دوهمه برخه –
د سر خبره
سږ کال د هیواد د خپلواکۍ ۹۶ یمه کلیزه د تیرو کلونو په پرتله ښه په ملي شور او زوږ کې ولمانځل شوه. لیکوالانو، مدني فعالانو په رسنیو کې دخپلواکۍ په راز راز اړخونو، ننګونو، غوښتنو او د ملت او دولت په مسؤلیتونو رڼا واچوله. د سږ کال لیکنې او شننې د تیر په پرتله د لوړ کیفیت لرونکې او خوندوري وې. ما د سږ کال په لیکلو او شننو کې ولیدل چې زموږ ډېری خلک اوس د خپلواک پاته کیدو لپاره سیاسي، مدني او ټولنیز لوړ شعور لري، خپل مسؤلیتونه ښه پیژني او ورته اوږه هم ورکوي.
که همداسې ښه کار ته دوام ورکړو نو لیرې به نه وي چې د هیواد ملي خپلواکي او استقلال د پوره خوندیتوب زیاته لاره به مو وهلې وي او بیا به هییڅ یو غلیم هم زموږ په خپلواکۍ تیری نشي کولای.
په دې لیکنه کې موخه داده ترڅو په همدې موضوع کې لږ نور پاته شم. په شته ستونزو، منفي انګیرنو، علتونو او حل لارو باندې یو څه خبرې له دوستانو سره شریکې کړم.
د استقلال د ګټلو د معرکې شهیدانو، غازیانو، ملي مشرانو او اتلانو ته درناوی خو زموږ فرض دی. کله چې څوک کار کوي نو د تیروتنو امکان هم شته، نو د هیواد د تاریخي پیښو د روښانتیا او ورڅخه د زده کړې لپاره اړینه ده چې تیروتنو ته هم ګوته ونیسو ترڅو ورنه زده کړه وکړو. او هم زموږ اوسني ځوان کهول ورباندې فکر وکړي، پوهان ورته مالومات ورکړي او د راتلونکو ننګونو د ځواب ویلو وړتیا ومومي.
هیله داده چې د وطن او خپلو خلکو دلوړو ګټو د په ګوته کولو لپاره به زه دلته ځینو نا ویل شوو ټکو ته اشاره وکړم خو له دوستانو سره د الله تعالی په حضور کې وعده کوم چې موخه مې د کوم خاص چا ټکول او ننګه نه ده. زه غواړم چې زما په اند ځینو حقیقتونو ته ګوته ونیسم که خدای غوښتي وي څوک ورنه ګټه واخلي.
د ځپلواکي، هوساینې او پرمختګ لپاره اړین ټولنیز شعور
غوڅ اکثریت افغانان د خپل هیواد له خپلواکۍ سره د زړه له کومي مینه او ولولې لري، خو ترډېره دا د احساساتو او ولولو لرلو ترکچې ده. زموږ ملت او دولتونه مو د تاریخ په اوږدو کې نه دي توانیدلي چې دا ولولي د ازادۍ د خوندی کولو او تلپاتې کیدو لپاره په ملت کې د مسؤلیت منلو، د سیاسي او ټولنیز شعور دلوړولو، د یوه ښه نظام، ښې حکومتولۍ، ټولنیز عدالت، پرمختګ او ثبات په رامنځته کیدو کې ورڅخه سمه ګټه پورته کړو.
موږ د خپلواکۍ د ګټلو او قربانۍ ورکولو ترڅنګ د هغې پوره اړنیې پوهې، سیاسي، کلتوري، ټولنیزې ویښتیا، او مدني شعور څښتنان لانه یو چې د خپلواکۍ او ملي استقلال په تکمیل، ساتنه، تلپاته کیدو په رازونو پوه وو. موږ تراوسه د خپلواکۍ له ګټو څخه د وطن او خلکو په ګټه سم کار نه دی اخیستی، او لاتر اوسه په دې کار پوره نه پوهیږو.
که څه هم مطلقه خپلواکي او ځانځاني په نن وخت کې نشته او ملتونه یو په بل باندې په راز راز مسئلو کې تکیه کوي. خو که د سیالانو سره سیال او په اړینو مسایلو کې خپلواک واوسو، اړینه ده چې ملي حاکمیت مو خوندي، په سیاسي، اقتصادي، کلتوري او دفاعي چارو کې ځواکمن شو، زموږ او شریکباڼو په ګټو کې انډول او متقابل احترام رامنځته شي، که موږ په کوم شي کې په نورو ملتونو تکیه کوي هغوي موږ ته په څه شیانو اړ وي. دا راکړه ورکړه د متقابلو ګټو په خوندیتوب کې تر سره شي.
د خپلواک پاته کیدو لپاره یوه ملت ته اړینه ده چې یو بل ومني، په ځان کې زغم او بردباري پیدا او د ټولو لپاره ټولنیز عدالت وغواړي. د ملت ټول او یا زیات خلک و ملي تشخص او ملي هویت ته درناوي او ورڅخه ننګه وکړي. دملت زیات خلک او په تیره سیاسي قشر او مدني فعالان د خپلو ګروهي او شخصي ګټو په ځای ملي ګټو ته لمړیتوب ورکړي. که دا او ورته ښکارندې خوندي نشي د ملتونو خپلواکي تل له ستونزو سره مخ وي، له خپلې خپلواکۍ څخه سمه ګټه نشي اخیستلای او خپلواکي یې بیا بیا له ننګونو او ستونزو سره مخ کیږي.
زموږ په ملک کې د شخړو، بیوزلۍ، کمزوري تعلیمي نظام او نالوستي توب له خلکو سره په پورته ښکارندو کې د پوهیدو مرسته نه کوي. تر اوسه زموږ د لیکنو او چاپ شوو اثارو شمیر ، دهغوی کیفیت او ورته دخلکو لاسرسی خورا لږ دی. په ټولیزه توګه زموږ خلک له لیک او لوست، او کتاب سره کمه مینه لري. په رسنیو کې زموږ د شنونکو بحثونو د محتوا په لحاظ نه یوازې کمزوري دي بلکه ترډېره مضر هم دي.
دې کمیو زموږ د وطن د غلیمانو د لاسوهنې او زموږ د ځینو خلکو د بیلارې کولو ښه زمینه برابره کړې ده. هغوي زموږ په ملک نه پریږدي چې خلک مو په خپلو ملي ارزښتونو پوه، ورته کار وکړي او ژمن واوسي. له دې کبله زموږ ډېری خلک د پوره او تلپاتې خپلواکۍ په ننګونو، په خپلو او د نورو په مسؤلیتونو او په هغه پروسه باندې چې دا ټول پکې وده کوي کم پوهیږي.
بله ستونزه داده چې له بده مرغه په موږ کې یو شمیر داسې خلک شته چې د هیواد د خپلواکۍ نمانځل ورته بد ښکاري ځکه هغوی ټینګار کوي چې موږ خپلواکي نلرو نو ولې یې ونمانځو. دا منفي فکر لرونکي خلک نه پوهیږي چې د خپلواکۍ نمانځل یوازې د دې لپاره نه دي چې موږ مزې چړچې او میلې وکړو، کرار کینو چې موږ هرڅه لرو او غافله شو. کیدای شي د دې ټولي دا انګیرنه به راز راز لاملونه ولري. خو په یقین سره ویلای شو چې دا ډله خلک د منفي فکر لرونکي دی او د مسئلو د سمې ارزونې، د ښکارندو او حوادثو د لاملونو او ورته د سمو لارو په لټولو ډېر کم پوهیږي.
یو شمیر نور خلک مو د ملي فکر په ځاي په قومي، سمتي او لساني تعصباتو او کرکو او د پردو په لومو کې راګیر دي. هغوي د هیواد ملي خپلواکۍ ته هومره زیات پام نه کوي او لګیا دي ځینې نور ارزښتونه په ملت وروتپي.
ګورو چې د خپلو خلکو د یو موټي ساتلو لپاره او په یوه ملي محور د راټولولو ننګونې خورا زیاتې دي نو د ملي ورځو او په تیره د ملي استقلال او خپلواکۍ د ګټلو د ورځو نمانځل د ملت د راز راز قشرونو او ځوان کهول د روزنې لپاره ګټور کار دی. د ملي وحدت او ملي روحیې د قوت لپاره ملي مشران په داسې محورونو، ښکارندو، ملي ګډو ګټو او ملي ایدیالونو پسې ګرځي او راخپلوي یې ترڅو د خپل ملت زیات او یا که ممکنه وي ټول خلک ورباندې راټول او یو موټی وساتي.
د هیوادونو ملي مشران هڅه کوي چې په ملک کې د ثبات، سیاسي، مدني او ټولنیز ملی شعور د لوړولو لپاره یو مناسب بستر او شرایط رامنځته کړي. پاید روڼ اندي، سیاسي قشر او مدني فعالان ښه پوه وي چې د یوه ملک په خاصو شرایطو کې دا مناسب بستر څنګه رامنځته کیږي.
د ثبات او ټولنیز شعور د ودې لپاره اړین بستر څنګه رامنځته کړو
د ملکونو د پرمختګ او په ځان بسیا کیدو لپاره د نورو ښکارندو ترڅنګ د ملک ثبات خورا مهم بریښي. د ثبات د ټینګښت لپاره د یوه ښه ملي لرلید، ګډو موخو، د ګډ ملي فکر او ملي هویت رامنځته کول اړین کار دي. همدارنګه، ملت او دولت دواړه مکلف دي ترڅو ټولنیز عدالت، د قانون حاکمیت، غوره حکومتولي او پرمختللی اقتصاد رامنځته، بیوزلي راکمه او له منځه یې یوسي. دا ټول څیزونه پیچلې ښکارندې دي او ښه زعامت او پوه خلک غواړي. زعامت باید له تاریخه او دخپلو خلکو له غوښتنو، ارزښتونو او کلتوره پوره خبر وي او احترام ته یې ژمن وي. که غواړي مثبت بدلون راولي نو د خلکو په مشارکت، دهغوي د پوهې او غوښتنو په اساس باید راشي. په کار ده دولت او د ملک زعامت ځان ښه پوه کړي چې د ملک د ثبات د ټینګښت او پرمختګ لپاره کومو مفکورو او ښکارندو ته اړتیا لري؟
د پورته سوال د ځواب لپاره او د پورته ارمان دخوندیتوب لپاره د ابن خلدون له نظره د یوه دولت او نظام لپاره اړینه ده چې په هیواد کې خپله تګلاره او پالیسي او دولتي ایدیالوژي د هیواد پالنې او د هیواد د اکثریت خلکو د دین دواړو په بنا کلک محکم ودروي. باید دواړه محورونه په هوښیارۍ، نه د افراطيت په فضا کې سره په ګډه وکارول شي او یو هم له نظره ونه ایستل شي.
په رښتیا هم که دنړۍ او سیمې پریالیو سیاسي دولتونو او رژیمونو ته وګورو هغوي هیواد پالنې او خپل دین دواړو ته یو له بل سره ښه انډول ورکړي وي. خو ډېر دولتونه چې یا یې د هیواد دین، عقیده، او مقدسات له نظره غورځولي اویا یې هم یوازې په دیني شعارونو بسنه کړې او هیواد پالنه یې کمه ګڼلې او ځان یې يه یو څه دیني شعارونو ټینګ کړی، د دین روح یې له نظره غورځولی دی، نو دوام یې کم کړی او یا یې ډېر څه نه دي ترسره کړي.
که موږ امریکا، انګلیس، هند اویا هربل ځواکمن هیواد ته وګورو، دهغوي تاریخ او کلتور وڅیړو راته څرګنده به شي چې هغوي دا دواړه محورونه په خورا هنر سره یوځای په کار اچولي دي او خپله ملي اجندا، او اوږدمهاله ستراتیژي یې ورسره عیاره کړې ده. همدارنګه، که اوس ترکیې، ایران، روسیې او یا بل هر اسلامي یا غیر اسلامي هیواد ته وګوری هغوي هم د خپل تاریخ په هغو کلونو کې ډېر بریالي ول چې دې دواړوته یې سم انډول ورکړی وو. د ترکېې د اوسني حکومت ایدیالوژي چې هرڅه وي خو به خورا ظرافت او هنر یې په وروستیو کلونو کې د ترکیزم ترڅنګ د ترکانو دین غوښتنې ته هم پام کړي او د تیر برم او جلال خوبونه د همدې دوو محورونو په یوځایولو کې ګوري. همدارنګه، په ایران کې کله چې د هیواد ګټې له دین سره د عقلانیت په مزو تړل شوې دخپل هیواد په ګټه په ښه لاره روان شوی دی. مثالونه یې د خاتمي او روحاني په دورو کې د احمدي نژاد د کلونو په پرتله کې کتلای شو.
په خواشینۍ سره زموږ په هیواد کې له دې دوو محورو څخه د متوازن او عقلانی کار اخیستنې تاریخ ښه نه دي. کله چې زموږ ملک دهغه وخت د لویو نړیوالو طاقتونو یعنې انګریز او تزاري روس له خوا د مرکزي او سویلي اسیا ترمنځ د حایل په توګه وکارول شو، زموږ خلک یې په عمدي توګه له ټولنیزې ودې بیرته پاته کړل، نو زموږ په هیواد کې سیاسي او ټولنیزو فعالیتونو او ویښتیا کمه وده وکړه، خلک او ملک مو کمزوري او بیوزله پاته شول. پایله دا شوه چې زموږ د خلکو سیاسي شعور، علمي سویه او له لویو سیمه ایزو ننګونو سره د مقابلې توان نیمګړی پاته شو. په هغو وختونوکې د ملک زعامت هم د اقتصادي، سیاسي او ټولنیز پرمختګ لپاره کومه سمه تګلاره او تلاش نه درلود. طبیعي ده چې زموږ په ملت کې سیاسي ورزیده کدرونه کم راپورته شول او عامه خلک له سیاست څخه لیرې پاته شول. زیات وختونه سیاسي مشران په ټولنیزو، کلتوري او سیاسي ننګونو باندې لږ پوه ول او سمې حل لارې یې نشوای ورته موندلاي. پایله داشوه چې زموږ دملک سیاسي مشران، او سیاسي کړۍ ترډېره د تاربخ په اوږدو کې ډېر زر د افراط اوتفریط په لومو کې راګیر شوي دي. ځینو کړیو تر ملي ګټو انتر ناسیونالیزم ته لمړيتوب ورکړي او په ملت کې یې هم ځای نه دی موندلي.
د خپلواکۍ د د ګټلو ستر اتل غازي امان الله خان که څه هم د خپل ښه نیت له کبله د خپلواکۍ تر ګټلو وروسته په لنډ وخت کې د پرمختک ملي اجندا وړاندې کړه، یو څو ښه چټک ګامونه یې واخیستل خو د ټولنیز، سیاسي او کلتوري سم بستر د نشتون له وجهې د ټول ملت له خوڅ ملاتړ څخه برخمن نشو، او د بهرنیو کړیو د دسیسو او لمسون په اثر له ملکه وتو ته اړ شو ترڅو وینې توېې نشي. دلته مورخين، په دې باور دي چې هغه د چا خبره څه ژرنده پڅه وه او څه غنم لانده ول، څه مزدورې کړۍ غلیمانو ولمسولې، څه په ملت کې بیسوادي او بیخبري وه او څه خو د اصلاحاتو پروګرام د ټولنې له روح او شرایطو سره سم نه و.
په دا تیرو څو لسیزو کې په خواشینۍ سره هغو ډلو چې د دین شعار یې ورکاوه هم کومه منظمه برنامه، ملي اجندا او اړینه پوهه وه، هغوي یوازې دیني شعار ورکاوه، له واقعیتونو سره یې ټکر درلود، د هیواد د ملي ګټو او وطنی احساس د روزلو او ټینګښت پروا یې ونه ساتله، دهیواد د ملی نهادونو به غم کې نه وو او په پایله کې خلکو هم ورڅخه مخ واړاوه. هغوی په خواشینۍ سره اوس هم د نیمه سیاسي ډلو په توګه د هیواد د نجات، پرمختګ، سوکالۍ او یوموټي کولو لپاره کومه د پام وړ اجندا، لرلید، ارمان او پوهه نلري چې په راتلونکي کې څه وکړي. داځکه چې د سیاسي فعالیتونو، د احزابو د رشد او د خلکو په یوه اجندا د راټولولو توان او پوهه ورسره نشته.
زموږ د نورو اوسنیو فکري نهضتونو، سیاسي ډلو او نخبه ګانو هم تر اوسه کوم درک نه لګي. دلته زما مطلب د خپل ملت د تاریخ په رڼا کې له پورته دوو محورو څخه د ستراتیژیکو موخو د ترلاسه کولولپاره سمه ګټه اخیستل دي. زما ویره داده چې تراوسه زموږ په سیاسي قشر کې په دې مسئلو باندې پوره پوهه نشته او یا کومه د پام وړ اجندا نه ورته لري. دلته زموږ په ملک ډلې او ګروپونه له یوې تند لاریتوبه بل ډول تند لارېتوب ته اوړي را اوړي او تر اوسه خو یې کومه ملي ایدیالوژي چې ملک وژغوري نه ده جوړه کړې.
زموږ د کلي او ښار ترمنځ کلتوري او فکری بیلوالی په ډېریدو دی. ځینې ځان روڼ اندي بولي او نورو ته خرڅ شوي او تاریک فکره وایي. د بل طرف اسلحه خو بیا تکفیر ده او هر هغه څوک چې له دوی سره کار نه کوي د لارې وتلي ورته ښکاري. له ژور تفکر وروسته سړی له ناهیلۍ سه مخ کیږي دا دوه مقابل فکرونه به څنګه سره اشتي کیږي.
زموږ په ډېرو کلیوالو سیمو او وګړو کې ترډېره د اسلام څخه داسې تعبیر شته چې د اوسني تمدن او مدنیت سره ترډېره په ټکر کې دی. په خواشینۍ سره دا تصور ترډېره د اسلامي تاریخ او داسلامي تمدن له غوښتنو سره سر نه لګوي. همدارنګه، په ښارونو کې زموږ ځینې خلک بیا په لبرالیزم کې له غربي نظریو څخه هم ځان لوړ بولي، نه غواړي چې په اسلام ځان پوه کړی او نه ورته اړتیا ویني. که ورته څوک په افغانستان کې دین ته په اړتیا او پوهیدو باندې یو څه وایي داسې انګیري چې کوم وروسته پاته څوک ورته خطاب کوی. دې دواړو متضادو فکرونو په ملک کې یو ټکر رامنځته کړی، دې فکري ټکر اوتصادم ته پردو قوتونو د اور لمبه وروړی او داسې اور یې رامنځته کړی چې زموږ هرڅه سوزي.
د ملت هیله داده چې داسې رهبري او ورسره ګروپ چې له افراط او تفریط څخه مبرا وي او خپل خلک په یوه ملي او اسلامي اجندا چې دهیواد خپلواکي، ځمکنۍ پشپړتیا، ملي حاکمیت، ملی ثبات او تلپاتې سوله تامین کړي رامنځته شي او کیدای شي چې یو څه عیني او ذهني شرایط هم ورته برابر شوي وي. موږ به دعا کوو چې داسې ګروپ زر سر راپورته کړي او یا اوس د جوړیدو په حال کې وي او که نه نو وروسته به بیا ډېر ناوخته شوی وي. دې ګروپ ته به اړینه وي چې خپلو عنعنوي مخالفینو ته د مینې او تفاهم لاس ورکړي، له عقدو تیر او د حل لاره وباسي. د دنیا تاریخ د داسې رهبرانو او ګروپونو شاهد دي او اوس یې هم امکان شته.
د یوه اباد، خپلواک او هوسا افغانستان په هیله
نور بیا…
ماشاالله ډیر ښکلی تحلیل او ښه نظر . هیله ده چی د افغانستان د ټولو ملی ګوندونو غړی او مشران پورته لیکل شوی مطلب ولولی اوهغه خپل سرمشق وګرځوی.