لومړۍ  برخه :

ج: گويته او فاوست

د بشريت په ادبي اوهنري تاريخ کې يو هغه مشهور داستان چې تل په تيرو څو پيړيو کې او ان اوس هم د خلکو د ژبي ورد دى، د گويته د فاوست کيسه ده، په دې کيسه کې هم اسطوره او هنر سره غاړه غړۍ پر مخ ځي. ډيرو ليکوالو اوشاعرانو له هغه جملي انگليسي شاعر کريستوفر مارلو اونورو هڅه کړي  چې  دفاوست اثر هست کړي خود  ټولو په پرتله دگويته کار  دې اسطوروي داستان ته ابديت وباخښه ۔ دا ځکه چې د ا د بشريت  اواهريمن دانسان اوشيطان  دجگړي يو په زړه پوري تمثيل دى.

دتاريخي رواياتو له مخې باور داوو چې دوه فاوسته موجود  دي. يو لرغوني فاوست  چې ديوهانس په نوم اوبل د((يورگ)) په نوم وو.

دکتر فاوست هيومانيست(چې ديونان اوروم دژبو اوادبياتو استاد) جادوگر، کوډگر ۔ متقلب داکتر، کيميا گر، او جنجالي چې هر څه ته  د فلسفې پرتوگ اغوستونکي حکيم و ، په بيلو بيلو جالونو اونيرنگونو يې دخلکو پام ځانته را اړاوه. فاوست يو لوي جادوگر اوکوډگر وو ۔دځينو معجزو دښودلو ادعا يې هم کوله.

ځيني په دې باور دي چې فاوست به ويل چې مسيح ته درناوى بى گټې کار دى. دا ځکه چې خپله(فاوست ) کولي شي هماغه دمسيح معجزې په هر ځاى اوهر زمان کې چې وغواړي تر سره کړي، اوددې وس هم لري چې دافلاطون اوارسطو اوترينيتوس ورک شوي متون پيدا  اوتسليم يې کړي اودراتلونکو اټکل  اوله ډېرو رازونو پرده پورته کړې.

خو دگويته په کار کې داسطورې اوواقعيت پولي ړنگي شوي دي، دا دواړه برخې کله هم داسې سره يو ځاى کيږي. چې روښانه پوهاوى ترې نه شي تر لاسه کيداي.

ان مفيستو فلس(ابليس) چې له فاوست سره عجيب تړاو لري دفاوست په باب وايي:

((هغه له آسمانه ډېر ښکلي ستوري را غواړي اوله ځمکې ډېره عالي خوښي غواړي خو هيڅ شى  له دننه اونه هم له نږدې دهيلو دتوفان دارامولو له پاره بسنه نه کوي.)) له مارلو وروسته  دگويته دفاوست په باب  د ليسيسنگ  اوبيا وروسته دهاينريش هاينه وسوسه هم را وپاروله  چې داسې اثر بيا هست کړاى ،خو وې نه شول کړاى  نو ژر ددې داستان له بيا هستولو په څنگ او  منصرف شول.

سره له دې چې د فاوست تراژيدي ددوه سوه کالو له مخه ايجاد شوه خو په زړه پورې خبره داده چې دا  تل ژوندۍ ده  زمان پرې اثر نه لري. سبب دادى  چې فاوست دانسان سمبول دى دانسان هيلې اوارزوگاني بيخې زياتې دي. دکتر يوهان فاوست هم دنفساني غوښتنو اووسوسو  قرباني اودابليس سره تړون کوي نو دا يو تلپاتى  انساني قهرمان دى  چې گويته هست کړى دى.

فاوست ددرناوي وړ اوپوه عالم دى، خو خپه اوله  افسوس نه ډک دى. دهغه ډېرو اثارو اوازمايښتونو هم ونه شول کړاى هغه خوشاله اودهغه له  زړه نه خپگان ليرې کړي. جادو اوکوډو ته يې مخه کړه هڅه يې وکړه چې دڅيړنو اومطالعي له لارې دنيکمرغۍ په لور گام واخلي خو کله چي پريکړه کوي چې دزهرو جام وڅښي بيا هم نهيلي  وى.يو مهال يو مسافر  کوټې ته وردننه کيږي، هغه ته وړانديز کوي  چې ددغه وړانديز له مخې به نيکمرغى اوخوشالۍ ته ورسيږي. مفيستو چمتو دى  چې نا پوره شوې هيلي اوناکامۍ پوره کړي په دې شرط چې دخوښۍ  نه وروسته ځان ابليس ته وسپاري او په  پايله  کې چې ځان شيطان ته  سپاري  د شيطان له لورې ټاکل شوى برخليک  ومني.فاوست  چې له خپله ژونده ډيره لږه گټه هم نه ده اخيستي له شيطان سره  هوکړه کوي اوپه خپلو وينو تړون لاسليک کوي.

گويته دغه داستان  ديو درام په بڼه هست کړى دى. ددرام لومړۍ برخه په پرله پسې توگه دخوندونو اخيستل اوددونيا د لذتونو پسې دفاوست  گرځيدل دي. فاوست دشيطان په مرسته دخپل هوا اوهوس پسې سرگردانه وي  چې په دې هوسونو کې يوه ډله هم دمرگ کومې ته ورټېل وهي. په دې قربانيانو کې  دمارگاريت برخليک له هر چا نه زيات له دردونو ډک دى. ان داچې نجلۍ  دهوس  په چال اونيرنگ کې ډوبيږي، دهغې ورور والنتين  چې کله له سفر نه را ستنيږي ويني چې خور يې اميدواره ده. نو دهغې دمين دمرگ پسې گرځي خو په دې جگړه کې هغه دفاوست په توره مړ کيږي.  په پټه خوله له مفيستو نه مرسته غواړي، دځوان والنتين په مړينه   دهغه خور هم دمرگ خولي ته ورځي اوکوچنى ماشوم چې نوى دونيا ته راغلى  اوبو ته  يې اچوي، ځان کليسا ته تسليموي چې په عام محضر کې يې سر له تنه جلا کړي.

ددرام په دويمه برخه کې فاوست چې له مفيستو سره يو ځاى  دامپراتور په دربار کې برى ته رسيږي، څرنگه چې دامپراتور خوښيږي نو د٬٬پاريس ،،دسيورو نندارچي اود٬٬پريام شاه،، او٬٬هلن،، ځوى  چې د٬٬لاءوس،، ميړه کيږي  نو له هغه  اوله پاريس سره دميني په خاطر   د٬٬تروآ،، سيمې ته تښتي هلته  له تروا سره ديونان دقومونو څوارلس کلنه جگړه پيل کيږي  اوپه پايله کې تروا له خاورو سره خاورې کيږي. کله چې فاوست هلن ته گوري  پر هغي زړه بايلي اوله مفيستو غواړي چې دهغې څخه  دلذاتو داخيستلو  زمينه برابره کړي.

په دريمه پرده کې ٬٬هلن،، را ژوندۍ کيږي  اوفاوست يې مومي چې  د اسپارت دلايوس په ماڼۍ کې ده. نوې له تروا څخه راستون شوى ميړه يې غواړي چې دگناهونو سزا يې ورکړي. فاوست دابليس په مرسته هغه تښتوي.او يوې داسې گوتيک ماڼۍ ته  چې جنگيالي يې ساتونکي دي وړي. هلته ترې فاوست غوښتنه کوي اوهلن يې ميرمن کيږي. زوى يې پيدا کيږي. نوم يې ورته((اورفويون)) ږدي چې  دشعر دروح مظهر دى  دا ځکه چې ديو رومانتيک قهرمان سره دکلاسيک قهرمان دپيوند محصول دى.

په دريمه برخه کې مفيستو غواړي طبعيت دانسان دخدمت له پاره ايل (رام) کړي. يا داسې سرزمين چې ټول خلک يې نيکمرغه وي. خو دا ټولې چارې بې گټې دي، فاوست زړيږي، اويو ټکي ته رسيږي چې خوښي له ځان غوښتنې پرته يوازې دنورو صادقانه  خدمت دى. دشيطان سره تړون يې له ياده ووځي.دى غواړي په ارامۍ سره ومري خو مفيستو حاضر نه دى چې هغه له نظره ليرې  وغورځوي. ديوانو ته امر کوي چې روح يې را وتښتوي اودوزخ ته يې نقل کړي، خو پرښتې پيغام ورکوي چې گناهونه يې بخښل شوي دي.

منتقدين په دې عقيده دي  چې گويته هغه مهال پر خپل اثر يو مدخل يا سريزه ورزياته کړه چې د مشهور سانسکريتي هندي ليکوال کاليداس يعنې، ((شاکونتالا)) يا((ورکه گوته)) ليکنه وه، ترلاسه کړه. دغه خلاق الماني ليکوال دڅلورمي پيړې دسانسکريت دژبي ليکوال  د اثر ترزياتې اغيزې لاندې راځي. چې تر ډېره مهاله يې له ځانه سره ساتي. په دې وخت کې هغه د وايمار دنندارتون مدير هم و اوله همدې امله يې دتياتر دبرابرولو اوچمتو کولو سره زياته ليوالتيا درلوده.

دمدخل له قطعي(پردي ) څخه ترمخه چې گويته دمخکينيو خبرو په نوم  څه راوړي.په هغه کې((رب النوع )) دعرش نشينانو په منځ کې دخداى پر ځاى ناست  اوچاپيره ترې درې مقربې ملکې جبريل، ميکايل اورافايل ناستې دي. دوى دهستۍ او دجهان عظمت په ستاينه کې  دي. (رب النوع ) په خبرو پيل اوپه زړه پورې شعرونه وايي. همدغه مهال ابليس ((يا رټل شوې پرښته )) چې دفاوست په ننداره کې دمفيستو فلس په نوم را ښکاره کيږي اودبلې ملايکي پر خلاف  نه يوازې دعالم دښکلا په باب دمطلب يادونه نه کوي بلکې دانسان دبينوايي اوبدمرغۍ په باب گړيږي. دهغه خبري قاطع اواهنگ لري.هغه وايي چې دانسان دبدمرغۍ عامل دهغه عقل او پوهه ده   اوهغه داسې يوه څړيکه ده چې دالهي ادراک لمر  دى.په انسان باندې  داسې  غرايز حاکم دي چې له نورو حيواناتو سره يې په گډه ورته  ميراث رسيدلى  نه داسى چې داسمان له ملايکو سره گډه ونډه لري. خو پروردگار دغه مهال يو داسې انسان په ځمکه را څرگندوي چې دهغه شخصيت اوکردار دمفيستو دوينا خلاف دى  اوهغه فاوست دى. خداې هغه يو وفاداره خادم بولي. هغه ته اهميت ورکوي خو مفيستو يې خبرې پري کوي او يادونه کوي، چې همدغه انسان لکه نور انسانان ددنيا يي خوشالۍ  په لټه کې دى  او اوس دکوډو اوجادو له لارې  غواړي چې بيا ځواک اوځواني ترلاسه او خپلو ناپوره شوېو هيلو ته دحقيقت جامه ورواغوندي.

څرنگه چې خداې  د دغه رټل شوې پرښتې  په وينا نه خوشاليږي نو ابليس شرط ايږدي چې همدا  فدايي تېر باسي. نو بيا دخداى اوابليس ترمنځ يو شرط ايښودل کيږي.

منتقيدين دا خبره را پورته کوي چې گويته ولي په اسمانونو کې دا مدخل يا دسر خبري ليکلي دي؟ خو په ځواب کې وايي چې گويته څو هدفونه درلودل:

ددرې پرښتوسرود(منظومه )  دا عقيده جوتوي چې ټول کاينات اوعالم ناارامه اودځواکمنۍ  پرله پسې جريان  چې دقانون په توگه په طبعيت اوانسان حاکم دى، عمل کوي.

په دې حرکت اوجنبش کې انسسان  اکثرن  دخطا اوسهوى مرتکب کيږي. خو د  د ې اټکلونو سره سره بياهم سر گردانه وي  ۔ بيا هم سمه لاره پيدا کوي. په حقيقت کې دگناه نشتوالى هغه مهال دى چې حرکت اوجنبش په مطلقه توگه نه وي.

دويم داچي ابليس په دې خبرواترو کې د منفي ليد  او په ناوړه نظر لرلو سره را څرگند وى. په هغه کې داسې ځواک شته چې په انسان کوډي کوي اوداسې لاري ته يې مخ کوي چې د پروردگار په مقابل کې  ځاې نيسي اودلوړتيا او علوپسى  درومي.همدارنگه په ټولو رازونو هم خبردى. اودفاوست په څير انسانان پيژني چې بې لارې توب اوخطا دهغه خصلت دى  خو دصواب او سمه لاره هم موندلى شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *