انسان ډوله روبوټ

تاند- څېړونکو د لومړي ځل لپاره د خځلو د ري سایکل کولو یا بیا موندلو لپاره داسې روباټ جوړ کړی چې لامسه حس لري.

د دې روباټ په لاسونو کې څو سینسرونه ایښودل شوي چې د هغو په وسیله کاغذ او پلاستیک تفکیک کولی او سره جلا کولی شي.

دا روباټ د ماساچوسیټ د ټکنالوژۍ انستیتیوت څېړونکو جوړ کړی دی.

د کثافاتو یا خځلو سره جلا کول او ري سایکل کول یو لوی چلینج دی.

د خځلو په منځ کې د پلاستیک، کاغذ اونورو شیانو سره بېلول ډېر ستونزمن کار دی خو د دې نوي روباټ جوړېدا به انسانان له دې ستومانوونکي او په عین حال کې خطرناک کاره خلاص کړي.

دا روباټ (RoXycle) نومېږي او په خپلو لاسونو کې د موجودو سینسرونو په مرسته د هر شي ماهیت تشخیص کولی او بیا په کته ګوریو وېشلی شي.

د روباټ یو سینسر د شي اندازه معلومي، دوه نور د شي د نرموالي اندازه ټاکي. په دې ډول د کاغذ، پلاستیک او نورو شیانو ترمنځ توپیر کوي.

دا روباټ حتي وسپنه او نور فلزي شیان هم پېژندلی شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *