ژباړن/ ساحل منګل –
د نجلۍ د غوښتنې يا د (کوژدې) پر وخت کې يو له مهمو ټکو څخه يو دا دی چې تر کومې اندازې پورې کولای شو د خپلې مجردۍ حال خپلې کوژدنې ته بيان کړو؟
که په ژوند کې مو کومې غلطۍ او سهوې کړي وي اجازه ئ چې خپل له نامزاد يا نامزادې سره یې مطرح کړئ؟ دا هغه څه دي چې وروسته یې ستاسې په ګډ ژوند کې ډيره مثبته يا منفي اغيزه لري .
د ژوند رازونه کولای شو چې په څلورو عمده کټګوريو وويشو(ډيرپټ، پټ، زيات محرمانه او محرمانه) چې له مخې ېې د خپل ګډ ژوند رازونه او مسايل ډلبندي کړو.
۱دغوښتنې په مجلسونو کې کولای شي هغه مسايل مطرح کړی چې نور یې په اړه خبر نلري خو ستا غوښتونکی له هغومسايلو څخه خبر وي. د مثال په ډول په کورنۍ او ټولنه کې ټول خلک پوهيږي چې تاسو له يوه ناکام سره مخامخ ياست نو دغه خبره بايد له وړاندې له يو بل سره مطرح کړئ چې ايا هم ستاسو په نظر کې څه بدلون راولي که نه.
۲ له کوژدې نيولې تر واده پورې ځينې مراحل چې طی کيږي لکه د واده ځند، د واده نه ثبت او د ځينو نورې مسلې، چې بايد له وړاندې یې سره مطرح کړی تر څو تر منځ کوم شک پاته نشي .
۲ ځينې وړې مسلې ،چې ستاسې کورنۍ ترې خبر نلري بايد دغوښتنې په وخت کې بيان نشي ،تاسو کولای شی ،چې وروسته په يوه اعتمادي فضا کې دغه خبرې له خپل نامزاد سره شريکې کړی.
۳هيڅکله هم هغه سهوې ،ګناوې ،تېروتنې …چې په مجردۍ کې مو تر سره کړې ،چې له هغو څخه څوک خبر هم نه وي ،توبه مو هم ايستلې وي او وروسته له واده څخه هم څوک پرې پوه نشي دخپل نامزاد سره ېې شريکې نکړی.
ځکه ،چې سهوي او ګناوي په ژوندکې له يو انسان سره ملې وي او هيچاته هم لازمه نده ،چې ديو چا درازونو پرده پورته کړي اونه ېې دچا په مخ کې چاته ووايي .
خو ځينې هغه جرمونه ،چې څوک ترې خبر نه وي او وروسته له واده کولو مو خلک ترې خبريږي او دپټېدو امکان ېې هم نه وي بايد مقابل لورې ته ېې بيان کړل شي .
۴ هغه خبرې لکه (عصبي کېدل،بې نظمي ،په ټولنيزو چارو کې نه مهارت …) لازمه نده ،چې يا ياد ي او يا ورته اشاره وشي ځکه ،چې دويرې او انديښنې درامنځ ته کېدولامل ګرځي ،او دايو ډول شيطاني وسواس هم دی ،چې په خلکو کې پيداکيږي او په بيان کولو سره ېې مقابل لوری فکر کوي ،چې ګوندې دابه لويه ستونزه وي .
۵ په همدې ترتيب هغه مسايل ،چې په ګډو ژوند باندې کوم اثر نلري لازمه نده ،چې له يو بل څخه وپوښتل شي دمثال په ډول:تر اوسه پورې دې کوم جرم کړی؟ايا هلک يا جنۍ سره مينه لرې؟تر اوسه پورې درته څومره خلک غوښتنې (کوژدې کولو)ته راغلي څومره کسانو ته دغوښتنې لپاره ورغلی ېې؟،چې دغه مسلې وخت ناوخت توهين کونکي بڼه خپلوي او ډيرې منفي پايلې لري .
-۶ که چېرې تاسو جسمي عيب يا نورې ناروغۍ لری نو مقابل لوری بايد په مکمل ډول ددې ناروغۍ او له امله ېې ستاسو ناتوانايي او دهغې له درملنه څخه ېې بايد خبر کړی خو بهتر به داوي ،چې له يوه ډاکترڅخه مرسته وغواړی ،چې په رسمي او شفاف ډول ستاسو ناروغي وليکي او يا ېې مقابل لوري ته بيان کړي او هر سوال ،چې ددې ناروغۍ په اړه پيدا کيږي دډاکتر څخه ېې ځواب تر لاسه کړي .
که چېرې مو په مقابل لوري کې ياد شوی کوم عيب وليد په بيړه بايد تصميم ونه نيسی او په سړه سينه هغه ومنی او که زياته اړتيا نه وه منفي پريکړه مه کوی .