تاند- د خیبر پښتونخوا ایالتي جرګې (صوبايي اسمبلي) له افغان کډوالو سره د پاکستاني پولیسو پر ناوړه چلند انتقاد وکړ او غوښتنه یې وکړه چې دا نامناسب چلند نور باید پای ته ورسېږي ځکه چې د دوو هیوادونو اړیکې لا خرابوي.

پاکستاني رسنیو نن /شنبه/ راپور ورکړ چې د خیبر پښتونخوا ایالتي جرګې غړیو له افغان مهاجرو سره د پولیسو چلند د افغانستان، پاکستان او ملګروملتو د درې اړخیزې موافقې خلاف وباله.

دوی د پولیسو له لوري د افغانانو د ځورونو د پای ته رسېدو کلکه غوښتنه وکړه.

د خیبر پښتونخوا د صوبايی جرګې غړیو په زوره د افغانانو له ایستلو سره هم مخالفت وکړ، ویې ویل چې دا کار د پناه غوښتونکو پر کورنیو او د هغوی د ماشومانو پر ژوند ناوړه اغېزې شیندي.

له کله چې پاکستان په خپله خاوره کې پر افغان مهاجرو فشارونه او زیاتي پیل کړي په لسګونو زره افغانان خپل هیواد ته راغلي او له بلې خوا د وېزې د الازمي کېدو له کبله د پاکستاني ډاکترانو او دوکاندارانو کاروبار سخت زیانمن شوی دی.

پاکستاني رسنیو د جمعې په ورځ وویل چې پخوا به د تورخم له لارې خیبر پښتونخوا ته د ورځې ۱۵ زره افغانانو سفر کاوه خو اوس دا شمېر تر زرو لږ شوی دی.

د خیبر پښتونخوا د ایالتي جرګې غړیو هم پر افغانانو د فشار اقتصادي ستونزې یادې کړې، ویې ویل، په داسي حال کې چې هند افغانانو ته خپله وېزه اسانه کړې او سفري خدمات یې ارزانه کړي، اوس دا د پاکستان په ګټه نه ده چې افغانان د پاکستان د وېزو اخیستلو ته اړ باسي.

دوی له مرکزي حکومته (اسلام اباد) وغوښتل چې افغان کډوالو ته خپل هیواد ته د ستنېدو لپاره وخت ورکړي څو په پاکستان کې خپلې ستونزې حل کړي او بیا لاړ شي.

ویل شوي چې له ډېرو په زوره ایستل شویو افغانانو څخه په پاکستان کې دوکانونه او نورې شتمنۍ پاتې شوي دي.

ملګروملتو تېره اوونۍ اعلان وکړ چې د روان میلادي کال له پیله تراوسه پوري تر ۳۷ زره زیات راجستر شوي افغانان خپل هیواد ته بېرته تللي دي.

د ملګروملتو د کډوالو لویې کمیشنرۍ یوه چارواکي د چهارشنبې په ورځ د پاکستان اسوشیتید پریس خبري اژانس ته وویل، ۳۷۲۷۳ راجستر شوي افغان کډوال افغانستان ته بېرته ګرځېدلي چې د هغو له منځه ۲۶۸۵۴ له خیبر پښتونخوا څخه، ۳۷۲۹ له بلوچستان څخه، ۱۰۹۶ له سند ایالت څخه، ۴۹۲۶ له پنجاب ایالته، ۵۷۷ له اسلام اباده او ۹۱ نور له ازاد کشمیره ستانه شوي دي.

One thought on “د خیبر پښتونخوا صوبايي جرګې له افغان کډوالو سره د پولیسو د ناوړه چلند د بس کېدو غوښتنه وکړه”
  1. زما هغه ورځي یادیږی چی همدغه مهاجرو ته به پاکستان تر خپلو خلکو د مهاجرو ډیر قدر کاوه او د دین پتنګان او دپاکستان ددفاع لښکر ګڼل
    زما هغه ورځی یادیږی چی مجاهدینو به دپاکستان( انصار ) په سره زور خلک مهاجرت ته مجبورول
    خو اوس چي افغانان د پاکستان له دم څخه سرکشی کوی یا به وطن ته راستنیږی اویابه غلام کیږی
    تاسی په دی پارور ولری که د باکستان او افغانستان تر منځ اړیکی نوری هم خرابه شی نو پاکستانیان په دافغانانو څخه ښخی هم بوزی په داسی ډول چی له بنګلهدیش سره یی کړی و
    همدغه مهاجرین کرام دی چی د سرتیتی او غلامی ورځي تیروی او راځي خپل وطن ورانوی
    هرهغه افغان چي کورته نه ر اخي همدا بهیی جزا وی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *