(ادبي تحليلونه) د مرحوم استاد محمد صديق روهي اثر دے، چې په دې وروستيو کې د بلوجستان پښتو اکېډمۍ چاپ کړے دے۔
په دې اثر کې د روهي صاحب بېلابېلې ليکنې راټولې شوي؛ خو دا ليکنې له يو بل سره دومره نېژدې منځپانګيز او فکري تړاو لري، چې (ادبي تحليلونه) ته يې د يوه اثر بڼه ورکړې۔
په شلمه پېړۍ کې زموږ د څېړنې موخه بالعموم د خپلو ورکو پلونو موندنه وه۔ استاد حبيبي د خپل فرهنګې زنځير دوه ورکې کړۍ(تذکرۃ الاوليا او پټه خزانه) وموندلې، د خوشال دېوان يې چاپ کړ او بيا دا لړۍ پسې اوږده شوه۔ پښتو ټولنې او د هېواد بېلابېلو علمي مرکزونو د زړو دېوانونو او نثري آثارو نسخې چاپ کړې او له دې سره يې معاصر پښتانه لوستونکي ته خپل ټول زوړ فرهنګ مخ ته کېښود، چې ويې لولي او ژوند ترې زده کړي۔
زموږ د معاصرې څېړنې تاريخ له همدې وخته پيلېږي او دا يې لومړے پړاو و، چې د راټولولو او خوندي کولو پړاو ورته ويلاے شو۔ کله چې څېړونکو زياتره کلاسيک دېوانونه او نور آثار راټول او چاپ کړل؛ نو بيا اړتيا وه، چې د زاړه فرهنګ پر ماهيت و محتوا خبرې وشي او لوستونکي ته ورمعرفي شي۔ د لومړي پړاو د څېړونکو ډېره پاملرنه د آثارو د زمان تثبيت وو، چې لومړے د دې آثارو اصالت ثابت شي؛ نو د دوے پام ډېر د پنځګرو د ژوند و مرګ غوندې نېټو ته و؛ خو په دويم پړاو کې د مهال د تثبيت او د اثر د اصالت د اثبات پر ځاے پخپله د اثر ادبي او علمي اهميت ته وروګرځېد۔ د لومړي پړاو په څېړنو کې څېړنيز سوچه توب ډېر و يا پرې کله د (تحقيق براے تحقيق) ګومان کېده؛ خو په دويم پړاو کې چې پخپله متن مهم شو، په څېړنه کې د نقد مالګه پيدا شوه۔
د معاصر لوستونکي او زړو متونو ترمنځ چې کومه مانيزه او له دې لارې فکري او هنري واټن پيدا شوے و، دې څېړونکو يې د راکمولو هڅه وکړه۔ يواځې دا نه چې لوستونکے پر زاړه فرهنګ پوه شي، بلکې له زاړه فرهنګ سره د لوستونکي تړاو هم د دې پړاو د څېړنو موخه وه۔
د خپل فرهنګ تر نا څه خونديتابه وروسته د ادبپوهانو پام نورو فرهنګونو ته واوښت او د نورو تيورۍ پښتو ته راغلې، د څېړنې ميتودولوژي يې متاثره کړه او پښتو څېړنو نوے علمي څېړندود ورخپل کړ۔ دې ته ښايي د خپلې څېړنې درېيم پړاو ووايو۔
تر استاد حبيبي وروسته د دويم نسل زياتره څېړونکي زموږ د معاصرې ادبي څېړنې په دې دويم پراو او درېيم پړاو کې راځي۔ په دوے کې مرحوم استاد محمد صديق روهي د دويم او درېيم پړاو په څېړونو کې راتلاے شي، چې د خپل فرهنګ پر منځپانګه يې موثرې خبرې وکړې او د لويديځ له فرهنګي موارثو؟؟؟ سره يې پرتله کړې۔
د پښتو څېړنې له ځانه د پيل کړي يون پايله دا شوه، چې د شلمې پېړۍ په وروستيو او د يوويشتمې پېړۍ په پيل کې يې مخ ورو ورو له خپل تاريخ او فرهنګ نه نړيوال فرهنګ ته واوښت۔ څېړونکو ته خپل تاريخ تش غوندې ښکاره شو او يا د جګړو د تسلسل ورته خپل فرهنګ تشه د جګړو کيسه وبرېښيد؛ نو له خپل فرهنګي تاريخه يې زړه تور و موړ شو۔ ښايي، همدا علت و، چې د پاتې څېړونکو مخه بېرته خالص تحقيق ته واوښته او تش د زاړه فرهنګي معرفي يې خپل مسووليت وګرځاوه۔
استاد روهي په هغو ګوتشمېرو پښتو څېړونکو کې راځي، چې ژوندۍ څېړنې يې کړي، چي لوستونکے يواځې له خپل زاړه فرهنګ سره اشنا کوي نه، بلکې د ژوند او خپل فرهنګ په اړه له احساساتو پاک معقول فکر هم ورکوي۔
په معاصره نړۍ کې زموږ ډېر پام د ځان پر ځاے نړۍ ته دے۔ موږ يواځې د نړۍ له ساينسي وسايلو نه، بلکې له فکره هم ژر اغېزمنېزو۔ اغېزمنېدل د اوسني نړيوال(ګلوبل) فرهنګ مشخه ده؛ خو دا بايد د خپل فرهنګ د ورکاوي او پرېښودو په بيه بالکل بايد نه وي۔ موږ له نړيوالو نه مثبت اړخونه پور کولے شو؛ خو که ځان پېژندلو غواړو؛ نو خپل تاريخ او او خپلو تاريخي تحولاتو او انقلابونو ته به سر ورښکاره کوو۔
پر دې بنسټ موږ د خپل تاريخ په اړه دقيقو خبرو ته اړتيا لرو، چې د اوسني حالت پر علتونو پوه شو۔
موږ بالعموم فکر کوو، چې له فرهنګي پلوه فقير خلک يو؛ خو د استاد روهي غوندې څېړونکو راته ښودلې چې موږ په خپل تاريخ کې داسې مرغلرې لرو، چې د خپلې فکري بډاينې لپاره ترې موثرې استفاده کولاے شو۔
د (ادبي تحليلونه) يو مهم اړخ د خپل ورک تاريخ پل لټه او پر ځان باور دے۔ استاد روهي د روښانيانو د نهضت پر ماهيت خبرې کړې۔ ميا روښان يې له ميا فقير الله سره له فکري پلوه پرتله کړے۔ په دري يې د سراج التواريخ پر ارزښت خوندور نقد کړے او د هجري پر نړۍ ليد، د تاريخ مرصع پر ارزښت او د رحمان بابا او عبدالقادر خان خټک پر افکارو راته غږېدلے، چې وسمهال ترې موږ استفاده کولاے شو۔
د کتاب په ۱۵۰ او ۱۵۰ کې راته استاد په يوه وخت د زاړه فرهنګ فکري غنا او له بلې خوا دا ښيي، چې د ښه نظام تر شا د خلکو لوړ سياسي شعور وي:
” افضل خان د يوه حکومت د دوام او سوکاله ژوند دپاره د خلکو د سياسي شعور او فرهنګ سطحه هم په حساب کې نيسي۔ په دې باره کې داسې وايي:
((مقصود دا دے، چې مدار د کار درست په ښه بد بادشاه نه دے۔ متابع ښه بويه۔ که پادشاه ښه شي؛ خو يو سړے وي، نه يې تدبير تر نوره خلقه زيات وي، نه يې زور۔ مدار يې بيا په مددګار وي۔ نقل دے، چې حضرت علي(رض) ته چا وويل، چې تر تا پخوا مخالفت نه و۔ د تا په وخت پيدا شو۔ ده ورته ووې، چې د هغو مددګار موږ وو او د موږ مددګار تاسې ياستئ۔)) ورپسې زياتوي: ((لکه د پښتنو باچاهي چې په سبب سره يې څو کاله وکړه، چې مددګار يې بېوقوف وو، خپله توره يې برهم کړه۔ بېګانه يې له خپل لاسه راوستل۔)) د تاريخ مرصع مؤلف د حکومت اصلي غايه د خلکو خدمت ګڼي۔ په دې باره کې داسې وايي: ((خداے به خلق، خلق به خدا، سره جدا نه دي۔ خلق راضي، خداے راضي۔ خداے راضي، خلق راضي۔”
زموږ د اوسني ناورين يو لامل د غچ کلچر دے۔ موږ فکر کوو، چې وينه په وينه وينځلاے شو؛ خو استاد له زاړه فرهنګ نه په استنباط راته وايي:
“افضل خان په ذهني لحاظ پاسيفيت او سوله خوښوونکے دے۔ هغه له جګړې نه دومره بېزاره دے، چې حتے خلک پاسيف ژوند ته رابولي۔ د مبارزې او پاڅون پرځاے خلکو ته د صبر او اطاعت بلنه راکوي۔ دے فکر کوي، چې د ظالم واکمن په مقابل کې يواځې ښېراوې او نفرت کفايت کوي۔ ښايي دا مفکوره ده ته له دې سببه پيدا شوې وي، چې پښتنو د سلطان ابراهيم لودي تشدد او زغم ونشو زغملاے، د ده په مقابل کې راولاړ شول او بابر ته يې د باچهۍ د نيولو بلنه ورکړه۔ افضل خان فکر کوي، چې چې د سلطان دوره به تېره شوې واے۔ که خلکو صبر کړے واے، د پښتنو واکمني به پايته نه رسېده۔ همدارنګه د سوريانو د حکومت په دوره کې هم دغه ته ورته پېښې منځته راغلې او يوه بيا د پښتنو واکمني د ګډوډيو او پاڅونونو قرباني شوه۔ اما عملي ژوند دا راښيي چې خلک د ظلم نه نفرت لري(الملک يقبے مع الکفر و لايبقے مع الظلم) او له همدې امله د تاريخ مرصع د مؤلف توصيه په عمل کې چندانې نه مراعات کېږي۔”(۱۵۵)
د استاد روهي د ژوندۍ څېړنې يوه مهمه ځانګړنه پرتله ده۔ دا پرتله يا د زوړ او اوس مهال ترمنځ ده يا د خپلو بېلابېلو شاعرانو ترمنځ او يا د نړۍ او خپلو فرهنګي څېرو ترمنځ ده۔
پرتليز ادبيات راسره د آثارو د هنري ارزښت په پېژندلو کې مرسته کوي۔ کله چې موږ پرتله کوو؛ نو د دواړو يا څو آثارو ترمنځ راته شکلي او منځپانګيزې همرنګۍ په اسانه معلومېږي او چې متوجه شو؛ نو کوم اړخونه چې په يوه کې وي او په بل کې نه وي، پر بنسټ يې دواړه راته معلومېږي؛ خو د استاد روهي پرتله کله بريالۍ ښکاري او کله تشه پرتله ښکاري۔
بريالۍ پرتله هغه ده، چې تر توپيرونو يې همرنګۍ ډېرې وي۔ کوم آثار چې په ورته وخت يا فرهنګي چاپېريال کې پيدا شوې وي، ترمنځ يې د همرنګيو د شتون امکان ډېر دے۔ دا که بيا د يوې ژبې او يوه فرهنګ زېږنده وي؛ نو مشابهتونه يې ترمنځ نور هم ډېر وي۔ په (ادبي تحليلونه) کې د پير روښان او ميا فقير الله جلال ابادي، د امير کروړ او خوشال او د رحمان بابا او عبدالقادر خان پرتله په کاميابو پرتلو کې راځي، چې موږ يې په مټ د دواړو اړخونو فکر و هنر دقيق پېژندلاے شو۔ ځاے له غربي فرهنګونو سره هم پرتله شوې، چې ځينې يې کاميابې او ځينې کاميابې نشو ګڼلاے۔
دا سمه ده، چې د بشري تجربې د ټول بشر ګډ شته دي او يو نه بل ته لېږدي؛ خو د لويديځ او ختيځ ترمنځ د پوسټ ماډرنيزم د نړيوالتوب په دي دور کې هم ډېره فاصله شته۔ ورته والے که په يوه منشا ولاړ وي، پايلې يې راته چندان ګټې نه لري۔ مثلا: د دوو وحدۃ الوجودي شاعرانو ترمنځ د وحدۃ الوجود کشف لوستونکي ته چندان ګټه نه لري۔ استاد په ۹۸ مخ کې د اشرف خان هجري او رواقيونو ترمنځ ګډ ټکي موندلي دي۔ دا سمه ده، چې د هجري او رواقيونو ترمنځ ګډ ټکي وو؛ خو دا ګډ ټکي اصلا په ټول زاړه فرهنګ په تېره په تصوف کې موجود وو۔ د زاړه فرهنګ يو ټوليز خصوصيت دا دے، چې خلک تواضع، صبر، زغم او نفس کشۍ ته هڅوي۔ همدا کار رواقيونو او کلبيانو هم کاوه او پر اسلامي تصوف د رواقيونو او کلبيانو له اغېز سترګې نشو پټولاے۔
لرغونے يونان چې مخ په زوال شو؛ نو داسې خلک پکې پيدا شول، چې دنيا يې ترک کړه، د فعال ژوند پرځاے يې منفعل او منزوي ژوند ته مخه کړه او د نړۍ د بدلولو پرځاے يې د خپل ځان د بې پروا کولو او بدلونو هوډ وکړ۔ په اسلامي فرهنګ کې هم چې د مسلمانانو ترمنځ اختلافات ډېر شول؛ نو يوې ډلې د دې اختلاف په مخالفت کې د تصوف لار ونيوه او په دې طريقه له اسلام سره تصوف سم روان شو، بلکې هغه وخت خو د دين د ښودلو او تبليغ يواځنۍ وسيله تصوف وه، هغه تصوف چې په جوړښت کې يې لرغوني يوناني افکار هم لرل۔
پخوانو چې د ناورينونو د مخنيوي لپاره ساينسي وسايل نه لرل، د تقدير متحجر فکر يې منلے و؛ نود يوه شخص نړۍ ليد ته د اسلامي تصوف د ټوليزو ځانګړنو منسوبول او بيا له يوه بل جريان(رواقيونو) سره يې پرتله کاميابه نه ښکاري۔
استاد روهي په ځينو ځايونو کې هڅه کړې، چي په غربي کاڼو شرقي آثار وتلي؛ خو هڅه يې په ځينو ځايونو کې نښه نه ولي۔ آن کله خو لوستونکے فکر کوي، چې استاد راباندې د غربي اصطلاحاتو او فلسفي مکتبونو په اړه خپلو علم خرڅول غواړي۔ د کتاب په ۱۷۹مخ کې لولو:
“د رحمان بابا د ژوند فلسفه پر انتروپوسنتريزم(anthropocentrism) بنا شوې ده۔ دغه فلسفه انسان مرکز يا وروستۍ غايه ګڼي۔ په دې اساس د انسان مثل اعلے د خلقت د کمال تر ټولو لوے مظهر دے۔ په لومړي سر کې لاهوتي مينه په انسان کې تبلور مومي او بيا انساني مينه د لاهوتي مينې سرچينې ته ورګرځي۔
هغه څه پوښتې له هجره له وصاله
چې پخپله هم محب شي هم محبوب
نو هغه فلسفه چې پر عشق بنا شوې وي، په هغه کې د قوميت، عقيدې، جنس او طبقې پوښتنه نه طرح کېږي۔ رحمان بابا د قوميت پرځاے د فلانتروييزم اصل ته رجوع کوي:”
زه فکر کوم، چې د رحمان بابا د پېژندلو لپاره په دې واړه متن کې د (انتروپوسنتريزم) او (فلانتروييزم) ته اړتيا نه وه او ضرور نه ده، چې غربي کاڼي دې هر ځاے د شرقي فرهنګ په پېژندلو کې راسره مرسته وکړي۔
زموږ د څېړنې په دويم پړاو کې چې چې د ادبي تيورۍ او د خپل فرهنګ د تعريف و انسجام کار پيل شو؛ نو له غربه د (ادب د ادب لپاره) او (ادب د ژوند لپاره) دوو نظرونو ادبپوهنه اغېزمنه کړه او هغه وخت په رسنيو کې د ادب د سوق او د ماهيت د پېژندلو لپاره يې چا يو او چا دا بل نظر ومانه۔ د (ادبي تحليلونه) په ليکنو کې هم دا خبرې وينو، چې هغه وخت لوستونکو ته دلچسپې وې؛ خو استاد د يوه ځيرک څېړونکي او ادبي کره کتونکي په توګه د لمر او سيوري په بريد روان و۔ نوموړے پوهېده، چې زموږ غوندې پاتې ټولنه د پرمختګ لپاره تفنني نه، فکري ادب ته اړتيا لري؛ خو له فکر سره سره ادبي ارزښت هم مهم دے۔ په ټوله کې د استاد دريځ دا دے، چې محتوا دې له طرز داسې مزج شي، چې د يو بل په اغېزناکولو کې مرسته وکړي او لوستونکے له خوند سره سره له ادبه د ژوند هم زده کړي۔ ( د “الفت” ادبي بحثونه) يې د دريځ روڼ ثبوت دے۔