تاند- د خیبر پښتونخوا ایالتي اسمبلۍ نن /سې شنبه/ د افغانستان او پاکستان ترمنځ پر یو بل د تور لګولو د پای ته رسېدو او پر ځای یې له تروریزم سره د مبارزې غوښتنه وکړه.
اسمبلۍ دا غوښتنه په هغه پرېکړه لیک کې وکړه چې د عوامي نشنل ګوند له لوري وړاندیز شو او د جرګې غړیو په یوه خوله تصویب کړ.
د لاهور او سند له انتحاري حملو وروسته د پاکستان پوځ او حکومت د افغانستان لور ته د تور ګوته ونیوله.
د پښتونخوا په صوبايي اسمبلۍ کې د عوامي نشنل ګوند مشر سردار حسین بابک د تروریزم د ریښو د وچېدو غوښتنه وکړه.
ده د تروریزم پر سر د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تور لګولو د پای ته رسېدو ږغ پورته کړ، ویې ویل«دواړه خواوې د تروریزم په اور کې سوځي. که د یو بل تورنولو ته دوام ورکړو، ګټه به یې د تروریستانو په برخه شي.»
بابک د پاکستاني پوځیانو له لوري پر افغانستان بریدونه په کلکه وغندل، ویې ویل چې باید مسایل د خبرو له لارې حل شي.
ده په دواړو هیوادونو کې د وسلې په توګه د دین کارول هم وغندل.
د خیبر پښتونخوا د پوهنې وزیر عاطف خان وړاندیز وکړ چې د پاکستان او افغانستان پوځي او استخباراتي ادارې دې په خپل منځ کې پوځي او استخباراتي همکارۍ زیاتې کړي.
د پاکستان د مسلم لیګ (نوازګروپ) غړي راجا فیصل زمان وویل چې د پاکستان دښمنان په افغانستان کې مېشت دي، دوی په دې خبر دي.
خو د پیپلز ګوند د ایالتي جرګې غړي سلیم خان غوښتنه وکړه چې مرکزي حکومت دې د بهرنیو چارو داسي وزیر وټاکي چې له افغانستان سره ښې دوه اړخیزې اړیکې ټینګې کړي.
د نوازشریف حکومت له پیله د بهرنیو چارو وزیر نه دی ټاکلی ځکه چې د پاکستان بهرنۍ پالیسي د پوځ په واک کې ده او نوازشریف نه غواړي چې تشریفاتي وزیر ولري.