درنو هېوادوالو!

افغان ملي غورځنګ د خپلو تاريخي وياړونو، تاريخي اتلانو او تاريخي ورځو د نمانځنې په لړ کې غواړي سږکال د خپلواکۍ ۹۴ يمه کاليزه د اعليحضرت غازي نادرخان د تپې پرسر په ډېرو شاندارو مراسمو ونمانځي. د خپلواکۍ کاليزې د نمانځنې اصلي موخه د اتل ولس د تاريخي کارنامو د ياد له تازه کولو سره په افغان ولس کې د خپلواکۍ د روحيې پياوړي کول او بشپړې او رښتينې خپلواکۍ ته د رسېدو په لار کې د پياوړي هوډ رامنځته کول دي. موږ له خپلو ټولو درنو او ننګياليو هېوادوالو څخه غوښتنه  کوو، چې د دغه تاريخي وياړ په نمانځنه کې له موږ سره فعاله او پراخه ونډه واخلئ. ستاسو پراخ ګډون به له ملي ارزښتونو او وياړونو څخه د ننګې په مانا وي.

په نمانځغونډه کې د خپلواکۍ په اړه تاريخي او علمي ويناوې، مشاعره، ملي ترانې، اتڼونه او لوبې په  پام کې نيول شوې دي. د غونډې تر پيل د مخه به په همدې ورځ د ملي غورځنګ کاروانونه د کابل ښار په واټونوکې له ملي ترانو سره اتڼونه او مارشونه  هم ترسره کړي.

وخت: دوشنبه، د زمري ۲۸، د مازيګر ۴ بجې

ځای: د اعليحضرت نادرخان  تپه

اړيکې: [email protected]

0700015699, 0794090924, 0700643648, 0787267267

د خپلواک، سوکاله او سرلوړي افغانستان  په هيله!

افغان ملي غورځنګ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *