منځي اختلافات دي، له شکه پرته چې هغوی په افغانستان کښې خپل ستراتیژیک اهداف لري ، مګر پلمه یې زموږ داخلي اختلاف دی او دا وايي چې که موږ په اوس وخت کې افغانستان پریږدو نو بیابه همدا افغانان داسې په خپل منځي جګړو کې ښکیل شي لکه په اتیایمو او نوي یمو کلونو کې چې د پخواني شوروي اتحاد ځواکونو تر وتلو وروسته سره ښکیل شوه.

همداراز د افغانانو د خپل منځي اختلافاتو له وجې د هغوی ترمنځ بي باوري دومره زیاته سوې چې ډیر داسې کسان سته چې تر خپلو افغانانو وروڼو یې پر امریکایانو باور ډیر دی چې له بده مرغه د دغو ټولو مصیبتونو لامل بیا هم خپل منځي بي اتفاقي او اختلاف دی.

نو که موږ افغانان غواړو چې دغو ټولو مشکلاتو ته د پای ټکی کښیږدو باید خپلمنځی وحدت ټینګ کړو، په خپلو منځو کې یو پربل د باور فضاء جوړه او یو پر بل رحم وکړو ، ترڅو چې موږ خپل منځی وحدت تأمین نه کړو که امریکایان ووځي هم نو د افغانانو له بي اتفاقي څخه زموږ بل دښمن ناوړه استفاده کوي او هغه ته به بیا زموږ پرهیواد د یرغل پلمه په لاس ورځي او زموږ هیواد به تر یو بل تیري لاندې راځي.

زموږ خپل منځی وحدت، زموږ د نجات، عزت او شرف وسیله ده، ځکه اتفاق او یووالی الهي امر دی او د الهي اوامرو تعمیل زموږ د فلاح، نجات او کامیابي بهترینه وسیله ده .

زما قدرمنو افغانانو وروڼو اوخوندو !

غواړم چې د هیواد په فعلي شرائطو کې د موجوده وضعیت په اړه ستاسي توجوه ویوې خاصې موضوع ته راواړوم .

هغه داچي که د هیواد د روان بحران د خاتمي په خاطر د طالبانو او امریکایانو ترمنځ مخامخ دوه جانبه خبرې د دواړو لوریو لخوا په صداقت، جدیت او مسئولیت تر سره شي یو ښه اقدام دی ، خو له امریکایانو سره هر ډول پریکړې ته د رسیدو سره سره د افغان لانجې له ټولو ښکیلو لوریو سره که هغه حکومت دی او که نور جهادي او سیاسي جریانونه دی د طالبانو تفاهم او مذاکرات د یوه ښه میکانیزم او مظبوط اسلامي ، افغاني او ملي نظام پر سر توافق ته رسېدل خورا اړین او اهم دی.

ځکه امریکایان بهرنیان دي هغوی به یوه ورځ نه یوه ورځ حتما زموږ له هیواده او خاورې څخه وځي خو ټول افغانان د همدې ټاټوبي (افغانستان) ګډ اوسیدونکي دي او په هیواد کښې ټول مساویانه حقوق لري او که افغانان هرڅومره اختلافي عواملو اوس مهال یو د بل پر ضد او مقابل کښې درولي او جنګولي دي خو په راتلونکې کې د دوي اسلامي، ملي او افغاني مشترکات دوی دېته اړباسي او مجبوروي چې له یو بل سره ښه تنازل، تعامل او تحمل وکړي ، یو بل قبول کړي او یو پر بل رحم وکړي.

لهذا د افغان لانجې ټول ښکېل لوري ، که طالبان دي ، که دولت دی ، که نور جهادی او سیاسي جریانونه دي ، که واقعا له دغه بحران څخه هیواد ژغورني ته په رښتينې توګه متعهد وي نو باید د لانجې د هواري لپاره هر یو طرف صادقانه ، مخلصانه او مسئولانه هلې ځلې وکړي، د خداي (ج) په وړاندې او هم د خپل ولس په وړاندې مسئولیت ترسره کړي ، تر څو خدای (ج) وکړي زموږ دغه ځوریدلی ولس نور له دغو مصیبتونو خلاص شي.

په آخرکې الله تعالی ته سوال او زاري کوم چې نور مو په هیواد کښې سوله تامین او د کور ورانونکې جګړې لمبې مو د تل لپاره له ټاټوبي خاموشه کړي.

والسلام علیکم ورحمة الله ……

ملا آغاجان معتصم د طالبانو د اسلامي امارت د سیاسي شورا پخوانی مسئول

۱۴۳۹/۱۲/۸ هـ ق

۱۳۹۷/۵/۲۸ هـ ش

107 thoughts on “د خپلواکۍ او د اختر په مناسبت د ملا اغا جان معتصم پیغام”
  1. په ډیره خوښې مې دښاغلی معتصم پیغام ځکه ولوستلو چې بې طرفه اودسولې په ږغ راچورلیځ و.

  2. داخبره خویې بده نه ده کړې چي:
    د افغان لانجې ټول ښکېل لوري ، که طالبان دي ، که دولت دی ، که نور جهادی او سیاسي جریانونه دي ، که واقعا له دغه بحران څخه هیواد ژغورني ته په رښتينې توګه متعهد وي نو باید د لانجې د هواري لپاره هر یو طرف صادقانه ، مخلصانه او مسئولانه هلې ځلې وکړي، د خداي (ج) په وړاندې او هم د خپل ولس په وړاندې مسئولیت ترسره کړي ، تر څو خدای (ج) وکړي زموږ دغه ځوریدلی ولس نور له دغو مصیبتونو خلاص شي.

  3. ستاسو لیکلی متن ډیر په زړه پورې و ،خو منوبه یې په چا هغوی چې اوس خپل اقتصادي زېرمې دجګړې له لارې راټولوي هغوی چې دخپل قدرت لپاره دنورو وینې زبېښې.

  4. که چیر افغانان رښتنې ازاد وای نو بیا به یې دغازي امان خان په قبر دګرځونو انبار نه و پورت هغه به ویجاړ نه و.
    یاده دوي چې : د پخواني ولسمشر حامد کرزی له واکمنۍ او د ګل اغا شیرزي له ولایته رانیولي تر دې دمه بیلابیلو والیانو د شاه غازي امان الله خان د مقبرې د رغولو او په ښه شان د جوړیدو ژمنې کړي خو په عمل کې يي کوم اقدام نه دي اخستي ، لا هم د ویاړلي شاه غازي امان الله خان مقبره وران ویجاړ حالت کې قرار لري او له دغه مقبرې څو متره رادیخوا د شهید باغ یوه دروازه په داسې حالت کې قرار لري چې هر بااحساسه افغان يي وویني نو باوري يم چې له سترګو به يي اوښکي وڅڅيږي .

  5. دوسله والو اودولتی مسؤلینو په کور جنازه نه ده ورسیخه شوې،دوی سوله څه کا ،ښاغلی معتصمه

  6. دوسله والو سره روغه کول په دې معنی ده چې یوځل بیا افغانستان دکورني جګړو سبب شي.

  7. سلامونه اونیکې هیلې ښاغلی اغاصیب په ګوتو دې برکت شه ،یواځیني کس اوشخصیت یې چې له کلونو راهیسي دملت دسوکالۍ هڅې کوي ،خوتاسف کوم چې ښکېلې جنګې غاړې دي ستاسو داسي ملت پال اوسولیز پیغام ته غاړه کږه کړي ځکه دهغوی د اقتصاد ورځني اوعمده سرچینه ده.

  8. ښاغلیه تاسو دې قراني لارښوونې اشاره کړې چې دالله پاک فیصلې دهغه قوم تربدلون پورې اړه لري بس :همداکافی ده لکه چې تاسولیکلي.

    داچي الحمدلله موږ ټول مسلمانان یو او الله تعالی موږ ته داسي فرمايي (اِنَّ اللّهَ لا یُغَیِّرُ ما بِقَومٍ حَتّیَ یُغَیِّروا ما بِاَنفُسِهِم) ترجمه: حقیقت دادی چې الله دهیڅ قوم حالت نه بدلوي ، ترڅو پوري چې دوی خپل اوصاف نه وي بدل کړي “

    ک

  9. معتصم صیب چې زه پيژنم…!
    باور وکړئ چې هیڅ ډول غوړمالي ، نزدي قرابت هم ورسره نلرم ، په تقدیرمې ټینګه عقیده ده چې هرچاره الله کوي ،چې دهغه څه رضاکیږي ،نوهغه به ضرور کیږي،هغه فکر،ذهانت چې الله ورکړی دطالبانو په یوه مسؤل شخص کې نه ترسترګو کیږي،زما یاد شي چې دامارت په جوړو کلونوکې دطالبانو اقتصاد په صفر کې ضرب و،خو همدې کس ورته عجیب اقتصادي اوتجراتي کمالات وننګول ،دطالبانو په مالیاتي نظام کې نوښتونه رامنځ ته کړل دهغوی تولیداتي نظام یې په یوه عجیب ساده ډول ورغول چې د روانو جګړو ترڅنګ یې د سیاسي او اداري نظام په ترسیم کې هم پراخه برخه واخیسته همدا لامل و چې دطالبانو لوی ملاصاحب ته تربل هرچا ډیرداعتبار او قدر وړ و،خو یوه هغه مهال په پښتنې کندهاري اصطلاح خوشک ډیرو مګر چاسره یې ضد اوشخصي عناد نه ساتلو چې ځینې اوصافو یې نن زما قلم را و چرخاوو.

    ه مننه … س ،مدیر.

  10. افغانان دمشرانو توهین ډیرکوي هغوی ته لارښوونه هم یو ګران اقدام دی ،چاچې دې ته غاړه کښېښوه ،نوپوی شه چې هغه بری هم راوړلای شي.

  11. ترڅو مو انګریزي استعمار دپاکستان اوهند په څیرپه ځان منلی نه وي ،ترهغو دامن اوسولې تمه کول ناشونې ده.

  12. اغاصیب دخیر سړی دی خو طالب چارواکی داسي څوک نه غواړي چې هغه دومره افغان مزاجه وي

  13. محترمه ستاسو پیغام مو ښه په مینه وکوت ،اخترمبارک ازادي مبارک ،البته دپیغام ځینې داسي فقرې وي چې په یوه افغان کې که یوه زره افغانیت هم وي باید ورته قائل شي ،ځکه چې بین الافغان جوړجاړی خپله ددې معني ورکوي چې دمطلق بهرني په وړاندې قاطع پریکون اویوواحد جوړښت .الله دي وکړي.

  14. دامعتصم یې بیا کوم یو دی چې رسنیو په مخ کړی په خبرو نه شي ورور دبومونو مور که درته معلومه وي په دې کابل ورخطاکړئ چې له دې ګدۍ نه خو وزګارشي.

  15. داغا جان صیب دایوه خوږه خبره درته وړاندې کوم چې وايي:
    هغه داچي که د هیواد د روان بحران د خاتمي په خاطر د طالبانو او امریکایانو ترمنځ مخامخ دوه جانبه خبرې د دواړو لوریو لخوا په صداقت، جدیت او مسئولیت تر سره شي یو ښه اقدام دی ، خو له امریکایانو سره هر ډول پریکړې ته د رسیدو سره سره د افغان لانجې له ټولو ښکیلو لوریو سره که هغه حکومت دی او که نور جهادي او سیاسي جریانونه دی د طالبانو تفاهم او مذاکرات د یوه ښه میکانیزم او مظبوط اسلامي ، افغاني او ملي نظام پر سر توافق ته رسېدل خورا اړین او اهم دی.
    نو ته وا ګلمرجان اوهیبت جان به یې ومني کنه؟

  16. وې شاودو سوځلی؛ مستې پوکې
    تاسو جهادیانو کومې نخرې په دې ولس ونه کړي ،،نجیب سره هم تاسو سوله وکړه څه مو ځینې جوړکړل.

  17. الهي ارشاد
    (اِنَّ اللّهَ لا یُغَیِّرُ ما بِقَومٍ حَتّیَ یُغَیِّروا ما بِاَنفُسِهِم) ترجمه: حقیقت دادی چې الله دهیڅ قوم حالت نه بدلوي ، ترڅو پوري چې دوی خپل اوصاف نه وي بدل کړي “

  18. معتصمه وروه ستاسو خکلې څیره او خکلی مطلب یوبل ته ورته دی او الله هم خکلا خوخه وي

  19. دبین الافغاني روغې په اړه دابو درداء رضي الله عنه مرهم پټۍ
    بودرداء رضی الله عنه وایي: رسول الله صلی الله علیه وسلم وویل: ایا تاسو ته زه داسي عمل در وښیم چې له روژو، خیرات او لمانځه یې اجر او ثواب زیات وي؟ دی وایي موږ ورته وویل: ولي نه، هغه وویل: هغه خپل منځي روغه جوړه ده، او خپل منځي فساد او شخړې دین ختموي.

  20. رښتیا چې زموږ په هیواد کې د امریکا يي عسکري قواوو د موجودیت پلمه هم زموږ خپل منځي اختلافات دي

  21. که ده هرې رسنۍ سابقه خبرونه وکتل شي ،نوپوی به شي چې میډیا تشې اوازې خلک غولوي ،دهرې ورځې خبرداسي چې ته وا بس سهار نو دامن لمرپه هیواد کې راغیږي اوټولې وسله والې ډلې دتل لپاره له ماشې کوتې پورته کوي

  22. الله دې په دې ولس خپل فضل اوکرم وکړي ښاغلی اغاصیب تاسوښه مهرباني کړي دافغانانو اتحاد به ضرور یوه مثبته نتیجه ولري ،البته که یې ښکلېل بهرنيان اوګاونډې ته پریږدي
    تیراخترپه دې شاهد و چې دطالبانو او دولت ځواکونو ترمنځ دبیلتون اوپیوستون ښه انداز ولګید ځکه دې ځلې غزني په لمبو وسوځل شو او دواړو غاړو ته درنه ځانی مرګ ژوبله واوښته مینه په نفرت بدله شوه.

