تاند، چهارشنبه، د ثور ۱۰مه: د خیبرپښتونخوا حکومت وايي، دوی د محلي تولیداتو د بازار لپاره په دې غور کوي چې له افغانستان سره د تورخم دروازه خلاصه شي او په دې اړه یې اسلام اباد ته هم خپل وړاندیز استولی دی.

 د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر محمود خان دا خبره تېره ورځ د سوداګرۍ  او صنایعو خونې له مشرانو سره په لیدنه کې کړې ده.

 ښاغلي محمود خان ویلي، دی سوداګرو ته له افغانستان سره د راکړې ورکړې په برخه کې له ورپېښو ستونزو خبر دی او د حل لپاره به یې مناسبې هلې ځلې وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې په پيښور کې سوداګرو اعتراض کړی و چې له افغانستان سره د تورخم دروازې په تړل کېدو دوی د تولیداتو له پلوه له زیان سره مخ شوي دي او حکومت دې ورته له افغانستان سره د راکړې ورکړې اجازه ورکړي.

بلخوا د پاکستان حکومت زرګونه لارۍ په تورخم او چمن ګېټونو درولې دي چې د ځینو مالونه خوسا شوي او په ځینو د ډیمریج تاوان ورځ تر بلې زیاتېږي.

که څه هم پاکستان په اوونۍ کې درې ورځې دغو لاریو ته د تېرېدو راتېرېدو اجازه ورکړه، خو دا پروسه هم ویل کېږي چې سمه نه عملي کېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *