لیکوال: حبیب الله حبیب [email protected]
پخواني ولسمشر کرزي د خپلې واکمنۍ له پیله پرته له کوم دقته د پخوانیو ویاړمنو نومیالیو مډالونو او نښانونو باندې لیلام پیل کړ او دغه راز یې لویو نالوستو جنګسالارانو او ملي خاینانو ته جنرالۍ ، سترجنرالۍ او مارشالۍ ورکړې او هغوي چې د هیواد په ورانولو کې یې خپل ژوند له لاسه ورکړی ؤ د ملي قهرمانانو القاب ورکړل او نابالغ زامن او لورانې یې د امنیت شورا او لوړو ادارو کې مشاورینو په توګه وټاکل او څه یې هم په بهرنیو هیوادونو کې د افغانستان په سفارتونو کې د ډیپلوماټانو په توګه وګمارل شول.
پخواني ولسمشر حامد کرزي د دریو پیړیو ویاړلو افغان اتلانو مډالونه او نښانونه په افغانستان کې په جګړې بوختو بهرنیو ځواکونو پوځي مشرانو ته د هغوي د دندو په پایل او پیل کې وکړل او پرته له شکه چې په دې برخه کې بهرنیانو کومه دلچسپي نه درلوده او ورته بې ارزښته وو، خو حامدکرزي بیا هم د ختیځ نړیوال افغان نابغه (علامه سیدجمال الدین افغان) له علمي مډالونو او نښانونو رانیولې بیا د امان الله خان نښانونو او مډالونو پورې یې ټول د هماغه بهرنیانو له سره قربان کړل کوم چې اوس دی ورسره مخالفت کې دی او د امنیتي تړون له لاسلیک کولو یې ډډه وکړه. حامدکرزي برسیره پر دې چې د هیواد ملي اتلانو مډالونو او نښانونه یې بې ارزښته وبلل او لیلام یې کړل د هیواد خاینینو او غلو په نوم یې څلور لارې ، واټونه ، پوهنتونونه ، نظامي لوړو زده کړو مرکزونه او ښوونځي ونومول چې دې چارې د ګاونډیو او بهرنیو هیوادونو لاسپوڅي جاسوسان نور هم زړور کړل او د یو شمیر ګاونډیو هیوادونو لاسوهنې او فرهنګي یرغل خو دې حد ته ورسید چې په پلازمېنه کابل کې یې د خپلو مذهبي مشرانو په تړاو نمانغونډې جوړې کړې او ددې نمانغونډو امنیت یې هم د کورنیو چارو وزارت په پولیسو ونیوه؛ تر څو په نړیواله کچه ټولو ته دا څرګنده کړي چې د هماغه چا نمانځونډې په افغانستان کې د خپلو لاسپوڅو لخوا جوړوي کوم چې په مشوره یې افغانستان کنډوالې کړل شو او په خپل فرهنګي یرغل سره یې د افغانستان ملي ټرمینالوژي وګواښله او د افغانانو تر منځ یې د تعصباتو لمن وهل پیل کړل.
د افغانستان تاریخ ټولو افغانانو ته د لمر په څیر څرګند دی او د تاریخ په پاڼو کې ورته ویاړونه هم معلوم دي او د شاه شجاع ، حبیب کلکاني او کارمل په څیر نالوسته ، سست عنصره ، د پردیو لاسپوڅي او د هیواد ملي ګټو پلوروونکي هم په هره معنا پیژني. د پخواني ولسمشر کرزي واکمنۍ پر مهال د شمال ملي خاینانو ته لقبونه او منصبونه ورکړل شول، خو په دې یې هم بسنه ونه کړه او دا چې نظاریانو او شمالیانو ته د کرزي دا سست عنصري معلومه شوه نو د افغانستان ستر ملي خاین او لوی غله حبیب الله کلکاني په نوم یې یوه لیسه هم ونوموله او د یاد غله پلویانو یې په داسې حال کې جنازه وکړه او قبر یې ورته ځانګړی کړ چې د هغه نه قبر معلوم ؤ او نه یې د مړي د ښخیدو ځای ځایګی او اوس په دې هڅه کې دي چې غل کلکاني چې پر ژوند یې تاریخ لیکوونکو کتابونه لیکلي او د بدنامۍ په اړه یې د وخت عیني شاهدانو لیکلي سندونه شته ؛ خو بیا یې پلویان په دې هڅه کې دي چې د هغه لپاره په تاریخ کې د منفي کرکټر پر ځای مثبت ټکي پیدا کړي او لږ تر لږه راتلونکی نسل یې پر روح لعنت ونه وايي.
د یاد تاریخي غله پلویان دغه راز غواړي په قصدي ډول د افغانستان لوی ملي اتل اروښاد غازي امان الله خان ستره کارنامه چې د افغانستان خپلواکۍ تر لاسه کول دي د خلکو له اذهانو په تدریجي ډول تته او کمرنګه کړي او په نظام کې شته مخربین بیا د ناامنۍ په بهانه کولو سره غواړي د خپلواکۍ نمانځنې دا جشن را محدود کړي او د هیواد په کچه د یوې پرتمینې نمانځنې مخنیوی وکړي. دوي د پخواني ولسمشر کرزي له دورې د هغه د ضعف دا ټکی په ګوته کړی ؤ چې کرزی انعطاف پزیره دی او د خپلې ادارې رهبرۍ په کارونو کې هیڅ ډول جدیت نه لري نو ځکه خو یې د زمري ۲۸ مې جشن په بیلابیلو بهانو رامحدود کړ او اوس یې شوم مقصد دا دی چې دغه جشن یوازې د دفاع وزارت په انګړ کې تر لنډو تشریفاتي مراسمو را محدود کړي، چې دا ډول مخرب عناصر د ملي ګټو او ملي ویاړونو دښمنان دي او همدوي د ملي ویاړونو کودتاچیان دي، چې هم د ګاونډیو او بهرنیو هیوادونو لاسپوڅي دي او د ملي ورځو پر ځای د بهرنیو خاینینو تلین نمانځي او په خپل دې عمل یې له شرمه سترګې نه ټیټیږي، بلکې د سفارتونو پیسو ته یې سترګې رډې راختلي وي او په ویاړ یې د هغوي په حضور کې داسې ولاړ وي چې په ملا کې یې نوي زاویې درجه جوړه کړي وي.
په پای کې له لالهانده سرکار څخه غواړم چې د پخواني ولسمشر سست عنصرۍ تیروتنې دې نه تکراروي او په خپل نوښت دې سږ کال د افغانستان خپلواکۍ ورځ چې د زمري اته ویشتمه ده په شانداره مراسمو ونمانځي؛ ځکه دا ورځ طالبانو د خپلې واکمنۍ پر مهال په شانداره مراسمو نمانځلې ده او ددې ورځې د جشن هیرول او رامحدودول به د خپلواکۍ لارې شهیدانو سره ستره جفا وي او راتلونکی نسل به هیڅکله دا جفا هیره نه کړي. بل دا چې ولسمشر دې د کرزي په څیر په خپلې رهبرۍ کې سست عنصره پاتې نه شي او نه دې انعطاف پزیره اووسي او ملي ګټې دې د مصلحتونو قرباني نه کړي. د څلور لارو ، واټونو ، پوهنتونونو او ښوونځیو نومونو برخه کې دې پرته له څیړنې بیړنۍ پریکړې نه کوي او نه دې هم هر چا ته مډالونه ، نښانونه او منصبونه ورکوي.