  23. داخو رښتیا ده..!
    د هرشهید د قبر سرته د هغه د یتیمانو اولادونو چيغې دي ، د هر زوي د قبر سر ته د هغه بوره مور کړیږي او د هر ځوانیمرګ د قبر سرته د هغه ناوې کونډه ژاړي، زموږ ټول ولس په داسې مصیبت کښې ډوب دی چې نه د چا اختر په یاد دی او نه هم د خپلواکۍ د ورځې لمانځل.

  24. ته هغه اغا ساب نه ئې چي د طالب د حاکمیت سره شریک او طالب هغه څوک ؤ چه د ښځو د زده کړی او مکتب دښمن ؤ خو تا ځوان ستا د خپل اعتراف په اساس خپله لور د انګرېز په علمی مرکزونو کی د اسلامی زده کړو په لاسته راوړنه ویاړنه کړه؟

  25. افغانانو له هیواده نور دګوړې اچار جوړشو،فکرنه کوم چې بیابه یوه داسي مهال وینوچې خپل پوځ خپل ملا به په کاسه دواړه لاسونه منډي

  26. دخپلواکۍ او ازادۍ تعریف:
    خپلواکي هغه حالت ته وايي په کوم کې چې يو ولس، هېواد یا دولت په خپله خاوره کې بشپړ واک او اختيار ولري.
    خوایراني پاړسیان بیا دازادۍ کلمه ځان ته منسب وي چې ګنې داکللمه له فاړسو اخیستل شوې اوپه نورو ژوبو کې یې ځانګړی ځای نیولی،هغوی لیکي:

    تابلوی نقاشی آزادی هدایت‌کننده مردم اثر اوژن دولاکروا در سال ۱۸۳۰ میلادی، یکی از تأثیرگذارترین آثار مربوط به انقلاب کبیر فرانسه بود.
    واژهٔ آزادی، یا به فارسی افغانستان حریت، به مفهوم مختلطی اشاره دارد که شامل مفاهیم پایه‌ای خودمختاری، حکومت بر خود و استقلال از یک سو، و توانایی کلی در انجام کارها، داشتن انتخابهای مختلف و توانایی کسب هدفها از سوی دیگر می‌باشد. داشتن انتخاب‌های مختلف در مورد انجام یک کار (optionality) به این معنی است که اگر شخص بخواهد آن را انجام دهد، هیچ چیز نباید او را از انجام آن بازدارد و اگر نخواهد آن را انجام دهد، هیچ چیز نباید او را مجبور به انجام آن کند. حد بالای این قابلیت انتخاب این است که حتی عوامل درونی روانی نیز مانعی در انجام انتخاب ایجاد نکنند. میزان وجود این قابلیت انتخاب شخصی لزوماً ربط مستقیمی به خود مختاری حکومتی یک جامعه ندارد.

  27. قسم به عزت و قدر و مقام آزادی که روح‌بخش جهان است، نام آزادی

    آن‌زمان که بنِهادم، سر به پای آزادی دست خود زجان شستم، از برای آزادی

  28. بسم الله الرحمان الرحیم
    فان تنازعتم فی شی فردوه الی الله والرسول ان کنتم تؤمنون بالله والیوم الاخر…..
    مؤمن پدی ایمان لری چی د الله او رسول نه هیڅوک هم ښه او عادلانه فیصله نشی کولی نو زموږ دپاره ښه فیصله د علمای امت او امامان د حرمین شریفین ، قوی او احسن ده که د منافقو جنرالانو (د ای اس ای) ؟
    د جهاد د شروع نه هم آی اس آی پخپله او د اجیرو علماوو په نامه اسلامی ډلو په خوله او لباس کی زموږ تنظیمونو ته د تخریب او نفاق درس یی ور کړی چی تر ننه دوام لری او په تیرو ۲۵ کلونو کی د موږ تر ټولو لوی نفاق ،،تلفات ، درونی ضایعات ، انحصار ، جاهلی متعفن تعصبات ، مالی فساد اوغلاوی د تنظیمی ارکانو دی چی ۲۵کلن ریکارد یی موجوده نسل ته اظهر من الشمس دی ، نو بیا تجربی ته به ضرورت نه وی ځکه ۴۰ کلنه تجربه کمه نده ، چی اوس هم څوک نه پوهیږی نو بیا یی انسان مه بوله
    افلا تعقلون یا اولی الابصار

  29. په دې یقین وکړئ چې دهمدې جګړمارو له امله په پردو هیوادو کې میشت افغانان په خپل هیواد شرمیږي
    نوبناء تاسو دخپل طالب اصلاح وکړئ اوپه هیواد کې دغلو خیټورو په وړاندې مبارزه هم ستاسوپه ګټه ده ځکه دا ټول هغه ډلې ټپلې دي چې طالب دفساد په نوم له هیواده شړلی و خو اوس انګریزانو بیرته دخپلو منافعو په غرض سره رایوځای کړل اود دولت واګي یې ورته وسپارلي

  30. ښاغلی اغاصیب ستاسوپیغام مې په طالب نیوزاوپژواک کې هم ولوستلو،خوبیاهم دلت ځینې لیدونکوته دخپل نظروړاندوینه کوم…!
    ګرانو کتونکو موږ الحمدالله مسملمانان اوافغانان یو دښاغلي اغاصیب خبرې ،تفکراوهڅې تربل هریوه ځکه دستائلو ګڼم ،چې دهغه په تګلاره کې موږته دهیواد ازادي ،پرمختګ اومذهبي نارملتوب درې واړه راپه برخه کیږي ،نوڅه به وشي که نوم وړی سره همدا ږغ دمرګ تروروستي بریده بدرګه کړو،هغه دهیواد په ډیروولسونو کې ځانګړی مقام لري له همدې په استفادي سره باید دسولې دابهیراودا تګلاره عملي شي.

  31. دې طالبانو ته هم حیران یو په خرقه !
    دوی له ۹۴ آن تر۱۸میلادي کال پورې په جګړه خپل ژوند راتیرکړ،خودوی لا له نړۍ والوسره پوی نه شول دوی یوه ځانګړی هدف ته ونه رسیدل دفاړسیانو ازبکانو سره یې هم محاربوي چینې ووهلې خودګټې په ځای یې بیاهم تاوان دا راوړ چې دبهرنیانو ملاتړیې دهغوی په ګټه ځانګړی کړی.

  32. ،
    تاسو لیکلي چې باید سوی تفاهم بین الافغاني
    نوافغانان به څوک سره یوکوي؟
    هغه دمږکانو اوپیشو قصه ده.!

  33. یواځې پآکستان دی چې انډوخر یې جوړکړی داطالب کورنه چرته دی دوی چرته وسیږي خو داهرڅه امریکا دسرپه سترګو وینې ،یوه ورځ به داسي راسي چې حساب به وی.

  34. تاسو جهادیانو خو هیواد خاورې ایرې کړاوس یې دسولې اوامن خبرې هم کوي؟

  35. نوښاغلي ته چرته ناست یې ،راشه کنا له پاکستانه خبرې نه شي کیدای خپل وطن کې خبره سپینه کړه

  36. ورورجانه څیره خودي ډیره مبارکه راته ښکاري اولیکلی دي هم ډیري معیاري اودولس دهیلوانځورګري کوي ،نوکه داسي وشي

  37. سولې!
    په تا پسې مې یاره پښې شولې تڼاکې
    بسته دا ستا په لمن که اوښکې راپاکې.

  38. په دا سیاست ماسیت نه پوهیږم خو
    زما له طر فه دي د نړي ټولو حق پرسته مسلمانانو او
    لر او بر افغانانو پښتنو ته دي نيکمرغه لوع اختر مبار ک شى۔۔

  39. د هېڅ انسان په تيروتنه باید خفه نشو خفه په دي شو
    چې موږ لا څومره جهالت کې پاتې یو

  40. ااااخ!!
    د اسلامي ټولنې ځوان نسل یهوانو د خپل پلې کېدونکې سازش په واسطه اوس د جهالت تیارو ته ټېل وهلی

  41. شیخه واوره !
    ستا په نظر هغه څه ښکلي دي، چې ستا په نظر ښکلي وي؛ نو هیله ده خپل شخصي ذوق په نورو تحمیل نه کړې، دا د یوه چا توهین دی، چې هر څه کې یې کار ولرې.

  42. ورېځو هم لاسونه پورته کړو اسمـــان ته
    څاڅکي څاڅکي یې تویېږي و ګرېوان ته
    *
    خدایه څومره ماشومان مو یتیمان شوو
    سوله را ولي غمجن افغانستـــــــــــان ته

    له بورا چې د ارمان پوښتنــــه وشـــــوه
    په ارمان کې په ژړا شو ګلستـــــــــان ته

    په دنیا کې که د میني ژوندون غـــواړې
    بل ته هغه خوښوه چې څه دي ځــان ته

    ما منیب دي هم دربار ته لاس اوچت کړو
    ضرورت لري زخمونه مو درمـــــــــــان ته

  43. یہ کیسا ملک ہے جس میں اپنے لوگوں کے ساتھ تو درندوں سے زیادہ برا سلوک کیا جاتا ہے جب کے انسانی ہمدردی صرف بیرونی طاقتوں کے لئے دکھایی جاتی ہے ، جہاں انصاف انسانیت ملک کے اداروں کے ہاتھوں برائے فروخت ہو وہاں کچھ بھی اچھے کی امید نہ لگئی جائے ۔۔ ان اداروں کے ہاتھوں یہ ملک پہلے بھی دولخت ہوا ہے آئندہ بھی ان بےزمیروں کے ہاتھوں تباہ ہوگا ۔۔۔
    خدارا انہیں مقدس گائے سمجھنا چھوڑیں اور ان کے قبضے میں کئی کئی سال سے ماورائے عدالت موجود ہموطن بھائیوں کے لئے آواز اٹھائے ۔۔۔ جس زمین پر ایسا ظلم اور دوغلاپن ہوتا ہو وہاں امن کھبی نہیں آ سکتا

  44. مشره تاسو خوډیررښتنی یاست تل سپینې خبرې کوي په همدې خاطر مې خوښ یاست دلیک متن په ډیرو ښوو او اړینو مادو مشتمل و،خوبیاهم ستاسو رډه وینا راته ډیراحترام لري:
    حضرت عمر رض چه کله خلیفه شو نو یو صحابي خپله توره راوویسته ورته یې وو یل چه امیرالمومینینه! که دي خیانت وکړ پدي توره بدي سر در غوڅ کړم.
    هغه وویل که تاسي په ماکې خطا ګورۍ او نه یې راپه ګوته کوۍ!
    دا ستاسي غفلت دی.
    او الله ج دي په هغه چا رحم وکړي چه زما عیلونه ماته راښایی. حضرت علي

  45. همدا اختریزه پیغام دي الله دهیوادوالو وروسته اودپوهې سبب وګرځوي ترڅو په هیواد کې سرتاسري صلحه او امن راشي.

  46. باور وکړئ چې په دې طالبانو اوخلقیانو کې دومره دقلم ،استعداداووطن پرستۍ اشخاص ته که چرته ورته موقع ورکړل شي نوهیڅکله به پردي پال غله اومافیا دهیواد دتجزیې اوپلورپه لورقدم هم وانه خلي،خوځینې کړۍ هغوی تعقیبوي اوترور کویې.

  47. کاکړصیب تاسوټول ملت ته دخپلوورځې په مناسبت داتوري ډالۍ کوي.
    د خپلواکۍ د استرداد بختوره ورځ دې ټول افغان ملت ته مبارکه وي.
    موږ د نړۍ یواځینی ملت یو چې د خپل زرګونه کلن تاریخ په اوږدو کې هېڅ ښکیلاکګر نه یو اېل کړي. له مقدوني سکندره تر هلاکوخان او انګلیسه پوري او له آنجهاني شوروي اتحاده نیولي تر امریکا او ناټو پورې هر یوه یې زموږ د ایل کولو هڅې وکړې خو د افغانانو یاغي فطرت د خپلو وینو په بیه خپلواکي وساتله او تر موږ یې د یوه سپېڅلي امانت په بڼه را ورسوله.

  48. دپاڼې له چلوونکو یوه غوښتنه …!
    ستاسو دپاڼې مینه وال اولیدونکي تربلې هرپاڼې زیات بريښي له همدې امله درنه په ديردرناوي غوښتنه کووچې دځینې بهرني نیم لوڅوتصاویروپه نشرکې بیاکتنه وکړي اویایې هسي ځانګړې برخه ورته منتخب کړي چې څوک ورسره کار ونه لري هغوی ته راوړاندې نه شي ،کیدای شي ډیری کسان ستاسو له دې عمل څخه شکایت کوي خوتاسو ته به داموضوع لاجوته نه وي.
    ستاسو په پاڼه جالب خبرونه دمشرانو پیغامونه اوځینې اړین توکي خپریږي چې ډیردپام وړ دی.

  49. که طالبانو په رښتنې ډول دسولې په لوراقدام ونه کړي کیدای شي امریکا دخپلې ماتې اوخپل اصلي شیطانت له مخې ځینې فسادي جالونه نصب کړي ترڅو په سیمه کې فساداودجګړې نوی تغرخپورکړي

  50. دغلو په اړه دې جدې پاملرنه وشي ترڅو هیواد کې میشت نظام اودولت سره مرسته وشي،یوقاطع اوجدي دولت رامنځ ته شي،سوله اوملي پخلاینه به ترهغې پورې هیڅ ډول ګټه ونه لري ترڅو موجوده نظام پیاوړشوی نه وي.

  51. تاسو یې فرض کړئ وسله والو اودولت دیوه بین الافغاني تفاهم له مخې یو شول ،نو ګاونډیانو شوي مصارف به ته وا هسي بې ځایه مصرف شوي وي.

  52. ښاغلیه ستاسو دپیغام په اړه باید دومره ووایو چې عمده دفساد سرچینه زموږ ګاونډیان دي اوبس ترڅوهغوی ته غاښ نه وي چیچل شوی هیڅکله به هم په افغانستان کې دسولې څرک ونه لیدل شي.

  53. موږ پوهیږو چې نور په دې هیواد کې دسولې هیڅ ډول شونتیانه لیدل کیږي ځکه چې نړۍ کې دوسلو تجارتي نظام ددې لپاره ده چې جګړه دوام وکړي اوس به نوې جګړې رامنځ ته کیږي ،که چېري سوله هم وشي نوبیرته به داسي مافیاکړۍ رامنځ ته کیږي چې دنوې جګړې تابیابه ږدي

  54. دلوی اوختراودخپلواکۍ دورځې مبارکي تاسو اوستاسو ملګرو ته وړاندې کوم ښکلي مطلب اوښه اهداف

  55. بین الافغاني تفاهم نوڅه معنی داسي ډیرو طرحې مطرح کړې خو دعمل په میدان یې پلې کړې نه دي

  56. ځنی کسان داسي وي چې یواځې دخلکو په سوري پسي درومي ،نور درک نه شي کولای خو افغانان نه یواځې داچې سوری پسي درمي بلکي دانسان اوحیوان سوری هم ورته نه ښکاري تاسو اوخدا دوستم اوس دمشرتوب اوسړیتوب دی ؟
    داسي اشخاص هم په افغانستان کې واکمن دی وسله والوسره محاکمي کیږي خودوستم او ده ته ورته څیرې اوس هم په کابل کې خلاصې تڼۍ ګرځي.
    څه سوله به وي چې داسي وګړي په هیواد کې ژوند کوي هغوی دګوتنامو اوبګرام څښتنان دي چې هیواد یې لوټ کړی دولسونو وینې یې زبېښلې دي.

  57. ترڅو هغه مهاجرچې په الله توکل نه لري اوپه پردو هیوادونو کې یې هغوی ته خولې وازې نیولې وي راستانه نه شي اودهغوی جاسوسان ځینې ځانګړې اوچوڼ نه شی سوله ممکنه ده ،ازادي خوهیڅ امکان نلري
    پای کې درته وایم چې اخترمومبارک شه

  58. ښاغلو تاسو په کې دغزني او کندز پيښوته اشاره نه ده کړې ،ستاسوپه نورو پیغامونو کې یوداسي رنګ هم وچې ځپلي شوي ولس ته به هم یوه مرهم پټۍ وړاندې کوله ترڅو دهغوی راتلونکي هیلوته د دولتونوپه کجه پاملرنه شوې وای

  59. یواځې دالله څخه مرسته نړۍ حشر زموږ وینې زبېښلوته راغلی او موږ دخپلې غریبۍ له امله دغرب تالۍ څټو نوڅه وکړو اخیر

  60. که اهل قلم یاست نو خپل قلم د ملتونو اتحاد لپاره وکاروئ.
    قوت ما در وحدت ماست

  61. طالبان دمسکویانو میلمانه دي ،خوزړو مجاهدینو ته دهغوی دوستې خوند نه ورکوي چي په دې اړه مختلفې تبصرې پرې کوي
    اوس به سوله وشي محترمه

  62. مجاهدین پریږدي چې خپل ګټلی برم وساتي او دبهرنیانو سره دمیوندي ځلمیو په څیرچلند وکړي،تاسو دازادۍ ورځې لمانځي خودهغې تاریخ لورلید په اړه شاکتنه نه کوي کمنیټ والو لږ دحقیقت په لور وګورئ

  63. تاند دې تاند ووسئ
    ښاغلی مولانا صیب هیواد پاله مسلمان اودولس همدرد مشردی ددې پیغام هرتوری دزړه درد لپاره ارامه وونکی دی خوبهرنیانو فضاء دومره پردۍ کړې چې تعبیردیوه وران خوب په معنی ده

  64. زما په فکرخو ستاسو تحلیل په ځای دی البته دا ګنګوسي چې امریکا اومتحدین یې مات شوي ځکه ناشوني ده چې لا اوس هم ډالرپه خپل ځای ولاړ دی روس چې کله دماتې لړۍ پیل شوه نوستاسوبه یاد وي چې روبل څوته راکوز شو،دایوه نه ماتیدونکي سیاسي اومذهبي جګړه ده ،خودې کې یوه خبره ډیره مهمه داده چې دې جګړه کې دوسلو دپير اوپلورلړۍ روانه ده ،نو ویلای شوچې له یوې جوړې اروپا او امریکا سره جګړه په ډیرو سړو مغزو کیږي نه جذبات اوهویوهوی.
    یوه داوړو پوزه هغوی هم غواړي اوموږ هم

  65. یاره دا دتاند دکمینټ ګیرونه مې نه زده کیږي په یوه تکلیف مې داځای راپرانیزلو
    که هرطالب مشردمعتصم صیب دپیغام په مطالعه لږ سر وګوروي کیدای شي دوی ته هم درک وشي ،تاسوهم دې ته ژمن یاست چې ملت وژنه نه غواړو اودولتیان هم نوددې ترمنځ یواځې همدا ټکی چې بین الافغاني تفاهم

  66. مننه ښاغلیه ازادي اواخترمو دواړه مبارک شه
    په زړه پورې پیغام اوله معنی ډک توکی

  67. Eid Mubarak ! . Nice Advice ! Mr. Mutasim , but I don’t think so that all of our people will agree all of the things that you said in this message , because there are many types of people in our country some of them are postive thinking personalities such as you but some of them are negative , the negative thinking people don’t care our worry about their poor people they just want to take benefit of our country by making money for thierselves . But still your message is great to every person of our country , Thank You ! For such a nice and motivational message .

  68. Hello Salam alay kum Mutasim Agha Jan you are right I agree with all of your Thoughts and Sayings I really appreciate it.

    !!!THANK YOU!!!

  69. Salam ! Thank You ! Nice Advice I like what you say in every message in media your one of the great and proud personalities of our lovely country .

  70. سلام عليکم ډير قدرمن مولا اغا جان معتصم ! ده اختر مبارکي تاسو او ستاسي ټوله کورنی ته وايم. تاسي ډير مهرهبان او مسبت شخصيت ياست زه ستاسو سره په موکمله ډول رازي يم ډيري معقولي او پر زای خبري مو کړي دي.

  71. سلام علیکم ورحمتله وبرکاته ستاسو مرسته د افغانستان مللت سره رښتی ده الله تعالا دی ستاسو سره او ستاسو په کارو دی مدد ده وکړۍ او زه هم ستاسو په ټولو بیانو باندی باړر او اعتماد کوم تاسی ‌‌‌‌‌‌ډیر درست وایست مننه

  72. سالام جابي معتصم اغا زما تاسي هر وقت خوښېږی ولي چي ډيري حقيقتي خبري کوی تاسو . مننه . ماشاءلله

  73. سلام علایکم اغا ساهبه تاسی واقیعن ریش
    ښتیا وا یست زه ستاسی په ټولو ویناو سره سد به سد موافق یم

  74. Firstly, every word you say is right, and god give you and your nationality a glimpse and make you a beautiful Islamic stat

  75. Firstly, every word you say is right, and god give you and your nationality peace and make you a beautiful Islamic state

  76. تير اختر مو مبارک څه اغا جانه داغه خبري مي ډيري خوشي سوې .

  77. What a nice statement. I also read other statement of Eid from other personalities , but this one wakes every ones heart and brain ! Wow .

  78. Firstly, every word you say is right, and god give you and your nationality peace and make you a beautiful Islamic contry

  79. Following a series of positive developments in recent months, could the Trump administration’s decision to pursue direct talks with the Taliban revive the moribund peace process?
    U.S. Institute of Peace Senior Expert Johnny Walsh discusses the significance of this move and what we can expect from any potential negotiations.
    You need to translate carefully Sura Raad about change and you can not put ausaf instead of ” Fi anfusehim”
    It is not realistic when you use your former official title for your personal advantage and popularity . I am not sure which skills, experience, and governmental diplomacy enable you for an individual message and responsibility?
    Don’t take this comment personally we have common share in our goal in Sura Raad that has been given to muslim 1400 years ago.

  80. اغا صاحب
    ستاسي له ښه نظره مننه خو کاشکي په ښکیلو خواوو کې د دي ښو نظریاتو د منلو ظرفیت موجو وای.

  81. ممنون هستیم
    ملا معتصم نظرات تان قابل قدر بوده، ملت افغان که ستمهای فراوان را دیده تشنهٔ این نوع لطف است خداوند کند که یک کس نرم دل مثل شما حاکم این مرز وبوم شود.
    آمین

  82. معتصم اغا صاحب
    ژوندي اوسئ
    ملت هم داسي پیروزینو ته اړ دی په دي سره هم دآرام سا اخلي
    که واکمن ورته ځیر شي همدا ورته کافي دی. الله دي لیدونکي سترګي ورکړي. تاسي ته دعزت ژوند غواړو.

  83. Salam Alaikum Warahmatullah ! Mr Agha Jan I like your statement because you have talked about peace , and our people want peace nothing else because if peace comes nobody is going to fight again and nobody is going to be murdered by someone !

  84. Salam ! Nice message on unity and peace all of muslims should learn something from this kind of beautiful message , no muslim should hate another muslim and no muslim should fight with another muslim , if we hate or fight eachother its our own loss nobody else is going to help with us , we should stop every bad things that we are doing with each other ourselves!

  85. Salam alay kum Mutasim Agha Jan I agree with your ideas because you gave good advices for union of Afghanistan,s Populace it is useful for us in reality.

  86. اسلام علیکم ورحمتلله وبرکاته ستاسی بیان ‌‌‌‌‌‌ډیر او اصلی رښتیا وایی د افغانستان خلګو ته صحیح لره ورښیی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *