تاند: د افغانستان د موسیقۍ انسټیټوټ د خپلواکۍ سلمې کلیزې ته جوړې کړې څلور حماسي  سندرې  ریلیز کړې.

 د افغانستان د موسیقۍ انسټیټوټ رئیس احمد سرمست وايي، دا سندرې د سمفوني ملي ارکستر لخوا کمپوز او جوړه شوې چې د سولې، یووالی او خپلواکۍ پيغام په موسیقۍ کې لیږدوي.

احمد سرمست وايي، د دې سندرو کمپوز ډاکټر ناشناس، محسور جمال، قمبر نوشاد او ارسن فهیم جوړ کړی  او شاعري یې د سلیمان لایق، عبدالغفور لېوال او سمیع حامد له کلامونو څخه انتخاب شوې ده.

 د یادونې ده چې د موسیقۍ ملي انسټیټوټ په ۲۰۱۸ کال کې د موسیقۍ د نوبل جایزې ګټونکی شو.

دغه انسټیوټ تر دې دمه د سلګونه ځوانانو او نجونو په روزنه کې خپله خواري کړې ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *