تاند- د خیبر پښتونخوا ایالتي حکومت د پنجشنبې په ورځ /دسمبر۲۵/ وویل چې په دې صوبه کې به د غیرقانوني افغان کډوالو پر ضد اقدام وکړي او هغوی به خپل هیواد ته واستوي.

د خیبرپښتونخوا د صوبايي حکومت د چارواکو په وینا په دې ایالت کې غیرقانوني مېشت افغانان د تروریستي پېښو، جرمونو او ناکراریو سبب کېږي.

تر دې مخکې د خیبرپښتونخوا ایالتي حکومت اعلان کړی و چې په یوه میاشت کې به ټول افغان کډوال له دې صوبې څخه وباسي.

پاکستاني چارواکي هغه افغانان غیرقانوني بولي چې راجستر شوي نه دي او یا یې د وېزو موده پوره شوې ده.

دا په داسي حال کې ده چې ډېر افغانان باور لري تر څو چې افغانان په پاکستان کې د مهاجرو په توګه اوسي تر هغو به استخباراتي ادارو ته ارزان بیه افغان ضد ملېشې په اسانه په لاس ورځي څو د افغانستان پر ضد یې هر ډول چې غواړي هغسي وکاروي.

د خیبرپښتونخوا اعلي وزیر پروېزخټک وویل:«د افغان کډوالو د ستنولو لپاره به یو میکانیزم ژر تر ژره چمتو شي.»

ده همداراز وویل چې صوبايي حکومت تر ممکنه حده په سیمه کې د سولې لپاره هلې ځلې کوي خو دا کار تر هغو ممکن نه دی چې له افغانستان سره د پاکستان پولې خوندي شوي نه وي او د پاکستان بهرنۍ پالیسي د دغه هیواد د ګټو په خاطر بیا کتل شوې او تغییر پکې راغلی نه وي.

داسي ښکاري چې په پېښور کې د پوځیانو پر ښوونځي وروستۍ حملې، چې له کبله یې نژدې ۱۵۰ تنه ووژل شول، د پاکستان پوځ او استخبارات د ستراتیژیک عمق له پالیسۍ څخه لاس اخیستلو ته اړ ایستلي وي. د ځینو کتونکو په وینا دا چې د خیبر پښتونخوا ایالتي حکومت د افغان کډوالو د ایستلو پر پالیسۍ غور کوي ممکن د پاکستان د استخباراتي ادارو او پوځ د دریځ له بدلون سره اړه ولري.

د خیبر پښتونخوا صوبايي حکومت د عمران خان په مشرۍ له تحریک انصاف ګوند سره تړاو لري چې د پاکستان پوځ او استخباراتو ته نژدې دی.

د پېښور له حملې وروسته د پاکستان پړوځي چارواکي او سیاستوال په ښکاره وايي چې په افغانستان کې د دوی نیایتي جګړه یوه تېروتنه وه او وخت اوس بدل شوی دی ځکه چې د پاکستان ګټې له دې لارې نه شي ترلاسه کېدای. خو راتلونکې څو اوونۍ به ثابته کړي چې پاکستاني سیاستوال او پوځي چارواکي په خپلو ځرګندونو کې څومره ریښتوني دي.

One thought on “د خیبر پښتونخوا حکومت وايي چې یوازې غیرقانوني افغانان باسي”
  1. دخيبر پشتون خوا اسامبلی اداری ته.
    داچه تاسی ديوی پيشی په نسبت چه هغه هم تاسی وطنوالو دخپل غچ په مقابل کی انجام کری او په خپل عمل معترف هم دی واقعاءچه ډ يره دردناکه او غيری انسانی واقعه وه نو تاسی ولي زمونږ افغانان ورونه او يا ووايم زمونږ کډوال په تکليفه وی تاڼی مو په ډکي کړی په ګشت او ګذار باندې مو بنديز لږولی او در ګرده دوتلو اعلانونه ورته کوی.
    ستاسی دايوه واقعه چه هغه هم ستاسی خپلو خلکو انجام کړی او داچه ستاسی او ستاسي په هدايت دا ( ۳۵ )کاله څه نا خوالی نه وی چه مونږ افغانانو ونه زغملی.
    ماشومان, ځوانان,سپينګيری او سپين سري مو راته ووژل.مکتبونه,مسجدونه,سرکونه اوپلونه,تعليمی اداری او نور موسسات مو راته تخريب اوله منځه یووړه.زراعت او مالداری مو ټپ ودريده.زمونږ ږغ پورته نه شو ولی داچه پخپله مو کړی او ومو ليده اواز او چغو مو ټول جهان نيولی .مونږ درته صبر کړی او دصبر مڼي په وار پخيږی.

    همدا نوز شريف وو بل څوک خو دده په نامه نه دی راغلي هماغه زړه کر غيړنه څيره ده چه ?
    ۱/زمونږ با قدرته اردوي ئ دمنځه يووړ.
    ۲/زمونږ په پشو ولاړ اقتصادئ په صفر کی ضرب کړو.
    ۳/څه شوه هغه مغزونه او چا ددي خاوري څخه فرار ته مجبور کړه.
    ۴/دغه دنن ورځي ناخوالی چه نن مو په هغي جنګيږو او پري نه جوړيږو هر يو دقدرت او قدرت مندی چغي وهو داچا راته په ميرآث را پريشود.
    ۵/دتجزئ اور مو راته رابل کړ مګر داچه افغانان خپل منځ کی هرڅه کوی تجزيه نه منی ناکامي ستاسی ته مخ درتور کړه ولی آوس هم ارام نه کشينی دکينی او دشمنی لمبو پسی بله دړوکي په لاس ګرځی.
    مونږ افغانان نه تروريستان اونه يرغلګراونه ترهګر اونه زان وژونکی وو او نه به اوسو دا هغه تروريستی اعمال دی چه ستاسی دخاوري څخه ټول جهان او بالخاصه اسلامې ممالکو ته صادريږی.
    خدای ته وګورۍ دا غيری اسلامې اعمال خوشی کړۍ او داسلامی مقدساتو ته رجوع وکړۍ.
    که چيری واقعاء دپاکستان دولت په خپلو خلکو درديږي او ددی کوچنيانو انتقام ته وفا داره اوسی .
    ۱/ اول لازم ده چه دتروريستانو مشر او تهداب ګذار جنرال حميدګل سره دده شاوخوا ملګرو چه دده په حلقه کی دی ګرفتار او دمحاکمی دميز شاته ودروی.
    ۲/که انتقام اخستونکي او دترورېزم قبر ايستونکی ئ نو ټول تروريستی مرکزونه چه مکمل ادرس ئ تاسی سره موجود دی دمنځه يوسی اوددوی دړه ور وتړۍ.
    ۳/که لا غواړۍ چه افغانستان او پاکستان په امن او ورورګلوۍ فضا کی ژوند وکړی هر څه عاجل حقانی او دده دار او دسته ,ملاعمر او دده داراو دسته چه طالبان دی دمنځه يوسه.تر خو دځمکی په سر انسانان پوه شی چه مونږ هم بشر اوهم بشری حقوق لرو.
    ديو جنرال او نظامی کار پوه په توګه سپينه او پاکه ووايم دا کار دنواز شريف تر وسعی او قدرته پوره ده چه به خپله خاوره کی داعملي او بشرته خدمت وکری اوتاريخی نام نيکی وګتی.
    صرف اخر کی بياواي م چه دافغانستان دمظلوم هيواد مظلو م بچي دی پاکستان او پاکستيا نان نور نه زوروی.
    په اخرکي بيا په نواز شريف ږغ کوم چه پنجابېان نن يو څه او سبا بل څه وائ لطفاء ددي عمل سره مخه شی وکړه انسانی او بشر دوستی تصميم ونيسه چه تاريخ درباندی ووياړی داسی نه چه دتاريخ توره داغداره لکه ستا په تندی ونخلی او تور داغ ئ تر قيامته پاتی شی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *