تاند- لسو ښځو ته د زړورتیا او د ښځو د حقونو لپاره د مبارزې په خاطر د افغانستان د دولت له لوري د ملالۍ لوړ نښانونه ورکړای شول.

د افغانستان د خپلواکۍ د ۹۶ کالیزې په ویاړ د ښځو د چارو وزیرې دلبر نظري د ولسمشر محمد اشرف غني له لوري دغو لسو ښځو ته د ملالۍ نښانونه ورکړل: ثریا پیکان، فتانه ګیلاني، حسینه صافۍ، لیا جواد، فوزیه حبیبي، شکیلا ابراهیم خېل، شریفه عظیمي، انیسه عمراني، محبوبه جمشیدي او ذکیه رضايي.

وروستۍ درې د ننګرهار، هرات او دایکنډي د ښځو د چارو ريیسانو دي.

اغلې پرلیکا د نښان له ترلاسه کولو وروسته وویل:«دا میډال چې ما ترلاسه کړ، د ملالۍ نښان دی چې د افغانستان تر ټولو مشهوره اتله ده. زه ویاړم چې دا نښان مې وګاټه.»

ملالۍ د دوهم انګلیس – افغان جنګ په مهال د ۱۸۸۰ م کال د جولای په اووه ویشتمه په میوند کې افغان ازادي غوښتونکو ته انګېزه او روحیه ورکړه چې په نتیجه کې یې انګرېز پوځ ماته وخوړه.

One thought on “د خپلواکۍ د ۹۶ کالیزې په ویاړ ۱۰ ښځو فعالانو ته د ملالۍ نښانونه ورکړای شول”
  1. ملالۍ خو د دوهم انګلیس – افغان جنګ په مهال د ۱۸۸۰ م کال د جولای په اووه ویشتمه په میوند کې افغان ازادي غوښتونکو ته انګېزه او روحیه ورکړه چې په نتیجه کې یې انګرېز پوځ ماته وخوړه.،تاسو څه توره کړې۰
    روس ته مولاسونه وپړکول،چیچني پنجاپي او ایراني ته مونازاونخرې وکړې ،انګریزڅه چې دناټوعسکروته مورائې ورکړې ،په هیواد کې مو دنفرت تخم وپا شه ۰۰۰،لنډه دا چې تاسو یوازې دکابل ښځې نه ،دټول افغانستان ښځوته څه کړي؟؟؟؟۰
    ښکاره ده !!! چــې هــیــڅ۰
    په افغانستان کې دننه داسې سرلوړې اوننګي ښځې شته چې تاسې ئې دپله خاورو ته هُم نه رسیږئ۰
    درښــتــیــانــیــومـــلالــواوســرلــوړي ،خــپــلــواک افـغــانــســتــان پـه هــیــلــه۰

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *