تاند، سه شنبه، د عقرب۷: د خیبرپښتونخوا حکومت په دغه ایالت کې د غنمو د اوړو په قحطۍ او پر بیو د کنټرول ترلاسه کولو لپاره افغانستان ته د اوړو په صادراتو بندیز ولګاوه.

تېره ورځ د خیبرپښتونخوا اعلی وزیر محمود خان په دې تړاو ټولو ادارو ته امر کړی چې دوی د غنمو اوړو ته سخته اړتیا لري او باید دمګړۍ افغانستان ته د اعلی اوړو صادرات بند شي.

ښاغلی محمود خان وايي، دوی اړ دي چې د قحطۍ د مخنیوي لپاره ۳۰۰ زره ټنه اوړه ذخیره کړي او د احتکار کوونکو پر وړاندې هم مبارزه وکړی تر څو سخت افت مخه ونیولی شي.

نوموړی وايي، دا حکم یې د یوې میاشتې لپاره ورکړی دی او که څوک ترې په سرغړونه ونیول شي د جزا د قانون د ۱۴۴مې مادې په اساس به سزا ورکول کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې افغانستان له اوږد مهال راهیسې چې پاکستان پرې د غلې دانې له پلوه فشارونه زیات کړي وو، له تاجکستان، ترکمنستان او منځنۍ اسیا له هېوادونو څخه د غلې، دانې او اوړو واردات پیل کړل چې که اوس پاکستان د خپلو اوړو صادرات بندوي، د افغان حکومتي چارواکو په وینا له خپل تاوان پرته بل هیڅ نه ویني.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *