تاند، دوشنبه، د اسد ۲۱مه: په کابل کې یو خصوصي بلاسم روغتون غواړي، د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ یو کېلو متر د افغانستان بیرغ جوړ کړي.
د بلاسم روغتون سرطبیب بهار احمد عمري وايي، دې بیرغ لپاره یې درې زره متره ټوټه اخیستې ده او له یوې میاشتې راهیسې پرې څلور خیاطان په کار بوخت دي تر څو د خپلواکۍ د ورځې تر رارسېدو یې تیار کړي.
د عمري په خبره، د افغانستان تر ټولو اوږد یو کېلو متر بیرغ جوړولو باندې یې تر دې دمه لس زره ډالر لګښت راغلی چې لاس بندونه به هم ورپورې ونښلول شي تر څو یې دارالامان ماڼۍ پورې د لېږدولو په چاره کې خلکو ته اسانتیا موجوده وي.
عمري وايي، دا به د افغانستان د خپلواکۍ ورځې نمانځنې لپاره د جوړو شویو بیرغونو له منځه تر ټولو لوی بیرغ وي چې یو کېلو متر اوږدوالی او درې متره سور به ولري: (( دا بیرغ په ټوله کې ۳۵۰۰ متر مربع کېږي او د اسد د میاشتې په ۲۸مه نېټه به د پنځه سوه کسانو لخوا ولېږدول شي.))
نوموړی د بیرغ د لېږدونې دمراسمو په تړاو وایي، دغې کار لپاره یې هم خاص تدابیر نیولي دي: (( د بیرغ له لیږدوونکو څخه وړاندې به څلور موټر سایکلونه روان وي، بیا به ورپسې څلور اسونه ځغلي او بیا به پنځه سوه کسان دا بیرغ لېږدوي، تر دارالامان ماڼۍ پورې.))
دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې په افغانستان کې تر ټولو دنګ او لوی بیرغ د وزیراکبر خان په غونډۍ د هند لخوا افغانستان ته د ډالۍ په توګه درول شوی و.
دا بیرغ هر کال تازه کېږي چې د کابل له ډېرو سیمو څخه ښکاري.