راپور: صالح جان صالح  

د پکتيا فرهنګيانو، ځوانانو او مشرانو د « روهستان وياړلي» تر سر ليک لاندې د تېرې ځوانانو ټولنې له لوري د ليکوال نصير احمد احمدي په وياړ يو ورځينی علمي سيمنار او ستاينغونډه جوړه کړې شوه.

په دې نمانځغونډه کې د پکتيا د فرهنګيانو او ځوانانو سربېره د کابل، ننګرهار، غزني او ځينو نورو ولايتونو ليکوالانو او استادانو ګډون کړی و.

استاد محمد اصيف صميم د نصير احمد احمدي تکړه ليکوال وباله او ويې ويل چې له دې برکته به د يو شمېر لوستو ځوانانو ذهنونو پراختيا پيدا کړي.

صميم، نصير احمد احمدي حقدار ليکوال يادوي او وايي نوموړی به په راتلونکي کې د ناول بابا وي.

د پکتيا پوهنتون د ادبياتو پوهنځي استاد ايمل خان پخپله مقاله کې وويل، چې د نصير احمدي په نالونو کې تاريخ په داسې شکل بيان شوی، چې ډېری خلک ورڅخه زده کړه کولی شي او ډېر پيغامونه له ځان لري.

په دې علمي غونډه کې د نصير احمد احمدي په ژوند، ادبي فعاليتو او اثارو مقالې ولوستل شوې.

د پکتيا پريس کلب مشر حقمل مسعودزي خپله مقاله د نيکه په نوم ناول باندې ليکلې وه.

نوموړي نيکه ناول د تاريخ عبرتناک باب وباله او ويې ويل، چې دا پنځول شوی ناول د افغانستان د تاريخي پېر کيسه کوي او د هغه وخت د خلکو ژوند، اقتصادي او ټولنيز حالات څرګندوي.

مسعودزی وايي د ښاغلي احمدي ليکنې او ناولونه خلکو ته د وطن مينه ور زده کوي.

د تېرې ځوانانو ټولنې مشر احمدالله احمدي د سيمنار د پرانيستې پر مهال وويل د دې غونډې څخه يې دوه موخې د فرهنګي فعاليتونو پراخول او حقدارو ليکولانو، شاعرانو او ملي شخصيتونو نمانځل دي.

ښاغلي احمدي وويل د روهستان وياړلي لړۍ به جارې وساتي او دا ځل يې ځکه د هېواد نامتو ليکوال انتخاب کړی، چې په خبره يې نصير احمدي د افغانستان تاريخ، فرهنګ او دودونو ته په کتو پښتني ټولنې ته د ژوند او تمدن بې حسابه پيغامونه لېږدولي او لا هم د خلکو شعوري ويښتيا ته کار کوي.

نوموړی وايي، چې نصير احمد احمدي د ټولنې حقيقتونه او نېمګړتياوې په هنري او عاميانه ژبه بيان کړې او په ځانګړي ډول د پښتني ټولنې ناخوالې، په تېره بیا د ښځو سره  کورنی تاوتريخوالي او نور مسايل يې خوږه داستاني ژبه بيان کړي دي.

« مهمه خبره داده، چې دا زموږ دنده او مسئوليت دی، چې د خپلو شاعرانو، اديبانو، پوهانو او ملي شخصيتونو  قدر او ستاينه وکړو.موږ بايد خپل فرهنګ، موسيقۍ، ثقافت،  خپل فرهنګ ، رسم او رواج او خپل عادات هېر نه كړو بلكې هغه خپله ګاڼه او افتخار وګڼو.»

د غونډې په پای کې نصير احمد احمدي وويل له ادب او فرهنګ سره يې له پخوا مينه وه او د ليکنو څخه يې موخه په ټولنه کې مثبت بدلون دی.

ښاغلي احمدي وويل په پرمختللو هېوادونو کې تر ډېره د ليکولانو اثارو، چې د ټولنې لپاره يې ليکلي ښکاره بدلون راوستی دی.

نوموړي وويل په افغاني ټولنه کې تر ډېره ښه ليکولان او شاعران شته خو وايي تر اوسه چا ندي هڅولي، چې کتابونه وژباړي او يا يې وليکي.

نصير احمدي احمدي ۱۷ چاپ شوې آثار ناولونه او د لنډو کيسو ټولګې لري او د ناولونو له منځه يې د بغدادي پير يا ډيويډ جنز ناول ډېر شهرت پيدا کړ او د ادب د مينوالو له لوري تود هر کلی وشو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *