تاند- د خیبر پښتونخوا ایالتي حکومت افغان ملاامامانو ته امر کړی چې که په دې صوبې کې د اوسېدو او د ثبت ثبوت نه لري او د نورو اسنادو موده یې پوره شوي وي باید افغانستنان ته لاړ شي او کنې نیول کېږي.

پاکستان په وروستیو ورځو کې د افغان ملایانو او د جوماتونو د طالبانو څو جوپې له خپلې خاورې وایستې.

کتونکي د پاکستان دې اقدام ته د یوه مثبت انکشاف په سترګه ګوري ځکه چې دغو ملایانو به د پاکستان له جوماتونو څخه په افغانستان کې د نفرت او جګړې د خپرولو او تبلیغ لپاره کار اخیست.

د دوی په وینا اوس هم د شمشتو او ګڼو نورو کمپونو په جوماتونو کې ځوانان هڅول کېږي چې افغانستان ته د جنګ یا د دوی په ژبه د جهاد لپاره لاړ شي. په دغو ځایونو کې د جګړې د تمویل لپاره بسپنې یا چندې هم په ښکاره ټولېږي.

د پاکستان ایکسپریس تریبیون ورځپاڼه وايي، د افغان ملایانو د کورنیو غړیو د جمعې په ورځ ورته وویل چې د پاکستان حکومت لږترلږه د ۳۶۰ افغانانو، چې په جوماتونو کې د ملا امامانو او واعظانو په توګه کار کوي، لیست جوړ کړی دی.

ورځپاڼه وايي، د ۲۰۱۴ میلادي کال د دسمبر په شپاړسمه نېټه د پېښور پر پوځي ښوونځي د طالبانو له حملې وروسته ګڼ شمېر افغان ملا امامان افغانستان ته شړل شوي دي.

ایکسپریس تریبیون وايي چې دوی ته د څرګند شویو اسنادو پر اساس د پېښور ښار په مختلفو جوماتونو کې ۱۸۵ تنه افغانان د ملا امامانو او خطیبانو په توګه کار کوي، ۴۹ تنه نور ورته دنده په چارسده کې لري.

همداراز په مردان کې ۴۶ او صوابۍ کې ۱۳ افغانان د جوماتونو امامان او خطیبان دي.

پاکستان تراوسه پوري ۲۰ افغان ملا امامانو ته تابعیت ورکړی دی خو ګڼو نورو یې جعلي شناختي کاردونه اخیستي چې حکومت یې پر ضد اقدام کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *