د انسان د پیدایښت سره سم د حق او باطل ترمنځ جګړه پیل شوې، په ټولنه کې ځان غوښتونکو، شرخوښوونکو تل د هر ډول ناروا څخه دریغ نه دی کړی چې خپلې شومې موخې ترلاسه کړي. د بشر په تاریخ کې ډیرې جګړې او ناورینونه پیښ شوي، خو په افغانستان کې د وحشتناکې جګړې په څیر چې ددې مظلوم ملت په وړاندې د هیڅ ډول جنایت څخه پکې صرفه ونشوه شاید ساری یې پیدا نه کړل شي. 

پدې جګړه کې مونږ د داسې یو دښمن سره مخ شوو چې ټول انساني ارزښتونه او موازین پکې تر پښو لاندې کیږي. ترورستان په عامه ځایونو کې ځانمرګي کوي، بیوزله کورنۍ خپل تنکي ماشومان پدې موخه مدرسو ته لیږي چې زوی یی یو دینداره او خیر خوښوونکی شي، علم ترلاسه کړي او ټولنې ته خدمت وکړي. خو ترورستان ناوړه ګټه ترې اخلي، د هغه مغز مینځی، انساني بم ترې جوړوي. ترټولو لومړی په دغه تنکيو ځوانانو رحم نه کوي. د یو بدنام او ناوړه مرګ په کومي کې یې ورکوي او داسې جنایت پرې سرته رسوي چې د سلګونو خلکو د شهادت او زخمی کیدو او د کورنیو د غمجن کیدو لامل کیږي. د مرګ، ظلم، وحشت، جهالت او تیارو د استازو او ددې بې رحمه دښمن د وحشت کچه تاسې لدې ځایه لیدلای شی. 

افغان ملت باید د شیطان، وحشت او جهالت دغه استازي او ډلې پدې نژدې نیمه پیړۍ جګړه کې سم پیژندلي وي. دا ځلې یوه پیړۍ وروسته د یو مبارز ځوان او ملګرو د حق او خپلواکۍ چیغه چې ۱۰۰ کاله وړاندې یې جګه کړې وه باید بدرګه کړی.

هو! د ظلم، وحشت، تعصب پالنې او د تحجر د ډلو د پردیو په خوله هغه بدې کړنې چې ډیر کله یی سړی ته یادول هم آسانه نه وي، زمونږ په یاد دي. دا ځل مونږ د رڼا ډیر وړوکی بڅرکی هم نه پریږدو چې خاموش شي. اوس د خپلواکۍ او رڼا لار روښانه ده. دا وار زمونږ لاره باید غلطه نشي. شیطاني او ابلیسانه ډلې باید راته معلومې وي. باید اجازه ورنه کړو او په هیڅ ظلم او د پردیو په زور او غوښتنه باید ونه توانیږی چې زمونږ د حق او خپلواکۍ غوښتنې وروستی څلی راونړوي.  

دلته د بادار او غلام اړیکه سل کاله وړاندې یو ځوان پاچا نوره ختمه اعلان کړې وه. مونږ تعلیم او خپلواکي غواړو. دا هیواد زمونږ ټولو ملکیت دی. مونږ د منافقت، فساد او تحجر پیش آهنګان نلرو چې مونږ ته تور او سپین رسم کړي. د دې وطن هر وګړی خپلواک او انساني برابر حق لري. دلته هیڅوک زما پیشوا نه دي، دلته زه خپله پیشوا یم، د خپلواکۍ، ترقي او پراختیا لار راته روښانه ده. مونږ د یو روښانه راتلونکې په لوري په قوت ځو، د دې وطن خیر خواهان او بد غوښتونکي مو پیژندلي دي.

دلته اوس د بحران او ظلمت عناصر معلوم دي. د پردیو د لاس آلې چې په ټول قوت د وطن غرقیدو لپاره دا څو لسیزې په حرکت کې وي باید پڅې کړل شي. اوس د خپلواکۍ لاره ډیره پراخه او ډیره رڼا ده. نوی نسل شمع په لاس په دې لار روان دی. زمونږ د خپلواکۍ ټول آثار بیارغیدلي دي. مونږ د آزادۍ او پراختیا هر څلي ته په زړه کې ځای ورکړی او د خپلواکۍ او حریت هر اثر او څلی مو په زړه کې  نقش دی. په خپل وطن مین یو او د بشپړې فردي خپلواکۍ ټولو ارزښتونو ته ژمن یو. راځئ د خپلواکۍ دا څلی محکم وساتئ.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *