د افغانستان پاچاهانو او واکمنانو هریو په خپل وخت کې د خپل کار او دفتر لپاره  په مختلفو سیموکی  تعمیرونه آباد کړی او هلته اوسیدلی دی. د کابل بالاحصار د تیمورشاه له واکمنی نه تر امیردوست محمد خان پوری د افغانستان د شاهانو مقرو. امیرشیرعلی خان بیا په شیرپور کې د نوی ښار بنست کیښود او د شیر پور په نوم  یی ونوماوو چې د هغه د پلازمينې پاته شونی د ښاغلی حامد کرزی تر واکمني پوری موجودی وی او دافغانستان د وسله وال پوځ  22  پلی لوا هلته  موقعیت درلود.

اوسنی ارګ بیا د امیر عبدالرحمن خان  په واکمنی کې تاسیس شو چې تر نن پوری  د استفادی وړ دی.  امیر امان الله خان  له اروپا نه تر راستنیدو وروسته تصمیم ونیو  چی د کابل ښار په نوي  او مدرن شکل سره اعمار کړی او د اوسنی دارلامان ماڼۍ شمال خواته  چې اوس د کابل موزیم ، د محمود طرزی لیسه او تر پیداګوژی انستیتوت ، توبرکلوز روغتون پوری ساحه پکی  موقعیت لری د لومړی کارتي په نوم  د خپلو وزیرانو او نورو لوړ رتبه مامورینو لپاره تخصیص ورکړل شوی وی.

د هغې ساحې شمال ته دوهمه کارته  جوړه کړی چې د علاوالدین دری لاری پوری رسیږی او په همدی ترتیب شمال ته دریمه او څلورمه کارته او بیا جمال مینه  د غرب خواته میرویس مینه او خوشحال خان مینه جوړه کړی چې  همدا اوس  په همدی نومونو آبادی شویدی.

Darulamanد دارالامان ماڼۍ د اویایمې لسیزې له کورنیو جګړو مخکی.

د دارالامان  ماڼۍ  د افغانستان له تاریخي یادګارو له جملی نه ده  چې د کابل ښار له مرکز نه تقریبا اته کیلومتره جنوب  لویدیز لوری ته د چهاردهی  په ساحه کې د دارلامان  د عمومی جادی  په انتها ، د قورغ د غره په لمنو کې د « تاج بیګ » ماڼۍ ته نژدی د مرحوم غازی امان الله خان  په وخت کې جوړه شویده . د دارلامان د ماڼۍ د جوړیدو په وخت کې د افغانستان او آلمان ترمنځ  ښې سياسی اړیکې وجود درلودی . د « جوزف برکس  » په ابتکار  د ښارونو او کورجوړولو په برخه کې د آلمان د دولت 22 تنه مهندسان او انجنیران کابل ته راغلل او د دې قصر په جوړولو کې 700  افغان کارګرانوبرخه درلوده . د دې ماڼې د جوړولو کار  د « والتر هارتن »  په نوم آلمانی انجنیر په 1304  هجری لمریز کال کې پیل کړ او په 1306 کال کې یی کار تکمیل شو. نوموړی قصر له 150  وړو او لویو اتاقو نه تشکیل شوی و چې د امانی دوری ټولی دولتی دستګاه  له هغه نه استفاده کوله .

German Engineers in Afghanistanد آلمانی انجنیرانو عکس  په افغانستان کې.

د دارلامان ماڼۍ 22 قوس د1347 کی چې د 1968میلادی کال سره برابردی او دوخت د فواید عامی یا ټولګټو وزارت پکې واقع وو،  د برښنا د شارتی له امله یی دریم منزل سوځیدلې وه چې بیرته ترمیم شوه اووروسته  د وخت د عدلې وزارت  ترې استفاده کوله.  د سردارمحمد داودخان د 1355 کال د اساسي قانون د تصویب لویه جرګه  پدې قصر کې جوړه شوی وه . د حفیظ الله امین  په واکمني کې  د هیواد  د جمهوری ریاست  دستګاه یوځل بیا د دارلامان قصر ته ولیږدول شو ، ترڅود  1358 د جدي په 6 د شورویانو د یرغل په وخت کې ماڼۍ اور واخیست  .

د هجری لمریزې شپیتمی لسیزې په کلونو کې د افغانستان د دفاع وزارت له دې ماڼۍ نه استفاده کوله چې  د 1368 کال د حوت د میاشتی د 16  ورځې کودتا په ورځ چېد دکتور نجیب الله پروړاندی  د جنرال شهنواز تڼي له خوا شروع شوی وه ډیره تاوانی شوی وه مګر ژر بیرته ترمیم شوه .

د اویایمې هجری لمریزې لسیزې په  لومړیو کې چې مجاهدینو له خوا د قدرت په سر کورنی جنګونه وشول ، د افغانستان دغه تاریخی بنا یوځل بیا ډیره سخته زیانمنه شوه او کله چې د وخت د دفاع وزارت  د ګلبدین حکمتیار او عبدالعلی مزاری  له ګډې غونډی نه اطلاع حاصل کړه په دې  قصر باندی یی دوه ځلې بمباری وکړه  چې په پایله کې یی قصر په کنډوالو بدل کړ. پاته دې نه وي چې حکمتیار او مزاری یوازی لس دقیقی مخکی له نوموړی ځای نه وتلی ول. له 1373 – تر 1395 پوری پورته یاد شوی ماڼۍ متروکه او د استفادې وړ نه وه.

د 1395 کال د غبرګولی په لسمه ورځ د افغانستان  د اسلامی دولت  ولسمشر او  دافغانستان  اجراییه رییس عبدالله عبدالله د دارلامان د تاریخي ماڼی د بیا رغونی کار د افغانستان له بودجی نه د شپاړس میلیون  امریکایی دالرو  په مصرف سره رسما پیل کړ او د افغانستان د ښاري پراختیا د عالی کمیسیون لومړنۍ غونډه  د نوموړې وداني په کنډوالو کې جوړه کړه.

ښاغلی اشرف غنی د افغانستان د اسلامی دولت جمهورریس  هیله من دی  چۍ د پورته ماڼۍ له بیا رغونی نه وروسته د هیواد ستره محکمه له دې قصر نه استفاده وکړی. ځکه د هیواد  د ملي شورا ودانۍ هم قصرته نژدی  جوړه شوې ده.

 د افغانستان ولسمشر د اطلاعاتو او فرهنګ ، ښار جوړولو وزارتونو او دجمهوری ریاست  دفتر ته دنده سپارلی وه چې د نوموړی  قصر د بیارغونې کار  د هیواد د تاریخی ، فرهنګی  میراثونو د ساتلو ، دنړیوالو ګرځندویانو د جذب او د امانی دورې د معماری د هنر د بیا احیا  لپاره  د راتلونکو پنځو کلونو په موده کې  تکمیل کړی.

د دارلامان قصر تاریخي اهمیت په دی کې دی کله چې د سیمی نور هیوادنه لا د استعمار تر سیوری لاندی  ول، د افغانستان د خپلواکۍ بیرغ د دې ماڼۍ په سر رپانده وو اونورو ته یی د خپلواکۍ ځلانده پلوشې  ورسیدلی.

په دی لیکنه کې له  ویکی‌پیدیا،  بی بی سی، فیسبوک او لاندی منابعو نه استفاده شویده:

بازسازی قصر دارالامان شروع شد | افغانستان | DW.COM | 30.05.2016

www.dw.com/fa-af/بازسازیقصردارالامانشروع…/a-19293306

دارالامان در افغانستان دوباره قصر می‌شود – BBC Persian – BBC.com

www.bbc.com/persian/…/05/160530_l47_vid_af_ruined_palace

Meer afbeeldingen voor قصر دارالامان افغانستان

قصر دارالامان – ویکی‌پدیا، دانشنامهٔ آزاد

https://fa.wikipedia.org/wiki/قصر_دارالامان

http://database-aryana-encyclopaedia.blogspot.be/2011/11/blog-post_844.html

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *