تاند، چهار شنبه، د اسد ۲۳مه: د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ د پوهنې د ملي ترانو درې ورځنۍ سیالي د سلو زده کوونکو په غوراوي او پر ۸۰۰ زده کوونکو د مډالونو په ویشلو پای ته ورسېده.

د دې جشن د پای مراسمو کې د پوهنې وزارت د نصاب د ودې مرستیال مرجان متین، د شاه امان الله خان لور شهزادګۍ هندیا، د چارو د ادارې مشر وحید قتالي، امنیتي معین خوشال سادات او د نوښتونو په برخه کې د ولسمشر سلاکار سمیع حامد ګډون کړی و چې د هېواد نوموتي سندرغاړي وحید قاسمي او سیتا قاسمي هم ورته راغلي وو.

مرجان متین غونډې ته په وینا کې له هغو کورنیو مننه وکړه چې خپل ۸۰۰ ماشومان یې له دې فرصت څخه محروم نه کړل.

سمیع حامد وویل، دا جشن یې د زده کوونکو او قومونو تر منځ د فرهنګي اړیکو د پیدا کولو او پیاوړتیا په خاطر نیولی و.

خوشال سادات بیا دغه جشن ته راغلي ماشومان اتلان وبلل او شهزادګۍ هندیا د هېواد له ګوټ ګوټ څخه د خپلواکۍ د سلمې کلیزې نمانځنې ته د ۸۰۰ زده کوونکو راټولېدل هیله بخښونکی کار وباله.

د نجونو او هلکانو ۸۰۰ زده کوونکو تر منځ د ۳۳ ولایتونو په کچه ۷۰ د ترانې ټیمونه جوړ شوي وو چې درې ورځې يې د خپلواکۍ د کلیزې لپاره د ترانو د ویلو سیالي وکړه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *