وروسته له دې چې غازي امان الله خان په ۱۹۱۹ زیږدیز کال کې د افغانستان پادشاه په توګه اعلان شو، د افغانستان خپلواکي یې د خپلو برنامو په سر کې کښېښوده او ولس ور سره په ډېرې میړانې د هېواد د خپلواکۍ لپاره ورکو.
غازي امان خان په داسې مهال کې واکې خپل لاس کې ونیوه چې په آسیا کې سیاسي او ایدیولوژیکي بدلونونه واکمن شوي ول، د آزادۍ غوښتنې او مشروطه غوښتنې خوځښتونه په ډیری آسیایي هېوادونو لکه د عثماني امپراتورۍ (اوسنۍ ترکیه) او نورو ځایونو کې ځای نیولی وه چې د هغوی یواځینۍ موخه د حکومت له مطلقه وضعیت څخه مشروطه حکومت ته تلل ول او د یوه مشروطه نظام غوښتوونکي ول.
تحولات فکری در سطح منطقه بالای افکار و اندیشه شهروندان افغانستان نیز تاثیر گذاشته بود. جوانان افغان از طریق نشریه سراج الاخبار سیاسی شده بودند و آنان نیز خواهان مشروطه خواهی و همچنان استقلال کامل افغانستان بودند.
امان الله خان یکی از شاهان مشروطه خواه و آزادی طلب افغانستان بود. او از اغاز سلطنت موضوع استقلال افغانستان را در صدر برنامه های کاری اش قرار داد. امان الله خان زمانیکه در ۳ مارچ ۱۹۱۹ تاج شاهی را به سر میکرد، چنین اعلام نمود:
امان الله خان د افغانستان یو له مشروطه غوښتوونکو او آزادۍ غوښتوونکو شاهانو څخه وه. نوموړي د خپل واکمنۍ له پیله د افغانستان د خپلواکۍ خبره د خپلو برنامو په سر کې کښېښوده، غازي امان الله خان په کال ۱۹۱۹ زېږدیز او د مارچ په ۳ نیټه یې د شاهۍ تاچ پر سر کښېښوده، داسې یې اعلان وکړ:
” په هغه شرط د تخت تاج پر سر کېږدم چې تاسو زما له افکارو او آندونو سره موافق وسئ او مرسته وکړئ. د افغانستان حکومت دې د کورني او بهرني سیستم له مخې په بشپړه توګه خپلواک وي”
ګرانو هېواد والو!
لکه څرنګه چې تاریخ ثابته کړئ ده او تاسو ته جوته ده، افغانانو د وخت له ستر امپراتور (بریتانیا) څخه چې په هغه مهال کې داسې یوه امپراتوري درلوده چې لمر یې په سیاسي جغرافي نه ډوبیده، خو په هغه وخت کې چې دغه ښکیلاک د باتورانو په خاوره (افغانستان) باندې یې یرغل وکړ د افغانانو سترې خونړۍ مقابلې سره مخامخ او په پای کې په ګونډو شول.
تاریخ ته په کتو سره، افغان ولس د دښمن او ظالمانو په وړاندې یې تل میړانه او زړه ورتیا ښودلې ده، په دې خاورې کې د انګریز درې ځله ماته، د سره پوځ ماته او آن د اوسنیو نیواک ګرو ماته د افغانانو د اتلولۍ ګواه ده، که څه هم اوس زمونږ په هېواد کې بهرنیان شتون لري او د خپلواۍ ورځ په داسې حال کې لمانځ کیږي چې ولس تل مبارزه کړې خو څو جاسوسو او خاوره پلورونکو د دوی سپیڅلی آزادي غوښتونه هدف له خاورو سره خاورې کړی دی چې ښه مثال یې د ولسمشریزو ټاکنو د پایلو نه منل دي.
په تیرو ټاکنو کې افغان ولس په افغانستان کې د تلپاتې سولې او خپلواکۍ لپاره رښتېنې سیاسی مبارزه وکړه، له ځانه یې میړانه وښودله، سر ښیندنه یې ورکړه د خپل د بدن د غړو په ورکولو سره یې قرباني ورکړه خو په خواشینۍ سره چې د دې بیوزله او ټوټې ټوټې ولس ځینو بې غیرتو مشرانو بیا هم د دوی ارادې ته ارزښت ورنکړ بیا یې هم په بې شرمانه توګه هماغو نېواک ګرو او ظالمو بادارانو باندې غږ وکړ چې مونږ د ملت اراده نه خو یواځې واک ته رسیدل غواړو او دوی یواځې د معاملو په تمه دي.
که چیرته د دې خاورې زرین تاریخ ته وګورو هر کله چې دلته د سر سړی پیدا شوی دی نو یا د کورنیو او یا هم د بهرنیو دښمنانو له لوري پرې یو بد نوم تپل شوی تر څو هغه د خپلو شومو موخو او توطیو ښکار کړي چې ښه مثال یې په تیر کې وزیر محمد اکبر خان دی او اوس خو تاسو ګران هېوادوال په خپله ښه پوهیږئ.
د افغانستان او افغانانو د رښتېنې خپلواکۍ په هیله.