تاند، سه شنبه، د اسد ۲۹مه: د خپلواکۍ سلمه کلیزې ته که څه هم بې ساري تدابیر نیول شوي وو، خو د کابل د شپږمې ناحیې پر واده له برید وروسته دا وار د اسد ۲۸مه نسبتا د غم او خاموشۍ په فضا کې ونمانځل شوه.
پرون په دغه ورځ کابل کې کلک تدابیر نیول شوي وو، ولسمشر هم خپله غمجنه وینا وکړه او په کابل کې د امریکا او اروپا د سفیرانو په شمول د نړۍ د ګڼو هېوادونو استازو افغانانو ته د دغې ورځې مبارکي وویله.
دولتي چارواکي وايي، که دا برید نه وای شوی نو د هېواد په اووه زونونو کې په دولتي کچه د خپلواکۍ د سلمې کلیزې نمانځنې او جشنونو ته پراخې تابیاوې نیول شوې وې.
لوګر، کندهار، ننګرهار، هرات، بلخ، بامیان او هلمند هغه ولایتونه وو، چې د چارواکو په وینا دوی خاص مراسم په کې پلان کړي وو.
د جشن د نمانځنې لپاره پوهنې وزارت، حج و اوقافو وزارت، اطلاعاتو او فرهنګ وزارت، د بهرنیو چارو وزارت، د سیمه ییزو ارګانونو ادارې او ملي ټلویزیون ته ۱۳۰ میلیونه افغانۍ تر اوسه ورکړل شوې وې.
دغه راز د کرنیزو او صنعتي نندارتونو تر څنګ د سلو فلمونو د نندارې فسټیوال هم چمتو شوی و، چې ټولو پروګرامونو ته ۳۸۴ میلیونه افغانۍ په نظر کې نیول شوې وې.
خو د یکشنبې د شپې برید چې په کابل کې یې ۶۳ هېوادوال ووژل او ۱۸۳ نور یې ټپیان کړل، د دې لامل شو چې حکومت هر څه وځنډول او د ارګ ویاند صدیق صدیقي پر خپله ټویټر پاڼه ولیکل چې ان د دارالامان ماڼۍ د پرانیستې مراسم هم ځنډول شوي دي.
خو په ولسي کچه بیا هم زابل، هرات، ننګرهار، غزني، لغمان، کونړ، بلخ او هلمند کې د خپلواکۍ د ورځې پراخه نمانځنه وشوه.
ننګرهار کې بیا چاودنو نږدې ۷۰ نه زیات کسان ټپيان کړل او په لغمان کې هم د خپلواکۍ د جشن په مراسمو راکټي برید ۶ کسان ټپیان کړل.
خو له هېواده بهر بیا د خپلواکۍ دورځې نمانځنې ته پراخ تدابیر نیول شوي وو، د ترکیې د حکومت لخوا د استانبول مشهور پول، د ازبکستان او عربي اماراتو لخوا د خلیفه برج څراغونه د افغانستان په بیرغ ښکلي شوي وو.
دغه راز په امریکا، اروپا او نورو ګڼو هېوادونو کې هم د خپلواکۍ د سلمې کلیزې جشن په ولسي جذبه نمانځل شوی دی.