د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت د هېواد دخپلواکۍ ۹۵یمه کلیزه له مدني او قومي ټولنو سره يو ځای په شاندارو مراسمو سره ولمانځله.
نن سه شنبه د زمري ۲۸ د هېواد د خپلواکۍ د ورځې له امله د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت په انګړ کې پراخ مراسم جوړ شوي وو، چې د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر ډاکټر محمد اکرم خپلواک، د وزارت معینانو، سلاکارانو، رئیسانو ،یو شمېر نورو لوړپوړو دولتي چارواکو، د ملي شورا غړو، سیاستوالو، ملي، علمي،او ادبي شخصیتونو،د مدني ټولنو او قومي شوراګانو استازو، قومي مشرانو، شاعرانو او لیکوالانو ګډون پکې کړی ؤ.
په غونډه کې د قرانکریم د څو مبارکو ایتونو تر تلاوت وروسته د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر ډاکټر محمد اکرم خپلواک پرانستونکې خبرې وکړې او د هېواد د خپلواکۍ د ۹۵مې کلیزې په مناسبت يې په غونډه کې ټولو ناستو کسانو،ټولو هېوادوالو، د ازادې د لارې د شهیدانو کورنیواو هغو پر وطن مینو سرتېرو ته چې ددې هېواد د خپلواکۍ او دفاع په لار کې سرونه سپرکړي دي مبارکي وویله .
ښاغلي خپلواک په خپله وینا کې افغان خاوره د اتلانو د خاورې په نوم یاده کړه او ويې ویل،چې دا هغه خاوره ده، چې په دې کره کې ټولې امپراتورۍ ددې هېواد بچيانو له منځه وړي دي. دا هغه با تور ولس دی،چې د چا غلامي نه مني. ده وویل شرایط به سخت وي، ستونزې به شتون ولري، خو د ستونزو په ګاللواو زغملو سره به بیا هم چا ته سر ټیټ نه کړو. او په دې ویاړم چې ددې هېواد بچی یم او افغان یم .
دده په وینا، چې خپلواک او ازاد فکر کولای شي چې ټولنه خپلواکۍ ته وهڅوي. د خپلواکۍ اتل امان الله خان غازي داسې یو شخصیت وو،چې دا فکر يې وزیږاوه. او فکري اتل محمود طرزی وو، چې د خپلواکۍ د فکري روحیې د را ژوندې کولو لپاره يې هڅې وکړې. او کله چې امان الله خان هوډ وکړ، نو د خپلواکۍ خوب يې د خپلو ولسونو په ځواک په حقیقت بدل کړ. موږ په دې ویاړو چې دداسې پلرونو او نیکونو اولاد یو.
ښاغلي خپلواک وویل، چې اوس هم زموږ دښمنانو په یوه بله دسیسه لاس پورې کړی دی او هڅه کوي، چې زموږ څخه فکري ازادي واخلي او داسې افکار دود کړي، چې زموږ څخه افغانیت او اسلامیت واخلي. دوی غواړي موږ د بد مرغیو خوا ته یوسي، خو دا ملت یو ملي فکر ته اړتیا لري او داسې یو چا ته اړتیا لري، چې ملي فکر ولري تر څو موږ فکري، کلتوري او فرهنګي ازادي ولرو. د اندښینې وړ ده، چې دوی غواړي زموږ ملي ارزښتونواو ملي فکر له منځه یوسي او بېلا بېل کلتورونه رامنځ ته کړي، خو نا خبره له دې، چې دا ملت دومره لوی کلتور او ارزښت لري ، چې د دنیا په هیڅ کلتور کې دومره سر لوړي ارزښتونو نه شته .
همداراز ښاغلي خپلواک د خپلو خبرو په ترڅ کې یو ځل بیا ږغ وکړ، چې دا ژوندی ملت دی، ژوندی هویت لري، موږ ته په کار ده چې په دې ساسو شرایطو کې پر ملي مسایلو فکر وکړو. موږ باید په ولسواکۍ، دیموکراسۍ او ښې راتلونکې باور ولرو. او په دې هم باور ولرو، چې د یوه سوله ییز افغانستان او واقعي دیموکراسۍ او ولسواکۍ پر لور به ځو، د وسلوالو مخالفینو سره به هم د سولې خبرې وشي او د شته ستونزو څخه به د یووالي په لور ولاړ شو.
وروسته په غونډه کې په وار سره اکاډمیسین سلیمان لایق، عبدلغفور لیوال، استاد نذیراحمد فرهنګ، محمد ابراهیم شینواری، سایره شریف، ډاکټر فیض محمد ځلاند، میرمن تاجور کاکړ، ډاکټر عبدالرحیم پښتونیار او استاد محمد اسماعیل یون د خپلواکۍ د ارزښتونو او ښیګڼو په اړه هر اړخېزې ویناوې واورولې او دخپلواکۍ د ورځې د لمانځنې له امله يې د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت له ځوان وزیر ډاکټر محمد اکرم خپلواک څخه مننه وکړه،چې داسې ملي ورځې په شاندارو مراسمو سره لمانځي .
ورپسې د هېواد پیاوړو شاعرانو د یوې ښکلې مشاعرې په ترڅ کې د خپلواکۍ نیالګي د شعر په ژبه خړوب کړه او د خپلواکۍ د روحیې د ژوندي ساتلو هېله يې په خپلو خوږو، ملي، وطني او حماسي شعرونو کې څرګنده کړه.
لمانځغونډه د ملي سندر غاړوعبدالله مقري، حیات ګردیزي او ګل زمان استاد له خوا په ملي ، وطني ، حماسي سندرو اود ملي اتڼ په ترسره کولو سره پای ته ور سیده .