تاند- د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر وايي، مرکزي حکومت له خیبر پښتونخوا سره د قبایلي سیمو یو ځای کېدا (انضمام) اعلان کړی خو د اصلاحاتي کمېټې له لوري په تصویب شوې مسوده کې د انضمام یا له خیبرپښتونخوا سره د قبایلي سیمو د یوځای کېدو خبره نه ده یاده شوې.
پروېز خټک دا هم وویل، له خیبر پښتونخوا سره د قبایلي سیمو د یوځای کولو لپاره یې په عین حال کې د پنځو کلونو وخت ټاکلی دی او دا په خپله تېرایستنه ده ځکه چې که حکومت له زړه وغواړي نو پنځو کلونو ته څه اړتیا ده دا کار په څو میاشتو کې کېدای شي.
د خیبر پښتونخوا د اعلي وزیر په وینا په ایالت کې یې له وړاندې څخه منظم نظام شته نو که څوک غواړي چې قبایلي سیمې له خیبر پښتونخوا سره وتړي، اوږدې مودې ته اړتیا نشته.
ده دا هم وویل، کله چې د قبایلي سیمو (فاټا) اصلاحي کمېټې سپارښتنې ترتیبولې، له ده سره یې یوازې یو ځل وکتل او له دې یو ځل کتنې پرته یې له ده هیڅ مشوره نه ده اخیستې.
پروېز خټک دا هم وویل چې په مسوده کې د اختیاراتو په برخه کې ډېر مسایل مُبهم دي او ځیني مسایل دومره عحیب او نا څرګند دي چې سر یې پرې نه خلاصېږي.
پروېز خټک د مثال په توګه وویل« د ۲۰۱۸ کال په انتخاباتو کې به د قبایلي سیمو غوره کېدونکي استازي د لومړي ځل لپاره د خیبر پښتونخوا د صوبايي اسمبلۍ غړیتوب ترلاسه کړي خو هغوی به نه کوم اختیار لري او نه به د خپلې سیمې لپاره کومه لایحه تصویبولی شي.»
ده دا هم وویل چې تر ۵ کلونو پوري به د قبایلي سیمو د پراختیايي چارو بودجه د ګورنر په لاس کې وي، چې د مرکزي حکومت استازی دی، خو صوبايي حکومت به ورسره هیڅ راز سرو کار نه لري.
ده په عین حال کې په قبایلي سیمو کې د ایف سي آر قانون د ختمېدو هرکلی وکړ خو ویې ویل چې د دغه قانون پر ځای د رواج ایکټ په نوم د مقرراتو تطبیق د ایف سي آر په شان قانون دی.