که تاسو د راتلونکې ویره لرئ، ځان ټیټ ګڼئ، د تېروتنو له امله په ځان نيوکه کوئ، او یا هم د ناکامۍ په اړه فکر کوئ. نو دا ټول منفي افکار دي. منفي افکار ستاسو په ځان باور زیانمنوي، ستاسو فعالیتونه له ځند سره مخامخ کوي، او ستاسو د ذهني وړتیاوو پر وړاندې خنډ جوړوي.
د افکارو پیژندل یوه داسې پروسه ده، چې له مخې یې تاسو هغه افکار چې ستاسو په ذهن کې تېریږي درک کولی شئ.
يوه لار چې تاسو یې له مخې خپل افکار پیژندلی شئ دا ده، چې خپل افکار سمدلاسه ونه ځپئ، بلکې خپلې هغه شیبې په دقیق ډول وڅارئ کله چې د پریشانۍ احساس کوئ او خپل افکار له ځان سره په لیکلي بڼه یادښت کړئ. د یادښتونو دې کتابچې ته چې کله ناکله سر ورښکاره کوئ، دا ستاسو سره مرسته کوي چې هغه پیښې وپیژنئ چې پخوا ستاسو د پریشانۍ لامل شوي، او په راتلونکي کې يې مخه ونیسئ، هغه د ناخوښۍ شیبې چې تاسو یې نن تجربه کوئ سبا یې له همدې لارې مخه نیولی شئ.
د منفي افکارو د اداره کولو لپاره لومړی د افکارو پیژندل اړین دي، تاسو یواځې هغه افکار اداره کولی شئ، د کومو په اړه چې سم معلومات ولری.