تاند- ټاکل شوې ده چې نن /یکشنبه/ د دارالامان اداري کمپلیکس کار رسما پیل شي.

د ښار جوړونې وزارت ویاند حشمت الله ناصري وايي چې تر دې دمه د ملکیتونو تثبیت او د استملاک چارې بشپړې شوې دي او د کمپلیکس لپاره به د زېربناو چارې هم ژر تکمیل شي«د کمپلیکس په زیربناوو باندې له ۱۳۹۷ کال راهیسې کارونه پیل شوي وو.»

ښاغلی ناصري وايي، نن /یکشنبه/ به د دارالامان اداري کمپلیکس ودانیزې چارې رسما پیل شي او دا کار به یو معتبر ودانیز شرکت او د جمهوري ریاست عملیاتي اداره مخته یوسي: «موږ په دې برخه کې یوازې اجرايي او د اسانچاري رول ولوبوو.»

حشمت الله ناصري وايي، د کمپلیکس په جوړېدو به ۲۷ دولتي ادارې، وزارتونه، خپلواکې ادارې او عدلي قضايي بنسټونه ټول دارالامان ته را ولېږدول شي«دا کار به په دوو پړاونو کې وشي، په لومړي پړاو کې به ۱۳ دولتي ادارې او دوهم پړاو کې به ۱۴ ادارې دارالامان ته راولېږدول شي.»

په دې سیمه کې د عدلیې وزارت لپاره مجهزه ودانۍ جوړه شوې او دا وزارت ورته رالېږدول شوی دی.

په وروستیو څو کلونو کې د دارلامان او تاج بېګ ماڼیو د بیارغونې چارې پیل شوي چې د دواړو چارې شاوخوا ۹۹ سلنه بشپړې شوي او ټاکل شوې ده چې د هیواد د خپلواکۍ د سلمې کالیزې په یواړ رسماً پرانیستل شي.

ولسمشر غني درې کاله وړاندې ویلي و چې ټولې یا هم ۹۰ سلنه دولتي ادارې به دارالامان ته ولېږدوي.

دارالامان ته د وزارتونو له لېږدېدو سره به د پلازمېنه په مرکزي برخه بیروبار لږ شي.

By Azhar

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *