د دارالامان اداري کمپلکس د کابل ښار په اوومه ناحیه کې د دارالامان ماڼۍ ختیځ لوري ته د (ده دانا) سړک ته څېرمه د بېلابېلو دولتي کلیدي ادارو لپاره رغول کېږي.

د همدې لپاره د ښارجوړلو او ځمکو وزارت د اداري کمپلکس برنامې له لارې په لومړي پړاو کې د کابل ښار د ټولو دولتي بنسټونو اداري کمپلکس چارې د انجنیرۍ او مهندسۍ په لوړو معیارونو په دارالامان سیمه کې پیل کړي دي.

د دارالامان اداري کمپلکس چې په نړیوالو مهندسي او انجینیري معیارونو سره د خطیب العالمي په نوم د یوه نړیوال مهندسي شرکت له لوري ډیزاین شوی، په رغېدو سره به یې هېوادوالو ته چټک، غوره او په یوه ځانګړي ځای کې اسانه خدمتونه وړاندې شي.

د دې کمپلکس د بنسټ ډبره د یک‌شنبې په ورځ د ولسمشر اشرف غني له لوري کېښودل شوه. د دې اداري کمپلکس لپاره پر ۵۰۰ جریبه ځکه ۲۷ اداري ودانۍ رغول کېږي چې ۱۶ یې وزارتونه، ۸ خپلواکې ادارې او ۳ بانکي بنسټونه دي او ټولې چارې به یې په عصري او معیاري بڼه پر مخ لاړې شي.

د دارالمان اداري کپملکس بنسټیز کارونه په ۱۳۹۷م لمریز کال کې پیل او تر بنسټ ډبرې اېښودو وروسته به یې د لومړي پړاو ساختماني کارونه شاوخوا لسو کلونو پورې بشپړ او ګټې اخېستنې ته وسپارل شي. 

ولې دارالامان اداري کمپلکس رغول کېږي؟

لکه څنګه چې له نومه ښکاري د دارالامان اداري کمپلکس جوړول د شاه امان الله خان یو له سترو ارمانونو څخه وو چې له یوې پیړۍ وروسته یې دا ارمان د پلي کېدو په حال کې دی.

د دارالامان اداري کمپلکس له رغېدو څخه د شاه امان الله خان هدف دا و چې د اقتصادي برنامو په پلي کېدو کې له دولت سره د خلکو همکاري لا پراخه شي او ورته مهال په هېواد کې اقتصادي ودې او بهرنۍ پانګې اچوونې ته لار هواره شي، خو د وخت سیاسي شرایطو یې دا ارمان نیمګړی پرېښود.

اوس د ولسمشر اشرف غني په لارښوونه د دارالامان اداري کمپلکس په جوړوېدو سره نه یوازې د شاه امان الله خان د یوې پېړۍ مخکینی نیمګړي فصل بشپړېږي؛ بلکې په دې سره اقتصادي ودې او اداري اصلاحاتو ته هم بشپړه بنسټیزه لاره هوارېږي.

د دارالامان اداري کمپلکس ګټې

د دې بنسټیزې ملي پروژې په بشپړېدو سره به د حکومت سکټوري بنسټونو تر منځ همغږي لا پیاوړې شي، د ۵۰ زره کارکوونکیو لپاره د کاري ځای ظرفیت لري، په دې سره به د کارکونکیو لپاره مناسبه کاري فضا رامنځ‌ته او هېوادوالو ته به په شفاف ډول اسانه خدمات وړاندې کېږي.

اوس چې د ټولې دولتي ادارې د ښار په منځ کې موقعیت لري د ښاریانو لپاره یې یو لړ امنیتي ستونزې هم پیدا کړي چې د دارالامان اداري کمپلکس په رغېدو سره به دا ستونزه هم حل شي.

د دارالامان اداري کمپلکس له رغونې سره به افغانستان د اداري کمپلکس لرونکیو هېوادونو په ډله کې د نړۍ پنځم هېواد شي، ځکه دا کمپلکس په نړیوالو انجنیري او مهندسي معیارونو سره سم رغول کېږي.

د دې اداري کمپلکس په جوړېدو سره به د دولتي ادارو تر منځ د همغږۍ کچه په بې‌سارې توګه لوړه شي، ځکه دا کمپلکس یوازې د دولت ډېری کلیدي ادارو لپاره رغول کېږي.

د دارالامان اداري کمپلکس په جوړېدو سره به هېوادوال عدلي، قضایي، اوبو، برېښنا، کرنيزو، صنعتي، ښوونیزو، روغتیایي او ټولو دولتي خدماتو ته لاسرسی ولري او په دې سره به بنسټیز اداري اصلاحات رامنځ‌ته شي.

د دې کمپلکس په جوړېدو سره به هېوادولو ته د چټک او اسانه خدمتونه وړاندې کېدو تر څنګ ټولې دولتي چارې د ښار په یوه ځانګړې سیمه کې تر سره کېږي او په ورته وخت کې له ترافیکي او ښاري ګڼې ګوڼي په کموالي کې هم مهم رول لوبوي.

د نورو اسانتیاوو تر څنګ د دارالامان اداري کمپلکس په جوړېدو سره به د اړوندو دولتي ادارو تر منځ کاري او فزیکي واټن له‌منځه لاړ شي او ټولې چارې به له هر ډول ځنډ پرته تر سره کېږي.

د دې کمپلکس د رغولو لپاره ټوله ۱٫۶ مېلیارډه ډالره بودجه خپله افغان حکومت پر غاړه اخېستې او ښه‌والی یې دا دی چې که په اټکل شوې بودجه کې زیاتوالی او یا کموالی راشي، د کمپلکس په مهندسي او ساختماني چارو به هېڅ منفي اغېزه و نه‌کړي.

2 thoughts on “د دارالامان اداري کمپلکس وپېژنئ | ضمیر ساپی”
  1. د ډیرو پروژو ډبری مو کیښودی خو تر اوسه یی هیڅ کوم درک نه لګیږی.لکه مچلغو د اوبو بند.شاه توت د اوبو بند.او داسی نور.
    فقط پروژه په کاغذ طرح کړی او خارجیانو ته یی وښایی ،بیا له خارجیانو څخه پیسی په اوباسی ،بیا هغه ویسی په خپل منځ کی سره وویشی،پروژه هم ورکه شی او پیسی هم ورکی شی.
    دا مو هم نوی چل خارجیانو ته جوړ دی چه پیسی تری ووهی.خو اوس خارجیان هم پوه دی.
    تاسو ته د پیسو ټګی پروژو ښه چلونه درځی ،خو نغمه سندری بولی وایی ،چه مینه څرنګه کیږی ماته یی چل نه راځی.یوه ورځ به د ټولو سره حساب کتاب وشی،

  2. بهترینه پروژه ده او یو داسی شرکت ته یی قرارداد ورکړی چی په دوبی کی مهندسی کوی سوال دا دی چی ایا ساختمانی چاری هم دوی پر مخ وړی او که دیزاین؟ کومی اداری په لومړی پړاو کی ور انتقالیژی؟

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *