د کتاب لیکوال: م. هارون سمون
ډیالکټيک اصلاً مباحثې ته وایي. دا کلیمه لومړی سقراط په فلسفه کې وکاروله، ورپسې فیلسوفانو ډول ډول تعریف کړې. الماني فیلسوف ایمانویل کانټ ډیالکټیک د ظواهرو منطق بولي؛ خو هگل پهدې اند دی، چې هره قضیه او فرضیه په خپل ذات کې ضد هم لري، هگل د قضي او فرضيې اصل ته (تز) وايي، ضد ته یې(انتي تز) وايي او دوی چې په خپلو ذاتونو کې راسره جمع کړې نوي ترکیب ته یې (سن تز) وايي؛ دی پهدې عقیده دی، چې(سن تز) عقیدې او فرضیې ته نوی حالت ورکوي. په لنډه توگه ویلای شو هغه ذهني یا هغه عاقلانه عمل چې دوې متناقصې قضیې او فرضیې د جلا کېدو په وخت کې په یوه نوې بڼه راڅرگندې کړي ډیالکیټیک ورته وایي، یا په بله وینا ډیالکټیک هغه عمل دی، چې دوې نظریې په نوې بڼه سره منحل کړي.
ډیالکټیک فلسفي ویي دی، خو پدې کتاب کې د داستان پر فلسفه بحث ندی شوی، چې ګواکي داستان لومړی له کومه او څنګه راوزیږید؟ د کتاب آره موخه د داستان منطقي پلاټغزونه ده، یعنې د داستان پر نوو تخنیکي اړخونو مو بحثونه راپارولي. د داستان ډیالکټیک د منطق او داستاني منطق تر منځ تعادل ساتي، دا کتاب له لیکوالو سره مرسته کوي، چې څنګه ریالسټیک او مخیل داستان ولیکي، څنګه ناشونې پېښې یا هغه پېښې چې د وقوع استعداد یې کم دی پر واقعیت او تخیل ورنګوو او په لوستونکو یې ومنو.
د پدیدو علمي پېژندنه د ډیالکټیک په مرسته ترسره کېږي، پهدې کې ځينې ارونه او اصول دي، په همدې خاطر منطق هم ورته ویل شوی دی. داستاني منطق یا هم وبه وایو د داستان ډیالیکټيک یوه پېچلې(Complicated) موضوع ده؛ ځکه، له یوې خوا د کیسې په چاپېریال کې دننه منطق تر بحث لاندې نیول کېږي، مانا کیسه د علت او معلول د سلسلې او اړیکو پر بنسټ غزول کېږي، د بېروني منطق له زاویې مطلق حکم نهشي پرې کېدای؛ بلخوا لومړی باید د مجرد تعقل او ادبي عقل باریکې کرښې راوسپړل شي، په دې ډول بیا د داستان پر ډیالکټيک بحث وشي. دغه راز داستانونه د بېلابېلو ادبي ښوونځیو(ریالېزم، سورریالېزم، رومانتسېزم…) په رڼا کې لیکل کېږي. هر ادبي مکتب خپل سټرکچر لري، نهشوکولای یوه سورریالیسټیکه کیسه د ریالېزم په تله وتلو، دغه راز د ټولنې عیني واقعیتونو ته په کتو ریالېزم ممکن ساینسفېکشن کیسې ونه تلي. د کیسې یاد ډول د ساینسي تیورۍ پر بنسټ لیکل کېږي، د ټولنې عیني واقعیتو ته په کتو ریالېزم بیا بل څه غږوي، مانا پر ساینسي مفاهیمو تخیلي کیسې لیکل تر عامه اذهانو لوړه خبره ده. په ساینسفېکشن کیسو هغه څوک ښه پوهېدای شي، چې په ساینس کې څه ناڅه مالومات ولري.
زموږ کیسهلیکوال په هغو کیسو کې چې د واقعیت شونتیا یې کمه برېښي خوب یا چورت ته پنا وړي، ځکه په واقعي کیسو کې خارقالعاده پېښې نهشي راخیستی، د دې ستونزې د حل په موخه د داستان ډیالکټیک د ساینټیفیک زاویې بحث راپاروي. ساینټیفیک زاویه چې د خارقالعاده واقعیتونو د راسپړلو لپاره کارول کېږي، له هغه کیسهلیکوالو سره مرسته کوي، چې غواړي له عادي ژوند هاخوا پر ځينو نورو پېښو کیسې ولیکي، لکه له حیواناتو سره خبرې اترې. دلته ساینټیفیک زاویه یوازې ساینسفېکشن کیسو ته نوي لیکوال متوجه کوي.