د افغانستان  نوين څېړنيز مرکز پرله پسې تحقيقي غونډه
 
 د روان کال د کب میاشتې په ۱۹مه نېټه خپله تحقيقي غونډه وکړه، چې د ننۍ تحقيقي غونډې موضوع خپلواک بلوچستان ته ځانګړې شوې وه.
غونډه چې د افغانستان نوين څېړنيز مرکز کې جوړه شوې وه، چې  پيل يې د سپڅلي کلام په مبارکو ايتونو سره وشو، د ياد څېړنيز مرکز ريس ډاکتر عبدالله هيواد راغلو مېلمنو ته ښه راغلاست وويل.
ورپسې د نوين افغانستان څېړنيز مرکز  ريسرچ کوونکې اغلې مرجان  د بلوچستان په اړه راټول کړي مالومات د غونډې له برخه والو سره شريک کړل.
اغلې مرجان د خپلو خبرو په پيل کې وويل« بلوچستان د بلوڅ وګړو د نیکونو وطن دی، خو دوی نن په خپله خاوره واک نه لري. د نولسمې او شلمې پيړۍ امپریالیستي (ولکه ایزې)  جګړې هغه ستونزمنې ځنځیره یي پيښې وي چې د بلوچستان د پرمختګ مخه یې ډب او بلوڅ وګړي یې د خپل برخلیک ټاکلو څخه بي برخي کړي دي.
 په 1666 میلادي کال کې د بلوڅو تر واک لاندې سیمو یوالی وکړ او د یوه ملي یووالي دولت بنسټ یې کېښود چې دا د بلوچستان په تاریخ کې د عطف ټکی دی. د ملي یووالي ترڅنګ، بلوڅ ملت له ګاونډیو او نورو هېوادونو سره خپلې دوه اړخیزې سیاسي اړیکې جوړې کړي.
په اتلسم میلادي پیړۍ کې د بلوچستان تاریخي، سیاسي او جغرافیایي پولې  د هغه مهال د بلوڅو سیاسي رهبر او واکمن، میر نصیر خان بلوڅ ( 1749-1794 میلادي ) چې په نوري نصیر خان مشهور وو، وټاکل شول.
د 1839 میلادي کال د نوامبر په 13 نېټه د برېتانیا امپراطور خپلواک بلوچستان اشغال کړ او د بریتانیا د استعماري سیاست  په پایله کې چې په (  لومړی یې بیل کړئ او بیایي اېل کړئ) یا ( لومړی یې بېل او بیا پرې حکومت وکړئ ) اصل ولاړه وو، د بلوچستانو خاوره دری برخي شوه. په 1871 میلادي کال کې د بلوچستان غربي برخه د ګلد اسمید نومي سرحدي کرښې په اساس دودمان قاجار ته وسپارل شوه. په 1893 میلادي کال کي د بلوچستان شمالي برخه د یوې بلې ډیورنډ نومې کرښې په اساس افغانستان ته ورکړه شوه. دا ټولې کرښې د بلوڅ ملت د پرمختګ ، ګټو او غوښتنو خلاف وې.
د قاجاري کورنۍ په واسطه د بلوچستان غربي برخې اشغال تر ډېره دوام ونه موند او د شلمې پیړۍ په لومړۍ لسیزه کې یې خپله واکمني له لاسه ورکړه. په 1916 میلادي کال کې ، برېتانیا د بلوڅو سیاسي رهبران د لویدیځ  بلوچستان د واکمنانو په توګه په رسمیت وپیژندل. خو  لویدیځ بلوچستان بیا په 1928 م کال چې له 1307 لمریز کال سره سمون لري د رضاخان په مشرۍ د ایراني ځواکونو لاس ته ولوید.
بلوڅ ملت د خپلواک بلوچستان لپاره هیڅکله هم له خپلو هڅو او مبارزو لاس نه دی اخیستی. د 1920 میلادي په لومړۍ لسیزه کي د بریتانیا څخه د خپلواکي د ترلاسه کولو په موخه ملي سیستماتیکه مبارزه پیل شوه. د همدې نه ستړیدونکي مبارزو په دوام  په کال 1947 میلادي د سیمې څخه د بریتانیا په وتلو ، بلوچستان بیا خپلواکي ترلاسه کړه.»
نوموړې  د خپل پريزينټېشن په يوه برخه کې وويل« د بلوچستان خپلواکي په نوي ډیلي کې اعلان او راپور یې په 1947 میلادي کال د جون په 12 نیټه نیویارک ټایمز ورځپاڼه کې خپور شو. د بلوچستان د عوامو شورا د 1947 میلادی کال د 12-15 ډیسمبر ناسته کې د رایو په اتفاق ، د خپلواک بلوچستان بیانیه تصویب کړه. همدارنګه د بلوچستان د اعیان مجلس په 1948 میلادي کال د 2-4 فبروری میاشت کې د عوام مجلس مصوبه تایید کړه.
د پآکستان اسلامي دولت په 1947 کال د اګست په 14 رامنځته شو. یاد دولت له پیله وښووله چې د بلوچستان واکمني ته یو واقعي ګواښ دی او د پاکستان د بنسټ په ټینګیدو سره دې ګواښ عملي بڼه خپله کړه. د پاکستان د جوړېدو اته میاشتې لا پوره نه وي چې په 1948 کال د مارج په 27 نیټه خپلواک بلوچستان په قهرآمیز ډول د پاکستان د فوځ تر ولکې لاندې راغی.
   دوی په ټولیزه توګه څه ناڅه دا احساسوي چې قهرآمیزه اشغال او سرکوبي، خپله شته او ملت یې ګواښوي. بلوڅ وګړي په دې پوهیږي که د خپلې خاوري  اوسني اشغال په وړاندې ونه دریږي، ورو ورو به له ټولنې ګوښه او شړل کیږي او خپل نیکونو وطن کې به ورته د اقلیت په سترګه کتل کیږي.»
په وروستيو کې راغلو مېلمنو د بلوچستان د خپلواکۍ په اړوند خپل نظرونه څرګند کړل او زياته يې کړه، چې د نوين افغانستان څېړنې او څېړنيزې غونډې به د ځوان کهول سره زیاته مرسته وکړای شي او همدارنګه دولت ته په کار ده، چې د دغه ډول تحقيقي مرکزونو سره نژدې شي او د هغوی د مشورو په نظر کې نيولو سره باید خپلې چارې پر مخ يوسي.
غونډه مازيګر په څلور بجې د دعايې په کولو سره پای ته ورسېده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *