تاند- د خیبر پښتونخوا ایالتي حکومت د تروریستي ضد پالیسۍ د تطبیقولو په لړ کې پرېکړه کړې چې ټول افغان ملایان، دیني مبلغان، د مدرسو مدرسان (ښوونکي) او د لمانځه امامان وباسي.
د خیبر پښتونخوا د کورنیو او قبایلي چارو وزیر سید اختر علیشاه د پاکستان ایکسپریس تریبیون ورځپاڼې ته وویل چې دا پرېکړه تېر حکومت کړې وه خو عملي کړې یې لا نه وه.
ده زیاته کړه:«ملکي ادارې او د قانون نافذوونکو ته د ایالت په ۲۵ ولسوالیو کې فرمان صادر شوی دی.»
ښاغلي شاه د دغو افغانانو د ایستلو د څرنګوالي په اړه جزییات څرګند نه کړل خو ایکسپریس تریبیون وايي چې خبرو سرچینو ورته ویلي چې په ۲۲۶ جوماتونو او مدرسو کې افغان دیني عالمان د خطیبانو، ملا امامانو او مدرسانو په توګه کار کوي.
ورځپاڼه همداراز وايي چې دغو افغانانو ته ویل شوي چې دندې پرېږدي کنې پر ضد به یې قانوني اقدام وشي.
ویل کېږي چې په پاکستان کې دېره افغان ملا امامان خلک په افغانستان کې د دوی په وینا جهاد ته هڅوي.
د پاکستان حکومت تراوسه پوري د شمشتو او نورو کمپونو د جوماتونو د امامانو په اړه څه نه دي ویلي چې د افغانستان پر ضد جګړې ته د ځوانانو د جلب و جذب دنده په غاړه لري.
په همدې حال کې په خیبر پښتونخوا ایالت کې د پاکستان د ځینو سیاسي ګوندونو مشرانو مخکې ویلي و چې د افغان ملایانو د ایستلو د پرېکړې په وړاندې به مقاومت وکړي.
دير شه اقدام هم دا بي شعوره
حيوان طبيعته إمامان او ملايان دي سي افغانستان كي د اسلام نوم بد نام كري ده
da da porkistan ba la loba da chi donya ta khakra kery chi da har sa afghanan kavee waley da pardi shata isi porkistani pawz aw da doy spian lagia dee da afghanistan da tabahi navee planona jora vee
په ډېرې بخښنې سره يومتل دئ وايي ( وېې واهه په سر وېې چاودې ۰۰۰۰ ) اوس له خيره په جمعه او لمونځ باندې هم پابندي ولګیده ، که د پاکستان دولت د زړه غواړي چې د تروريزم سره مقابله وکړي په کویټه کې دې هغه په نوم ملايان ونیسي څوک چې خودکُش تربیه کوی اود هغوی مالي ملاتړ دي بند کړي ـ په جمع لمونځ تروريزم ندئ ، باید ټولو خطيبانو ته وویل شي چې په سیاست لکچر ورنکړي او هغه چاته سخته جزا وټاکي څوک چې لر يابر د جهاد فتوا ورکوی ، که نه دا نمایشي حرکتونه د خلکو په سترګو کې د خاورې اچولو معنا لري
Afghan mullayano ao Khatibano ta pakar dee che pa khpala khwakha ao raza sara zar tar zara khpal watan ta larr shee ao pa zai da dee che moong ta jehad dars rakrree ao tankee zwanan mo da inteharee hamlo da para wahasawee pa khpal watan ke jehad wakrree ao zan ta jannat wagattee.