په ننګرهار کې د داعش تسلیم شوي غړي

تاند- د ننګرهار ولایتي اداره وايي، د داعش د تروریستي ډلې دوه مهم پاکستاني غړي نن /یکشنبه/ امنیتي ځواکونو ته تسلیم شول.

د ننګرهار ولایت د مطبوعاتي دفتر په وینا د داعش دا دوه کلیدي غړي د ډیورند د پورې غاړې د اورکزیو ایجنسي اوسېدونکي دي.

ادعا کېږي چې په ننګرهار کې د داعش اکثره مېشت ترهګر د اورکزیو ایجنسي هغه طالبان دي چې پخوا یې د پاکستان له پوځ سره تار درلود او په افغانستان کې یې د طالبانو ملاتړ کاوه.

د ننګرهار د مطبوعاتي دفتر په خبرپاڼه کې ویل شوي چې دا دوه کسه ۴ کاله پخوا له خپل مشر حافظ سعید سره افغانستان ته راغلي او له داعش سره یوځای شوي وو.

تېره میاشت په جوزجان ولایت کې د داعش ۲۵۰ ترهګر د افغانستان حکومت ته تسلیم شول.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *