په کندز کې د خپلواکۍ سلمې کليزې په وياړ د پردېس کلتوري او ادبي ټولنې په نوښت د دوو کتابونو د مخکتنې غونډه

راپور: محمد عزیز پردېس

پرون چهارشنبه ماسپښين د روان کال د زمري ۱۶مه د شمال ختيځ زون د وتلي شاعر او ليکوال عرفات پردېس د دوو تازه چاپ شويو (له حرمه تر حرمه) او (سردار داوود او ملاقُلي ) ټولګو د مخکتنې غونډه د کندز ولايت پوهنې رياست د غونډو په تالار کې د لسهاوو کسانو په ګډون ترسره شوه.
ياده غونډه کې د کندز ولايت د مختلفو ادارو روئساو، استازو، شاعرانو، ليکوالانو، د پوهنتونونو استادانو، د ادب او فرهنګ مينه والو، د مختلفو بنسټونو استازو او ځوانانو ګډون درلود.

غونډه د الله تعالی د سپېڅلي کلام د څو آيتونو د تلاوتولو او د هېودا ملي غرور (ملي سرود) په غږولو سره د استاد سيدالرحمن سالار او صدام اتل په وياندويۍ پيل شوه.

د غونډې د پيل وينا لپاره د پردېس ټولنې رئيس محمد اسلم رشيدي دريځ ته راوغوښتل شو، رشيدي ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د پردېس ټولنې په فعاليتونو رڼايي واچوله او له ټولو هغو ادارو، بنسټونو او فرهنګپالو څخه يې مننه وکړه، چې د دې غونډې په برابرولو کې يې هراړخيزې همکارۍ کړې وې.


ياده غونډه په دوو برخو وېشل شوې وه. لومړۍ برخه د يادو کتابونو پر سر د کندز پوهنتون او سلام پوهنتون او يو شمېر نورو استادانو لخوا ځانګړو ليکل شويو څېړنيزو مقالو ته ځانګړې شوې وه چې يادو کسانو په ترتيب سره د کتابونو په هکله خپلې هر اخيزې مقالې ګډونوالو ته وړاندې کړې: د کندز پوهنتون د پښتو څانګې آمر او استاد، پوهنمل عبدالمجيد پردېس، د کندز پوهنتون ځوان استاد، پوهنيار زاهدالله کريمزی، د سلام پوهنتون د شرعياتو پوهنځي استاد او د کندز ولايت مقام د ظرفيت لوړونې آمر ښاغلي عبدالبصير وهاج.

دويمه برخه د مختلفو دولتي او غير دولتي ادارو او بنسټونو ويناوالو ته ځانګړې شوې وه، چې لاندې کسانو په ترتيب سره خپلې ويناوې ګډونوالو ته واورولې:

د کندز ولايت مقام وياند، ښاغلي عصمت الله مرادي، د کندز د اطلاعاتو او کلتور رئيس ښاغلي فدا محمد ارزښت، د کندز د پوهنې رئيس ښاغلي نجيب الله ثاقب، د ضايي فرهنګي خونې رئيس ښاغلي حاجي ضياالحق ضيايي، په کندز کې د ځوان غبرګون رئيس ښاغلي نعمت الله تيموري، د پسرلي کلتوري او ادبي ټولې غړي او د کندز مخور سپین ږيري ښاغلي غلام حیدر حيدر او همدارنګه د شاعرانو په استازيتوب استاد سيد نعيم عسکر او ښاغلي استاد حبيب الله فياض خپل په ښکلو شعرونو غونډې ته لا ښکلا ورکړه.

د غونډې په پای کې پردېس ټولنې رئيس لخوا ياد کتابونه د غوندې ځينو ګډونوالو ته ډالۍ شول او غونډه د پردېس ټولنې پخواني رئيس او د احمد شاه بابا انستيتيوت مسوول ښاغلي انجينير جان محمد بلوچ په وروستۍ وينا او دعايې سره پای ته ورسېده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *