ژباړن: محمد مبین هڅاند –
ورځ په ورځ د ټچ سکرین یا لمسي موبایلونو استعمال زیاتېږي، خو له بلې خوا د موبایل د بټریو د خرابېدو شکایتونه هم ډېرېږي.
د یو څو لارو په کومک کولای شو چې خپلې بټرۍ له خرابېدو وژغورو:
لومړی: د خپلو موبایلونو د سکرین رڼا تر ۵۰ فیصدو مه لوړوئ، دا کار یوازې ستاسې د موبایل د چارچ له ژر نه خلاصېدو سره مرسته کوي بلکې د بټرۍ د خرابېدو مخه هم نیسي.
دوهم: د موبایلونو وای فای، چې د نن سبا په دورکې د نېټ لپاره زیات خلک استعمالوي، د نېټ له استعمال څخه وروسته یې ضرور بند کړئ، ځکه دا کار ستاسې موبایلو ته وایرس نه بلکې د بټرۍ د خرابېدو لامل هم ګرځي.
درېم: د موبایلونو د کمرو فلش چې تاسې یې د تصویرونو د اخيستو لپاره خلاصوئ، بېرته یې ضرور بند کړئ، ځکه د فلش خلاص پاتې کېدل ستاسې ایفونونه او د ایفونونو بټرۍ خرابوي.
څلورم: په یوه وخت کې د انټرنېټ څو پرګرامونه لکه فېسبوک، ټوېټر،یاهو او جيمیل . . . او نور مه خلاصوئ، ځکه دا کار هم ستاسې د موبایل بټرۍ خرابولی شي.
دا لارښوونې د باترئ د خرابيدو مخه نه نيسي بلكه د ټيليفون د چارج د ژر نه خلاسيدو مخه نيسي