تاند- د خیبر پښتونخوا په چارسده کې، چې د عوامي نشنل ګوند مرکز ګڼل کېږي، نن /سې شنبه/ درې پر له پسې چاودنې وشوې.
راپورونه وايي چې چاودنې د چارسېدې د محکمې مخته شوي او ورسره په یو وخت د ډزو اوازونه اورېدل شوي دي.
د پولیسو یوه مشر سهیل خان وویل، دا چاودنې د ۳ انتحاریانو له لوري وشوې. ده وویل چې حمله کوونکي انتحاریان د پولیسو په ډزو ووژل شول.
تراوسه پوري د چاودنو په نتیجه کې د مرګ ژوبلو کره معلومات نشته.
وروستی خبر
د چارسدې پر سیمه ییزه محکمې د نن ورځې په انتحاري بریدونو کې لږترلږه ۶ تنه وژل شوي او ۲۰ نور ژوبل شوي دي.
په دې پېښه کې ۳ انتحاریان هم وژل شوي.