دويمه برخه :

د گويته فاوست له دوه بېلابيلو زاويو:

۱.د گويته ٬٬فاوست،، د مارشال برمن له ليده :

له مدرنيزم نه وروسته يا دپوست مدرنيزم په ادبياتو کې  دگويته فاوست  تل دخبرو اوبحثونو مضمون و. نقدونه اوزيات شمير ليکنې پرې شوي دي . له هغه جملې يوه شننه دمارشال برمن په نوم ديوه فلسفي ليکوال او څيړونکي اثر دى  چى د٬٬مدرنيته تجربه ،،نوميږي  اودزياتو بحثونو په لړ کې يو بحث دگويته په فاوست هم تر سره شوى دى .

نوموړى ليکي چې څلور پيړۍ کيږي چي فاوست نامه ليکل شوي ده. په کال ۱۵۸۷ کې ديوهان سيس له خوا ددکتر فاوست تراژيکه تاريخچه دکريستوفر مارلو له خوا وکښل شوه .داداستان په مدرنو ژبو رامنځ ته شو او د ادبياتو په بيلابيلو فورمونو کې يې انعکاس وکړ.مانا داچې دفاوست څيره په بيلابيلو بڼو را څرگنده شوه .   په  پايله کې  فاوست  ديو مشکوک شخصيت  اوسازش منوونکي روښانفکر په توگه وپيژندل شو ، دا کميک يا تراژيک داستان په داسې مهال کې پيښ شو چې فاوست دخپل ذهن دانرژي کنترول له لاسه ورکړ  اوله هغه وروسته متحرک او دايناميک ژوند اويو ډول چاوديدونکي حالت يې  غوره کړ .

گويته له فاوست نه ځانگړى روايت اوپوهاوى  لري . هغه دخپل نبوغ اوروايت له مخې ټولې پخوانۍ انگيرني شاته غورځوي . دگويته فاوست مدرنه ،عصري او نوي خبرتيا لري  داسې خبرتيا چې دظهور او را ښکاره کيدنې په حالت کې ده . نويو ابعادو ته پراختيا ورکوي او ټولې خواوې يې څيړل کيږي. په واقعيت کې ددې اثر عظمت دپراختيا اوځان غوښتنې اود اصالت او  زيږيدني  له مخې  رامنځ ته شو او  دهغه په باب  تخيل  ددې سبب شو  چى ٬٬پوشکين يې دنوى ژوند ټاپو وبولي ،،

مارشال برمن يکي:

٬٬ دگويته قهرمان اودهغه په خوا وشاه  شخصيتونه په دنني شور اوشوق سره دنړيوال تاريخ زيات شميرهغه  درامونه يا نندارې او بيلگې  تجربه کوي  چې گويته اودهغه د دوران خلک يې په  خپل وخت کې شاهدان وو، داثر ټول دنننى حرکت دلويديځې ټولنې دننى کلي حرکت دى  چې په چټکۍ سره ښودل کيږي .

دفاوست دمنظومې پيښې په داسې دوران کې پيل کيږي چې حس اوتفکر عصري شوي دى . ،،  

په واقعيت کې دفاوست د داستان  دظهور شرايط دمنځنيو پيړيو شرايط دي . خو دگويته اثر دداسى گډوډيو اوبحران په حالاتو کې چې مادي اومعنوي انقلاب را څرگند شو، پاى ته ورسيد اوبشپړ شو  . دفاوست اثر هستونه په يوه گوښې کوټه کې ديو روښانفکر په توگه پيل کيږي او په توليد اوپرمختگ باندې پاى ته رسيږي  اوبشپړيږي . دگويته په روايت سره دفاوست  له مضمون څخه سوژه (فاعل ) اوابژه ( موضوع ) دټول جهان بدلون دى . نه يوازى دقهرمان بدلون بلکې  دگويته فاوست دداسې پيښې اوحادثې تمثيل دى چې د۱۸ پيړۍ په پاى کې يا د۱۹ پيړۍ پر سر کې پيل  او نوى نړۍ رامنځ ته شوه .

کوم حياتي ځواک چې  دگويته فاوست ته روح اوساه ورکوي هغه له اسلافو جلا کوي اوپه واقعيت کې د تحرک عمده ايجادوونکي دى . داسې دايناميزم دى چې دودې  اوپرمختگ ليوالتيا بلل کيږي.

دگويته فاوست هڅه کوي چې دغه ليوالتيا خپل شيطان ته توضيح کړي ، خو دا توضيح ساده نه ده. دفاوست مخکيني موجوديت  په ټوله کې په بيلابيلو ډولونو اود دنيويي متاع په وړاندې   خپل روح مبادله کوي چې په روښانه توگه تعريف اودخاص وعام غوښتنه وه .

پيسې .جنسي لذت ، قدرت ، شهرت ۔وياړ ، خو دگويته فاوست مفيستو فلس ته وايي : ٬٬هو کې  هغه داشيان غواړي خو دا  په خپل ماهيت کې  داسې  څه نه دي چې هغه يې غواړي . ،،

برمن زياتوي :

دگويته دفاوست يوه ډېره مهمه او اصيله مفکوره دفرهنگي اوټولنيزو -اقتصادي پرمختگونو  اوپراختيا همغږي ده . دگويته په عقيده  دودې اوپر مختگ دغه دوه اړخونه نمونې  اومثالونه دمدرن ژوند وعدې دي . کيداى شي هماغه ډول چې موږ د فاوست  په باب پوهيږو  دمدرن انسان له پاره دځان دبدلون  له پاره مناسبه لار داده چې  په ټوله نړۍ کې بدلون را ولي او په ټولنيز فزيکي اواخلاقي لحاظ  دعمل جامه واغوندي .  دگويته قهرمان دخپلو سترو انساني ځواکونو دخلاصون دقهرمان مقام ته رسيږي اودادماضي نه دفاوست ژغورنه ده .

خو هغه بدلونونه  چې  رامنځ ته کيږي ، يعني فردي ،اخلاقي اقتصادي اوټولنيز بدلونونه په انساني لحاظ  په درنه اولوړه  بيه تماميږي .  دشيطان اوفاوست درابطې مانا هم داده چې دانساني ځواکونو تحول اوپراختيا چې يوازې دهغو ځواکونو په ملتيا امکان لري چې مارکس دې وړتيا ته ( دلاندينۍ نړۍ ځواکونه ) ويل.

دگويته فاوست دپراختيا اوترقۍ لومړنۍ  او ډېره عالي تراژيدي ده ، چې درې  پړاوه تعقيبوي .

اول : دخوب ليدونکي په توگه را څرگنديدل .

دويم : دمنځگړيتوب له لاري په عاشق بدليدل   

دريم : دتراژيدي له پاې وروسته دپراختيا غوښتونکي په توگه دژوند لوړ پړاو  ته رسيدل .  

لکه څنگه چې مارشال برمن دگويته دفاوست ننداره تشريح کوي .  لومړې پړاو يې د قهرمان خوب ليدنې حالت ته ورته دي .

فاوست دمدرنو مذکرو اومونثو قهرمانانو له جملې څخه دى چې زموږ دسترگو په وړاندې دشپې په زړه کې له ځان سره خبرې کوي . خو خبر لوڅ کس ،بيوزلى اوبې تجربې ځوان دى ، داسې څوک دى چې دطبقاتي خنډونو،جنسي اونژادي توپيرونو پر اثر په زور سره دتجربو له زده کړو بې برخې دى .

فاوست نه خو دمنځني عمر څښتن دى بلکې دمدرنو ادبياتو يو منځنى عمر لومړنې قهرمان دى . هغه يو معالج اوښاغلي درملوونکې داکتر دى ۔حقوق پوه دى  ،فيلسوف ،عالم  دپوهنځي مدير اوپيژندل شوې پوهاند يا پروفيسور دى . موږ يې په داسې حال کې وينو چې کتابونه يې گردچاپير پراته دي ليکنې ،انځورونه اورسامي اونقاشئ يې ايښي دي ، خو ټولې  لاس ته راوړنې يې پوچې اوخالي دي ، په پرله پسې توگه له ځانه سره خبرې کوي اوپه دې باور دى چې اصلي ژوند يې نه دى کړى .

دبرمن په قول فاوست دځمکې روح حاضروي اوکله چې دغه روح را څرگند شي فاوست دهغه په خپلولو ټينگار کوي . خو روح  دهغه په ځان غوښتنو باندې ملنډې وهي ، او ورته وايي  چې دا به ښه وي  چې دخپل قد اوشان سره په تناسب کې روح پيدا کړې . دځمکي روح له هغه تر مخه چې دفاوست له خيالاتو ليرې شي نو دملنډو ډک لقب ورته ورکوي چې دوروستيو پيړيو په فرهنگ کې  په شدت سره را ځليږي چې د٬٬زبر مرد،،  دمفهوم په توگه را ښکاره کيږي  .  خو په دې اړوند اصلي مساله هماغه متافيزيکي اواخلاقي هغه ده چې دهغه له زړه نه دا سمبول را بهر شي  .  دگويته هدف  د٬٬زبر مرد ،،نه دمدرن انسان له چتې وتلي هڅې نه دي بلکې تر زياته حده  داسې حقيقت ته اشاره ده چې ددغه هڅو زياته اندازه بې ځايه ده . دځمکې روح فاوست ته وايي :ولې ددې کارونو پر ځاى داسې هڅې نه کوي چې په يو اصيل انسان بدل شي .

دبرمن په قول فاوست ټوله شپه ويښ ناست دى دهغه د دروني ژوند سمڅه يا غار نور هم ژوريږي چې بالاخره په دې هڅه کې کيږي چې ځان ترې را وباسي اودتل له پاره په خپله دروني فضا کې چې اوس په قبر بدله شوې زنداني شي . هغه دزهرو جام په لاس کې اخلي خو په  تورتمه شيبه کې يې طرد او نفي کوي اودروښنايي د  تاييد اوتصديق په توفان کې ډوبيږي ، ټوله کوټه خوځيږي .دناقوسونو اوازونه له بهر نه اوريدل کيږي ،لمر راخيژي اودپرښتو يوه لويه ډله اوازونه کوي دا ځکه چې نن دسپيڅلي اختر يکشنبه ده ،هغوۍ وايي:

٬٬مسيح دزوال له بطنه پاڅون کړى دى ! تاسو دخپل زندان دروازې  ماتې کړئ، دورځې له رڼا نه خوند واخلئ . بيا هم دغه مهال دپرښتو اوازونه راپورته کيږي ، دمحکوم انسان له لاسه دزهرو جام لوييږي . هغه نجات پيدا کوي اودډيرو لوستونکو په سترگو کې دا معجزه تل ديو اومه چال په توگه را څرگنديږي . خو دا معجزه پيچلې ده . هغه څه چې دگويته فاوست ته نجات ورکوي عيسى مسيح نه دى . هغه په مسيحي مضمون باندې په جهر خاندي اوهغه څه چې اورې  مخ ترې اړوي .دهغه دحيرانتيا سبب يو بل څه دي . : په دې ډول دا اوازونه له کوچنيوالي پيژنم . چې ان دادى   

ما بيا دژوند په لور  ستنوي . ،،        

دتراژيدې دويم بدلون  دعشق يا مينې پړا ودى :

دفاوست په لومړۍ برخه کې په ټوله نولسمه پيړۍ کې د ٬٬گرچن،، يا مارگارت تراژيدي پاى ته رسيږي .  چې دگويته دحماسې زړه گڼل کيږي . دا داستان سملاسي دېو ستر عاشقانه داستان په توگه دپيړيو په اوږدو  کې پيژندل کيږي . خو دلوستونکو اوليدونکو غبرگون دشک اونا خوښۍ  سره مل وي  . دلايل يې هماغه  دنيکونو ليوالتيا وه . دگويته دحماسې ښځينه  قهرمانه له هغه څه زياته ښه بريښي چې حقيقي جذاب شخصيت گڼل کيږي . د هغي معصوميت له ملودرام سره اړه لري نه له تراژيدي سره . خو گرچن له هغه څه زيات چې دهغې په باره کې ويل شوي يوه حقيقي تراژيکه اوجذابه څيره  ده په زيات باور سره که دگويته دفاوست داستان دودې اوپرمختگ ديو  داستان په توگه په پام کې ونيسو نو دهغه ژورتيا اوشخصيت نور هم زيات څرگنديږي . دتراژيدي دا برخه درې قهرمانان لري ۔يعني گرچن ۔ فاوست  اوکوچنۍ نړۍ . يا هماغه گوښې دونيا يا هماغه کوچنى ښار گوټى اوژور مذهبي ښار . دا هماغه دفاوست کوچنى جهان و، داسې جهان  چې هغه په لومړي پړاو کې ونه شول کړاى ځانته په کې ځاى پيدا کړي . سره له دې چې دهمدې  جهان ناقوسونه وو چې هغه يې دخپگان اوناهيلۍ په حالت کې ژوند کولو ته راوباله . دا هماغه نړۍ ده چې په پاى کې يې له منځه وړي ، په عين حال کې دگرچن سترگې دعمل او تعامل په توگه خلاصيږي ، دگرچن پورې اړه لري . دهغو دواړو عشقي رابطه په دراماتيک  ډول انځوروي .

يعنې دسنتي اوزاړه يا دوديز جهان سره دمدرنو غوښتنو اوهيلو ټکر دى . داسې چلند دى چى پر هغه کې به بيروني چاودنې اوهم داخلي چاودنې رامنځ ته شي.

دبرمن په نظر دگرچن په تراژيدي کې وروستى قهرمان همدا زوړ يا دوديز جهان دى. هغه وايي:

زموږ پيړۍ دخيالي رواياتو په جوړولو سره ارماني شوې اوپه کوچنيو ښارونو کې په  دودونو باندې پابندي بې ځايه ده .

دگويته په قلم دگرچن دتراژيدۍ هستونه  دهغه انځور ويجاړوونکي ده چې په کلي توگه  دزړې ټولنې په ادبياتو کې ترسيم شوى دى . هغه تصوير چې گويته موږ ته راښئ تر هغه مهاله چې دگرچن يا مارگارت  جهانونه و چې موږ له لاسه ورکړلدهغو په باب موږ ته يو ډول  زړه تنگي او نوستالژيک احساس را پيدا کيږي .

دريم بدلون : دگويته دفاوست  داستان دپراختيا غوښتني اوپر مختگ او ودې برخه ده . دفاوست دويمه برخه  ۱۸۲۵-۱۸۳۱ کلونو ترمنځ کښل شوې اوبي شميره فکري اړخونه اوڅرگندوني لري . خو دهغه ژوندى روح  دتمثيل جوړونې لاندې دغه  روح خپه شوى دى .

فاوست په دريم بدلون کې را څرگنديږي په لومړي پړاو کې گوښى اوپه خيالونو کې ډوب دى . په دويم بدلون کې يې ژوند ديو بل چا له ژوند اوميني سره غوټه شوى دى خو په وروستي پړاو کې خپلې غوښتني اوشخصي هيلي داقتصادي او سياسي اوټولنيزو ځواکونو سره پر مخ وړي . اودجوړوني اوتخريب لار غوره کوي . له خصوصي ژوند نه ټولنيز ته مخه کوي. ټول ځواک دټولنې اوطبعيت پر ضد کاروي ،هڅه کوي چې پر خپل ژوند سر بيره  دنورو خلکو ژوند ته هم بدلون ورکړي . اوس هغه داسې لاره غوره کوي چې په اغيزمنه توگه دفيودالي نړۍ پرته له پلار واکي پر ضد عمل کوي . يو نوى ټولنيز چاپيريال جوړوي  زړه دونيا له خلکو خالي کوي اويا يې له منځه وړي.

۲.د گويته فاوست  او ديونگ  دټولنيز ناخبرې شعور له  ليده :

مشهور ارواه پوه  اود ټولنيز ناخبرې شعور دنظرېې طراح په خپل يو مشهور اثر چې ٬٬دخوبونو تحليل ،، نوميږي ،ځاى ځاى  په ياد اثر  کې د٬٬گويته دفاوست،، اثر شننه کوي او دخپلو نظرياتو له مخې يعنې دارواپوهنې له نظره  دفاوست نقش، دگويته نبوغ، اوهستونه او ددغه افساني ميتولوجيک بنيادونه اوا غيزې را سپړي  .

يونگ په خپل  ياد  اثر کې ليکي :

٬٬کله چي فاوست زړيږي اوهڅه کوي معقولانه ژوند وکي  نو دفاوست د دوېمې  برخي په يوه قطعه کې دهغه  جلا اوځانگړې خبري راځي .په دې مانا چې فاوست ليواله دى   چې دزماني دحالاتو سره جوړ جاړى وکي اوپه معقوله توگه خپل علمي ژوند ته دوام ورکړي . خو کله چې هغه ټاکلي شپه رارسيږي هرڅه پکې بدل شوي وي  . دکوټې دروازه بيرته کيږي خو څوک دننه  کوټې ته نه را ننووزي .! فاوست  اړ کيږي  چې کوډي وکړي ځکه له کوډو او جادو پرته  هيڅ کار پر مخ نه ځي .همدارنگه  په داسې حال  چې هغه ويده دى  دخوب په حالت  کې دروازه بيرته کيږي . څوک دننه نه داخليږي  .  دا پيښه يو ډول ما فوق طبيعي مانا لري . فاوست چې خفيه علوم  مطالعه کړي  نو دالفاظو له ظاهرولو کار اخلي .  نظرېه داسې ده   چې هغه شيان  چې ترمخه يې ارواحو ته نسبت ورکولو ،لکه  ميز په سوک وهل يا  دروازه وهل اوداسې نور . همدا راز د دروازې اوديوال دغږ غوږ مانا  داده چې  گويا دا کارونه روح نه تر سره کوي بلکې يوڅه زموږ په درون يا دننه کې موجود  دي چې دغه  ډول  عمل کوي ،

په پايله کې  دارواپوهنيزو مضامينو په را ښکاره کيدلو اودخوبونو په ليدلو سره   داسې څه انگيرل  کيږي چې يو څوک  دا جريان   په خوب کې احساسوي يعنې په خاص ډول يو څه بيرته کيږي او هلک په بله  کوټه کې ليدل کيږي .،،  

يونگ يادونه کوي چې :

٬٬په   فاوست کې درې بڼې اوشکلونه وينو  .: ټانگه چلوونکي، هومونکولوس، اورفوريون.(لرغوني اساطيري يوناني قهرمانان )  ټول داور په وسيله له منځه ځي  . اور هر څه پاى ته رسوي . ان نړۍ  ته دپاى ټکى ږدى . اور چې دفرهنگ شيره اوځواک دى کولى شي لمبې يې را پورته شي  اوهر څه په ايره بدل کړي .،،.

يونگ زياتوي  :
چې دفاوست په دويمه برخه کې يو  (هلک ) را څرگنديږي . لوستونکي دفاوست ددويمي برخي سره زيات بلد نه دي . يونگ ليکي چې : زه په  ځوانۍ کې هم  ددې برخې په  اصلي  مانا نه پوهيدم . وروسته مې بيا  په موضوع سر خلاص  شو . ځيني شيان يې ډير ښکلي اوله معجزې ډک دي . خو دټولنيز ناخبرې شعور  له پيژندلو پرته دگويته په هدفونو پوهيدل کيدوني نه دي .لکه چې دمخه څو ځاېه يادونه وشوه ، څرگنده ده چې دفاوست لومړۍ برخه گويته  په ځوانۍ کې وليکله .دويمه برخه يې په زړښت کې وليکله ،يو عمر تجربه يې حاصله کړې وه . له بلې خوا دا د گويته وروستى اثر دى  چې دټولنيز ناخبرې شعور  ډيري زيرمې لري . دگويته په باور دټولنيز ناخبرې شعور دتجاربو بيان دگويته دنبوغ په مقياس  له همدې ناخبرې شعور سره  په اړيکه کې و .کله چې ټولنيز ناخبرى شعور  په  واقعي توگه عملي  شي نو دانسان  په ژوند اوبرخليک کې په جوړوونکي تجربه بدليږي  دا يوه ،ستره تجربه ده چې  دمحسوس جهان دهغه ټولو ښکلاو اوخطراتو سره سره له هيڅ ډول بلې تجربي سره  نه شى پرتله کيدلاى .   ديونگ په ديادښتونو له مخې په فاوست کې گويته واگنر ته وايي :

٬٬تاسې يوازې دژوند له يوې خوا  څخه خبر ياست . خوشاله اوسه چې له بلي خوايي خبر نه ياست .،،يعني بشري ژوند دعادي وگړو له پاره کفايت کوي . عادي وگړي ان داسې امکان لري چې ددې ژوند سره  هم په کافي اندازه سروکار پيدا نه کړي . خو داسې کسان شته چې بايد دجهان بل اړخ هم تجربه کړي  اوهغه د ټولنيز ناخبرى شعور او دانسان دنننۍ نړۍ ده . نو که په فاوست کې داسې حالتونه  وينو ، بايد تعجب ونه کړو . دا سمبول په درې ډولونو هلته را څرگنديږي .يو خو داچې  فاوست په بهرني  ژوند کې بيلابيل موقعيتونه شاته پريږدي . گويته دفرانسې له ستر انقلاب څخه اوهمدارنگه دپيسو له اختراع نه زيات اغيزمن شو . له دې امله فاوست لومړى  د دربار دټولنيز  او اقتصادي اصلاح غوښتونکي په توگه  اودپادشاه دسلاکار په توگه  را څرگنديږي . په دې ترڅ کې يو ډول جادوگر  اوکوډ گر  اوځيرکه مالي نابغه او په اصطلاح ديو موسوليني په څير را ظاهريږي . د يونگ په نظر  دا دفاوست دشخصيت يو ډول پيژندنه  ده . دفاوست وروستى کار مهندسي وه. هغه مهال چې گويته فاوست ليکلو  ،د مهندسي  کسب ډير اهميت درلود ، په تېره  په سويس کې يې ډېر څرگند اغيز هم درلود .

ديونگ  دشننې له مخې دفاوست  دکښلو په موقع  د٬٬کونراد اشر،،  په نوم سويسي مهندس  موجود و چې دسترو جبه زارو ځمکو  دوچولو اودملاريا دورکولو له پاره يې دغرونو په لمنو کې ځيني داسې  کارونه تر سره کړل  چې حيرانوونکي و. ياد مهندس  په شخصي غيرت اوسرښندنې سره  دا چاره تر سره کړه . اوگويته له دغه فعاليت نه د فاوست په دويمه برخه کې  ديو سمبول په توگه کار واخيست . همدارنگه په اولسمه پيړۍ کې په هالند کې دسترو توپانونو په اثر بندونه ونړيدل اوديو لوى بند له پاره طرحې وړاندې شوې  چې بيرته ځمکې وچي کړي . د فاوست په اثر  کې هم بندونه جوړيږي اوحاصلخيزي ځمکي  بيرته وچيږي . (( زوي يا هلک )) دلومړي وار له پاره د ٬٬ کنابه لنکر ،، (ديو داستاني اثر نوم دى ) په نوم په داستان کې  را څرگنديږي .

لارښود هلک يا د ټانگه چلوونکي په توگه  حضور پيدا کوي . داداسى مهال دى چې فاوست دپادشاه په دربار کې دى .داثر  له متن څخه مالوميږي  چې ولې ددې هلک سر وتنه پيدا کيږي ؟،پخپله گويته هم دهغه له ظهور نه حيرانيږي  او نه پوهيږي  چې په څه  ډول يې شرح کړي . هلک وايي : ٬٬ زه سخاوت يم ۔ زه شعر يم . زه هغه شاعر يم چې خپله شاعرې  دشيانو   دلگښت له لاري بشپړوي . ډير بډاى هم يم . اوځان پلوتوس(اسطوروي قهرمان ) بولم .ان دنڅلو  اوخوراک په  برخه  کې  تقليد  کوم . ،،

( له پلوتوس برتر ،ډېر بډاى چې په تصور کې راځي ) دکارونو شدت يې زياتيږي ،گويا داور لمبې يې هر ه شيبه  غرغړي وهي او په لوي جشن کې له خلکو سره خبري کوي : ٬٬ دخپلو لاسونو ډير ښه سوغاتونه استوم . وگورۍ چې له يوې خوا بل خوا ته رغړي . دلته داور لمبى را پورته دي اوبيا ترې  تيښته کوي . ډيره لږه شيبه  په  يو ځاى کې پاتې کيږي . په ډيرو ځايونو کې مخکې له  دې چې پوه شي خپه اوغمگين  اوچوپ کيږي ، ،، هغه مهال دټانگي چلوونکي برخليک پاى مومي  او ټول جشن په اورلوبه پاى ته رسيږي . ناڅاپه هر څه په اور کې سوځي . اوداورپه لمبو کې فاوست  هم ورکيږي . يوازې ايري  (خاکستر) پاتي  کيږي  اوبالاخره دغه څيره هم پاى ته رسيږي .

فاوست په بل وار ظهور کې بيا هم نړۍ ته را گرځي   اوحيرانوونکي کارونه کوي . راستنيږي او بيا هوښيار واگنر پيدا کوي .  چى په پخوانۍ ازموينځاى کې   موقعيت لري او يو حيرانوونکي کار تر سره کوي . :

يو کوچنې انسان هستوي ، فاوست معجزه کوي . هغه وخت دشپې په مهال  کوچنى سړى چې په ښيښه يې پوکاڼه کې بند دى دهوا له لارې تيښته کوي. اود الوسيايي ځمکو ته ورځي .مفيستو فلس  يا شيطان  چې په منځنيو پيړيو کې ستر رول لوبولو ، دلته  وارخطا بريښي . ځکه چې په لرغوني دونيا کې ديونان داساطيرې څيرو په منځ کې چې  نيک اوبد نه و ،تر زياته حده ساده گانو ته ورته دي . کوچنوټى سړى  دخدايانو اواراباب الانواعو په  دونيا کې را څرگنديږي  اوله هغه پوښتنه کوي  چې څرنگه له ښيښه يې پوکاڼې نه واقعي نړۍ ته راغلى دى ؟ خو يوازې زوړ خداى  پروتيوس  چې هره شيبه نوى بڼه خپلوي  هغه ته نصيت اوپند ورکوي : ٬

کوچنوټى سړى دغه پند په غور اوري . او په پوکاڼه کې په ټوپونو پيل کوي . اوبيا حيرانوونکي پيښه را منځ ته کيږي . گالاتيا(اسطوروي قهرمان)  دخپل تخت پر سر  دسمندر له پاسه راځي . پوهيږى چې پوگماليون  چې دگالاتيا نه يې ښکلي پيکره جوړه کړې وه له خدايانو غواړي  چې مجسمې ته روح ورکړي . هيله يې پوره  کيږي  اوگالاتيا دېو ې رښتيني ښځي په بڼه را  څرگنديږي  . کله چې کوچنوټي سړي ويني چې گالاتيا راځي نو خوشاله کيږي  اوليدو ته يې ورځى . تخت ته يې نږدي کيږي ، پوکاڼه يې ماتيږي او خپله داور دلمبې په توگه  لادرکه کيږي  . خو د٬٬هلک ،، دريم صورت، فاوست دتل په څير خپه  او دمور په لور ورځي . هلته  د اور دلمبو په منځ کې درې جادويي پاېې پيدا کوي . کامل زوج، پاريس اوهلن  هستوي . فاوست په هلن مين کيږي . ( چې په واقعيت کې دمارگريت شاته  پټيږي ) ډيره ښکلي ښځه ورسره ژوند کوي. اوددوى دواده ثمره ايو فوريون (خوشحال ) دى . چې اورنۍ ۔هوا  او د اور دلمبى طبع لري .ډېر ژر مالوميږي چې دنجونو په لټه کې ده اوداور دشغلي په څير دهغو پسى ټوپ کوي .  بالاخره د ميني په لمبو کې سوځي اودرومي .

مشهور ارواه پوه  په دې برخه کې له دغو سمبولونو څخه دخپلې پوهې په بنياد ځانگړى اخذ کوي . وايي :

. ٬٬په دې ټولو سمبولونو کې ډير مهم يې هماغه داور شغله ده  چې اخير ته رسيږي . په لومړي حالت کې قدرت دى  چې د(هلک ) ژوند پاى ته رسوي ( هغه دقدرت په لوړ پړا وکې  سوځي ) په دوه وروستيو حالىتونو کې دمينې هيجان دى چې هغه سوځوى .،،      

دگويته په څير  چې دفاوست په دويمه برخه کې کولي شو دعامو  اوشريکو سمبولونو چې  زيات انسانان په بيلابيلاو لارو بيانيږي  خبري وکړو  کولي شو دفردي تعبير نه په ټولنيزو پديدو کې  گټه واخلو .

په دې ډول د گويته دفاوست له اثر څخه دکارل گوستاويونگ  شننه يوه ارواپوهنيزه هغه ده  چې هم دانسان دفردې او دټولنيز  ناخبرې شعور دغوښتنو او تمايلاتو  څيړنه کوي. موږ ته جوتوي چې څنگه ټولنيزې  انساني اړتياوي دافرادو  ناخبرې شعور ته لاره پيدا کوي او د سترو هنري شاهکارونو په توگه  د بشري فرهنگ  سمندر ته لار کوي.  ديونگ په شننه کې  دفاوست  دنندارې جادويي اغيز له ټولنيز ناخبري شعور سره تړاو پيدا کوي، خارق العاده پيښې  اودانسان اړتياوي او هېلي  هم جادويي بڼه خپلوي، د ژوند دلمس وړ واقعيتونه په کې په جادويي توگه انعکاس کوي ، واقعيت ۔اسطوره ۔ حاضر زمان اودانسان ټولنيز ناخبرى شعور يوله بله گډيږي او واحد مضمون ايجادوي .چې ددې مضمون اوددې هستونې په ايجاد کې دگويته نبوغ  بې اغيزې نه دى ، گويته هم دزمان اودشرايطو مولود دى ، دفاوست هستونه  دگويته ستر شهکار دى .

يادښتونه:

۱.فاوست.(يک تراژيدي آنفسي، ترجمه از زبانهاى ايتياليايي والماني ). فرناندوپسوا. ترجمه علي اعبداللهي، عليرضا زارعي. نشر نگاه معاصر. کال ۱۳۸۷

۲.حسن شهباز(ترجمه وتفسير).تراژدى فاوست، وزندگاني نامهء يوهان ولفگانگ گويته، ومعرفي اثار او، انتشارات علمي.چاپ اول. سال ۱۳۶۳ تهران.

۳.کارل گوستاويونگ.تحليل رويا .(ترجمه رضا رضايي ) نشر افکار . کال ۱۳۷۷ص۲۱۳

۴.مارشال برمن تجربهء مدرنيته.(ترجمه مراد فرهاد پور ) بخش فاوست گويته . تراژيدي توسعه ورشد ، چاپ : طرح نو . کال ۱۳۸۱ .ص ۴۶)

م اکبر کرگر لندن  دنومبر  ۲۰

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *