ژباړه: حمیدالله حمیدي

۱- د نورو خلکو د عکس العمل وړاندوینه مخکې له مخکې وکړئ؛ کله چې غواړئ په یوه اداره کې دنده پیل کړئ، د همکارانو د غبرګون وړاندوینه مو مخکې له مخکې وکړئ، په دې ډول سره کولای شئ له کار کولو وروسته د هغوی له نیوکو سره جوړ جاړی وکړئ.

۲- ځان مو د غوسې او حساساتو د کنټرول کولو لپاره چمتو کړئ؛ کله چې غواړئ خبرې وکړئ، ځان مو د هر ډول پوښتنې او نیوکې لپاره چمتو کړئ، په دې ډول سره، کله چې د نورو له نیوکې سره مخ کېږئ، خپله ارامي به مو ساتلې وي او په ډېره اسانۍ سره به مو د منتقد کس ځواب ویلی وي.

۳- خپل احترام مو وساتئ؛ هېڅکله هم نورو ته بې احترامي مه کوئ؛ ان که تاسو په حقه هم یاست، حق نوم د خدای دی، حق تل حقدار ته رسېږي او لمر هېڅکله هم پر دوو ګوتو نه پټېږي.

۵- د خپلو تېروتنو له کبله مو بښنه وغواړئ؛ له دې سره سره چې بد نیت مو نه درلود، خو د غوسې له کبله د یوې کاري جلسې پرېښودل یوه ناوړه کړنه ده او کېدای شي د جلسې پرېښودل مو د دې لامل شوي وي چې یو چا ته مو بې احترامي کړې وي، له هغوی څخه بښنه وغواړئ.

لازمه نه ده چې د خپلې غوسې په اړه توضيحات ورکړئ، یوازې دومره و وایاست: «زما کړنه د منلو وړ نه وه، زه بښنه غواړم!» دا تر ټولو ښه او لویه خبره ده چې ستاسو دغه کړنه څوک معاف کړي. په یاد وساتئ چې د خپلو تېروتنو په اړه بښنه وغواړئ او د نورو بښنه هم د سر په سترګو ومنئ تر څو د زړه سکون ترلاسه کړئ.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *