تاند- د خیبر پښتونخوا اعلي وزیر پروېز خټک، چې کابل ته په سفر راغلی، نن د افغانستان له اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله سره وکتل.

د خیبر پښتونخوا صوبې له اعلی وزیر سره په دې سفر کي د همدې صوبې د امنیتي، اقتصادي او سوداګرۍ چارو وزیران هم ملګري دي.

ښاغلي خټک د افغانستان اجرائیه رئیس ته وویل، د پاکستان صوبايي او مرکزي حکومتونه له څو میاشتو راهیسي په پوره توان په افغانستان کي د حالاتو د ښه کېدو او د سولې د خبرو د پیل کېدو لپاره کار کوي.

د اجرايي ریاست له یوې خبرپاڼې سره سم، پروېزخټک وویل، افغانان د پاکستاني لوري لپاره د وروڼو حیثیت لري او دوی په ټول توان کار کوي چي د مهاجرو له موضوع نیولې تر سیاحت، سوداګرۍ، اقتصاد او روغتیايي برخو پوري له افغانستان سره مرسته وکړي.

دواړو خواوو د دوو هیوادونو ترمنځ د تګ راتګ د اسانتیا، له ګډو اقتصادي فرصتونو څخه د استفادې او د طبي موخو لپاره پاکستان ته د افغانانو د تګ د پروسې پر اسانه کولو خبرې وکړې.

هره میاشت په زرګونو افغانان حتي د ډېرو معمولي ناروغیو د تداوۍ لپاره پېښور ته ځي خو د تېر کال د سپټمبر په شپاړسمه د پېښور پر پوځي ښوونځي د طالبانو له حملې وروسته د پاکستان د حکومت له لوري پر افغانانو لګولو شویو قیوداتو پاکستان ته د درملنې لپاره د تلونکو افغانانو شمېر لږ شوی دی.

د افغانستان اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله د خیبر پښتونخوا له پلاوي سره په خبرو کي وویل، د ملي یووالي حکومت د کار له پیله تر اوسه په دې هڅه کي دی چي له سیمي او نړۍ سره اړيکې ورغوي.

نوموړي وویل، د اړیکو د ښه کولو په دې ستراتیژۍ کي د افغانستان ګاونډيان لومړی ځای لري او دوی هیله لري چي له پاکستان سره پیل شوي تماسونه به عملي نتیجه ورکړي.

هغه زیاته کړه، دغه ډول سفرونه د دواړو هیوادونو ترمنځ په مختلفو کچو کې همکارۍ کي زیاتولی شي او دا کار د دواړو خواوو په ګټه دی.

اجرائیه رئیس یادونه وکړه، د افغانستان حکومت د افغان کډوالو د بیا راستنېدو لپاره پر یوې منظمي تګلارې او پلان کار کوي او هیله لري چي تر هماغه وخته پاکستان له کډوالو سره مناسب چلن وکړي.

په تېرو څلورو میاشتو کې د پاکستان د حکومت د فشار په نتیجه کې تر پنځوس زره زیات افغان کډوال افغانستان ته په راستنېدو مجبوره شوي او په سلګونو نور نیول شوي دي.

د خیبر پښتونخوا اعلي وزیر به سبا /چهارشنبه/ د افغانستان د ولسي جرګې له ريیس او یو شمېر نورو چارواکو سره وویني.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *