تاند: افغان چارواکي وايي، د خپلواکۍ د سلمې کلیزې رارسېدو په ویاړ به د دارالامان په شمول د اماني دورې ګڼې ودانۍ بېرته په پښو ودرول شي.
په دې لړ کې د دارالامان ماڼۍ د پروژې مسوول انجینر جاوید حماد وايي، دا مهال له زرو زیات کارګران پر ودانۍ درې شفټه کار کوي چې شپه و ورځ کار په نتیجه کې یې ۹۰ سلنه د ودانۍ د رغولو کارونه تکمیل شوي او د اسد د میاشتې تر ۲۸مې به دا هم بشپړ شي.
دارالامان مانۍ ۱۵۵ خونې او درې پوړونه لرې چې څو کاله وړاندې پرې د ولسمشر اشرف غني په امر د رغونې کار پیل شو.
حکومت وايي، دا وداني که بشپړه شي نو په ملي موزیم به یې بدله کړي او یوه برخه به یې بهرنیو میلمنو لپاره ځانګړې شي.
د ارګ د عملیاتي برخې ریاست مسوولان وايي، دا اوس د پغمان په قصرونو، تاج بیک ماڼۍ، جلال اباد شاهي ماڼۍ، پلخشتي جومات، د داوود خان مقبره، دارالامان ماڼۍ، جلال اباد کې د امیر شهید بڼ سراج العمارت او د امان الله خان په مزار کارونه چټک روان دي او د خپلواکۍ د ورځې تر رارسېدو به یې ټول کارونه خلاص شي.
د دارالامان ماڼۍ تاریخي سیر:
د ۸۰ لسیزې کورنیو جګړو پرمهال دارالامان ماڼۍ ته ډېر زیان واوښت او په پای کې په کنډواله بدله شوه.
د دارالامان ماڼۍ د ۱۳۰۴ – ۱۳۰۶ لمریزو کلونو کې د پخواني پاچا امان الله خان پر مهال د جرمني انجنیرانو تر نظر لاندې جوړه شوه. کله چې دا ماڼۍ جوړه وه، ۱۵۰ کوچنۍ او لویې کوټې یې لرلې.
امان الله خان دا ماڼۍ د خپل دولت د کارونې لپاره په خپل نوم جوړه کړې وه، خو تر دوو کلونو د کمې مودې لپاره یې ترې ګټه پورته کړه او پادشاهي یې ړنګه شوه.
په ۷۰ مه لسیزه کې د افغانستان دفاع وزارت له دې ماڼۍ ګټه اخسته. د ډاکټر نجیب الله د دولت پرضد د پخواني دفاع وزیر جنرال شاهنواز تڼي په مشرۍ د ۱۳۶۸ کال د دلوې/ سلواغې ۱۶ کودتا کې دا سیمه بمبار شوه او یوه برخه یې له منځه لاړه.
د ۸۰ لسیزې کورنیو جګړو پرمهال دارالامان ماڼۍ ته ډېر زیان واوښت او په پای کې په کنډواله بدله شوه او په تېرو دوو لسیزو کې ترې هېڅ ګټه نه ده پورته شوې.
د افغانستان ملي یووالي حکومت کابینې د کب میاشتې ۱۹مې په ناسته کې تصویب کړه چې د کابل ښار په لویدیځ کې د دارلامان ماڼۍ د نژدې ۱۶ میلیونه امریکایي ډالرو په لګښت ورغول شي.
د افغانستان ولسمشر د اطلاعاتو او فرهنګ او ښارجوړونې وزارتونو او د ولسمشرۍ ادارې ته امر کړی و چې د فرهنګي او تاریخي میراثونو د ساتنې، د سیلانیانو د جذبولو او د اماني دورې د معمارۍ را ژوندي کولو په هدف دغه ماڼۍ د پنځو کلونو په موده کې ورغول شي.
ښاغلي غني په وار وار ویلي، باید ډېرې دولتي ادارې د دارلامان سیمې ته ولېږدول شي او په دې سیمه کې د دارالامان په ګډون ماڼۍ ورغول شي ترڅو د افغانستان د پخواني پاچا امان الله خان (۱۹۱۹- ۱۹۲۹) مفکوره په حقیقت واوړي.