۲۹/۴/۱۳۹۶
د داؤدزیو قوم چې د هېواد په څو ولایتونو کې مېشت دی، د دغه قوم د سراسري ټولنې یو شمېر مشرانو، مخورو او ځوانانو د حزب اسلامي له امیر سره په لیدنه کې د سولې او امنیت په برخه کې د حزب اسلامي سره خپل بشپړ ملاتړ اعلان کړ. دوی د خپل قوم د سراسري ټولنې د معرفي او د حزب اسلامي د ملاتړ ترڅنګ وویل، په افغانستان کې د داودزیو سراسري ټولنه د وروڼو د یووالي او په هېواد کې د سپېڅلو ارمانونو د تحقق په موخه جوړه شوې ده چې ډیری وګړي یې تاسو ته ژمن دي. ستاسو تر قیادت لاندې افغانانو وکولی شول چې کمونېزم ته په دې هېواد کې ماتې ورکړي او د پخوانۍ شوروي له شر څخه ټوله نړۍ وژغوري. همدا ستاسو مدبر قیادت و چې نن بین الافغاني سوله کامیابه شوه او د مکار دښمن مخ هغمسې چې تور و تور شو. افغانستان نن سبا تر هر څه زیات سولې او پخلاینې ته اړتیا لري، باید دا کار په بین الافغاني تفاهم سره ترسره شي، موږ ولیدل چې دا ستونزه تر هر چا وړاندې حزب اسلامي درک کړې وه او د حل په موخه یې په پوره جرئت سره صادقاته او عملي ګامونه پورته کړل. په دې سره حزب اسلامي د بین الافغاني مذاکراتو او تفاهم بنسټ کېښود، چې د ډېرو دردمنو او مظلومو افغانانو په زړونو کې یې د سولې او ښېرازۍ لپاره نوې هیلې راوټوکولې. تاسو او ستاسو ملګرو خپل اعتبار ولس ته ښوولی، هم مو جهاد کړی، هم هجرت، هم مو د زندانونو تورې شپې لیدلې او هم مو په فکري برخه کې شهکارونه کړي دي. زموږ په اند هېڅوک حق نه لري چې پر افغانانو د زور او جبر له لارې حکومت وکړي، د دې خاورې د هر مکار دښمن مخ به تل تور وي. موږ د دواؤدزیو قوم سراسري ټولنه ستاسو سره د هر ډول مرستې او ملاتړ ژمنه کوو، ستاسو څخه غواړو چې د سولې په لار کې لا چټک ګامونه پورته کړئ، په دغه لار کې مو رضاکاره او بې اجورې ملګري پکار ول؛ د داؤدزیو سراسري ټولنه یو له دغو ادرسونو څخه ده.
د حزب اسلامي امیر د داؤزيو قوم له مشرانو څخه مننه وکړه چې د سولې او امنیت په راوستو کې یې د خپلې صادقانه مرستې ژمنه وکړه، زیاته یې کړه، زموږ یو هدف دا دی چې په هېواد کې د وروڼو قومونو په متحد کولو سره وکولی شو ټول ملت سره متحد او منسجم کړو څو په ډلییزه توګه د ناوړه پېښو مخه ونیسو او سولې، سوکالۍ او پرمختګ ته لاره خلاصه کړو. وینو چې دښمن هڅه کوي چې ملت مو وپاشي، بې اتفاقي خپره کړي څو دوی په اسانۍ سره خپلو شومو موخو ته ورسېږي. دوی وړې، سپکې او د ملت له ملاتړ څخه تشې ډلګۍ د خپلو شومو موخو لپاره پالي، دا ډلګۍ هر استعمارګر ته لاس په نامه ولاړې وي، دا د هر استعمارګر طبیعت دی چې وړې ډلګۍ په لاس کې نیسي څو یې تل ملاتړ ته تیار وي.
افغانان سرلوړی او عزتمند ملت دی، د هېچا زور او جبر ته تسلیم شوي نه دي، د هېڅ زورور او جابر حکومت نه مني او نه یې منلی، بېلګې یې مغرور روسان او د ناټو ځواکونه وو، روسانو په (۱۲۰۰۰۰) یو لک او شل زره عسکرو او ډول ډول خطرناکو وسلو ونه شو کولی افغانستان اشغال کړي او د خپلې خوښې حکومت پرې تحمیل کړي، همدارنګه ناټو چې (۱۶۰۰۰۰) یو لک او شپېته زره عسکر یې په یو وخت د پنځلسو کلونو لپاره دلته په جګړه بوخت وو او په ټولییز ډول تر یو میلیون عسکرو یې په دې جګړه کې پوځي ماموریت ترسره کړ هم یې ونه شوای کولی چې په افغانستان کې خپلو موخو ته ورسېږي او جګړه وګټي، په همدې ډول له دې دوو پخوا او راوروسته هم ډېرو تور مخو ددې ولس د غلام کولو او پر زور د حکومت کولو هڅې وکړې چې له غاښ ماتوونکو ماتو سره مخ شول.
لکه څنګه چې جهاد قرباني غواړي او افغانان په کې تر هر چا وړاندې وو همدغسې سوله هم قرباني غواړي چې باید په ژبه، قلم او لاس یې دفاع وکړو. سوله هغه قوم راوستی شي چې قرباني ورکولی شي، د سولې تمه باید له بل هېچا ونه کړو، باید په خپله ورته کار وکړو. په دې برخه کې موږ په ټولو ځورېدلو افغانانو غږ کوو چې د سولې راوستو لپاره چمتو شئ، جنګ غوښتونکي وپېژنئ او ملاتړ یې پرېږدئ، دا جګړه زموږ د دین او هېواد د دښمنانو په ګټه ده، هغوی پرې پانګونه کوي، غواړي د اوږدې مودې لپاره دلته جکړه توده وساتي، افغانان په خپلو کې سره په جګړو او ناخوالو بوخت وي، د دې جګړې ډیری جنګیالي د دښمن لخوا جګړې ته اړ شوي دي، دا دسیسې باید له منځه یوسو چې زموږ هېوادوال جګړې ته اړ کوي. باید نور هر افغان دا احساس په ځان کې پیدا کړي چې سولې ته د زړه له تله کار وکړي. زه باوري یم چې د هېواد ټولې ناخوالې په سوله، یوالي او امنیت له منځه وړلی شو.
موږ په هېواد کې د ډاډمنې سولې او امنیت راوستو لپاره یوه جامع طرحه لرو، غواړو لومړی ټول هغه اړخونه چې د تېرو څلورو لسیزو په پېښو او سیاستونو کې یې لږه یا ډیره ونډه لرله یوه تفاهم ته سره ورسېږو، بیا د طالبانو په وړاندې یو واحد او سولییز دریځ ولرو، غواړو دا ټول په یوه لویه مجمع کې د هېواد د ټولو لویو او وړو ستونزو لپاره د یو اغېزمن افغاني حل پیدا کېدو او یو ځواکمن مرکزي دولت رامنځته کولو لپاره راغونډ کړو. موږ غواړو په دې مجمع کې ټول دولتي، غیر دولتي، سیاسي، ولسي او علمي شخصیتونه د طالبانو په ګډون راغونډ کړو. دا مجمع به یوازې سیاسي او تبلیغاتي جنبه نه لري بلکې په عمل کې به د تل لپاره د جګړې د خاتمې په لارو چارو او د هېواد د نورو قضایاوو لپاره د اسلام او هېوادنیو ګټو په رڼا کې پرېکړې کوي. د دې مجمع دریځ به واحد وي، اخري پرېکړې به کوي، ټول به یې د پرېکړو احترام او التزام لري. که چا یې د پرېکړو مخالفت وکړ ټول به یې په وړاندې درېږي او ملت ته به یې شوم اغراض بیانوي.
زه مو د شورا ملاتړ کوم، هیله ده ټول عزتمن داؤدزی قوم په کې راټول کړئ او د هر ډول ناوړه پېښو په مخنیوي کې خپل رغنده رول ولوبوئ. باید د جنګ غوښتونکو او جګړې مخالفت وکړو. زه ستاسو له قوم څخه غواړم چې د جګړې او جګړه غوښتونکو په وړاندې قومي تړون وکړئ، چې له دې وروسته به د داؤدزیو قوم د سولې ملاتړ کوي، سیمه یې د سولې سیمه ده، د داؤدزیو له قوم نه چې هر څوک جګړه کوي زموږ له قوم نه وتلی دی، دا پرېکړه وکړئ او د یوه خبري کنفرانس له لارې یې اعلان کړئ، په همدې ډول دا غږ له هر جومات، منبر، جرګې او حجرې راپورته کړئ. دا تړون به مو لوی اغېز ولري، خپل قومي تشکل به مو هم پیاوړی شي، د نورو قومونو څخه مو هم همدا غوښتنه ده چې د جکړې په وړاندې او د سولې او امنیت راوستو لپاره قومي تړونونه وکړي.
د حزب اسلامي د امیر دفتر – فرهنګي او نشراتي څانګه