اوس چې ننګرهار پوهنتون چاته یاد کړې، نو درله به وايي، په داعش پوهنتون کې یې. ځکه چې د دغه پوهنتون محصلینو په یوې مظاهرې سره ثابته کړه، چې څوک دي او څه نظریه لري. دا خلک ممکن پخوا دومره افراطي نه و، خو په پوهنتون کې د استاد په نوم کسانو ترې دا ناپوهان جوړ کړل.خو ننګرهار پوهنتون چې دولتي اداره ده، که له داسې برخلیک سره مخ ده، څه فکر کوئ، هغه خصوصي پوهنتوني موسسې په څه حال کې دي، چې دولت ور سره ډېر کار هم نه لري؟ نورې را معلومې نه دي، خو یوه یې له ننګرهار پوهنتون بدتره او ټوله د داعش په لاس کې ده. د ننګرهار پوهنتون رییس خو له حکومت وغوښتل چې داعشی محصلان ونیسي، خو د الفلاح مشر چې په اصل کې ویټرنر دی، له ورځې بلې ته په خپله اداره کې داعش پلوه کسان ډېروي.

په جلال اباد کې الفلاح موسسه چې پکې ټول افراطي وهابیان او د جامعه اصلاح کسان استادان یا واکمن دي، په دغه په نوم علمي موسسه کې د افراطیت لپاره کار کوي. ښه بېلګه یې د هغواستادانو ده چې شاګردانو ته وايي، ولې ږېرې نه پريږدئ، ولې پایڅې نه بډوهئ، په داسې حال کې چې افغانستان کې پایڅې ډېرې پورته کول د بدماشانو او لنډغرو دود دی. ان دوی خو د ځینې مراسمو په وخت زدکوونکو ته وايي، چې چکچکې به نه کوئ.

په الفلاح علمي موسسه؟ کې ډېر استادان، چې د شرعیاتو درس ور کوي زدکوونکو ته وايي ولې وېښتان اوږدوئ، په دې موسسه کې چې د امتحانونو وخت وي ډېر ځوانان ږیرې اوږدوي او دوی ته ږیره ډېره مهمه بريښي، دا ځکه چې دا خلک د جامه اصلاح په نوم د جامعه فساد غړي دي، د جامعه فساد مشر او ډلې ته یې ږیره اسلام ښکاري او ازادۍ اخیستونکی شا امان الله غازي چې د وخت مستکبرې امپراتورۍ ته یې ماتې ور کړه په دې بې دینه بللی چې ږیره یې نه وه.

درحالیکه کې ږیره پخوا دود و، هم کافر پرېښوده، هم مسلمان هم د موسا کلیم الله ږیره وه هم د فرعون چې ځان یې خدای باله.هم د محمد رسول الله ږیره وه او هم د ابوجهل. اوس هم ږیره یواځې د مسلمانانو کار نه دی، د هغو خلکو کار هم دی چې ممکن دا په نوم جامعه اصلاح یې مرګ روا بولي او هغه د یهودو، عیسویانو او نورو دینانو پیروان دي.

دا چې خبره را نه لرې لاړه نه شي، د جامعه اصلاح په نوم د مار د بچیانو پېزوانول او له منځه وړل پکار دي، ځکه دا ډله اوس بې وسلې ده، لکه د حکمتیار او نورو جاسوسانو ملګري چې بې وسلې و، په خوله به یې کنځلې کولې، کله چې وسله په لاس ور غله هرڅوک یې ووژل. دوی ته هم که وسله په لاس ورغله، بیا به له هغوی لا ډېر بدتر وي، وجه یې هم دا ده چې دوی د پاکستان د جاسوس ګوند یا جماعت اسلامي مالي ملاتړ لري او جماعت اسلامي د ای اېس ای دویم نوم دی.

یوه دا یادول هم پکار دي چې الفلاح موسسه کې د شرعیاتو پوهنځي سره ځانګړې بهرنۍ مرسته ده، ځکه د شرعیاتو لپاره ډېر کسان په لږ پیسو مني او غواړي چې وهابیت افراطیت داعیشیت او د ای اېس ای غلامان ډېر کړي.

هیله ده دولت د ورته موسسو او د جامعه فساد په څېر د هغو ټولنو د مشرانو خولو ته تربوز واچوي چې ملي مشران په بدو او سپکو یادوي یا داسې کسان روزي چې ملي ارزښتونه به تر پښو لاندې کوي او د پردیو غلامۍ ته به افغانان تیاروي.

جامعه اصلاح ځکه د داعش دویم نوم دی چې د هغه په څېر نظریات لري او په ننګرهار د داعش راډیو ویاند او مشر هم هغه څوک و چې یو وخت یې د جامعه اصلاح رادیو کې کار کاوه، نو که د دې دوو ترمنځ واټن وی، ولې به یې غړی د داعش راډیو ته تلو، د جامعه اصلاح او داعش راډیو دومره توپیر دی چې یوه د پاکستان او افغانستان دواړو ضد ده، خو جامعه اصلاح راډیو چې په جلال اباد کې ده، د پاکستان ملاتړې او د افغانستان ضد ده، کله چې د پاکستان ضد مظاهرې کېږي یا خلاف خبر یې وي دا راډیو یې هیڅ نه خپروي.

8 thoughts on “د داعش دویم پوهنتون او دویم نوم:/ صبغت الله محمدي”
  1. یره په دې کې خو داسې څه نشته چی داعشی وی
    بل دا چي په اسلام عمل کول دعیشیت نه دی
    هیله کوم داسې پور او پاګند مه وایاست

  2. که څوک دین نه غواړی د الله (ج او مسلمانانو ورته ضرورت نشته ، ږیره خو څه کوی نکاح ،جنازه او نور په دین کی چه پری امر شوی او یایی نهی شوی ندی کوی ، پکار داده چه یا پوره مسلمان شې او یا د خپل غوره شوی کفر نه خوند واخلی ، اسلام افراطی او معتدل تعریف او ډولونه نلری،دا کیسی پکی د دین دښمنانو جوړی کړی ، پوره اسلام هغه دی چه قران او سنت پیغمبر وای اوپه هغه ،هغه څوک ښه پوهیږی چه عالم وی ، تاسو دا تشویش له علماؤ سره یوځل شریک کړی چه څه درته وای بیا پری فتوا او فیصلی وکړی .

  3. ګرانه وروره! ډیر ښه نظر دی وړاندی کړی دی خو ستا د نظر د ځینو ټکو سره زه مخالفه یمه. ۱- دا چی ږیره پریښودل او پایڅی د بیجیلکو پورته کول یو سنت عمل دی او دا عمل باندی زمونږ ګران پیغمبر ټینګار کړی دی نو پدی اساس دا یوه اسلامی وجیبه ده چی هر مسلمان یی خپله هم عملی کړی او نورو ته هم ددی عمل د اجرا لارښوونه وکړی.

    د داعش د کړنو سره ډیر سخت مخالف یم، که داعش خپل دریځ ته د رسیدو لپاره د وحشت پر ځای یوه بله سوله ایزه لاره خپله کړی وای نو ډیر افغانان به ورسره یو ځای سوی وای، الله پاک دی اول ماته بیا دوی ته هدایت وکړی

  4. الله دې د افغانانو په حال ورحمیږي یو وخت یې په دولتي پوهنتونو کې د احواني په نوم ځوانان د اسلام په نوم د افغانستان دښمنان کړل او اوس یې په خصوصي پوهنتونو کې هم دا لوبه جوړه کړې ده. افغان حکومت باید د دغو پوهنتونونو څارنه زیاته کړي. هسې نه له ورخ به اوبه تېرې او بیا به څه نه جوړیږي.

  5. وروره نظر. سره دي موافق نيم اول چی تی دا خبیره کری اول مهربنی اوکره خپل تخسس بیان کره چی تولو ته معلومات وشی چی ته علیم لری که نه دومره زیر فصله کول دی شیطان کار دی هر دول جبهات شته کم خلگ چی په هیواد کی سولایز ژوند کوی ده هغه خلگو اهترام پکار دی افغانستان اکثریت مسلمانان دی کمه فصله کی یی القران او سنة نه یوی دلیل را وره

  6. دولت ته پکار ده چي پوهنتونونه تر کنترول لاندي ونیسي هر هغه سړی چي د دولت ضد فعالیت کوي قانوني حساب دی ور سره وشي. صبغت الله محمدی صیب رابه شم ستا خبرو ته ! وروره چي رشتیا سي په اسلام کښي ږیره سنت ده، پایڅي پورته کول سنت دی که هر څوک یوه افغان ته په ږیره پریښودلو باندي امرکوي هغه که داعش وي که طالب دا بده خبره نه ده خو که څوک ددولت ضد تبلیغات کوي باید هغه په پښو وځړول سي.

  7. یو الفلاح علمی موسسه نه ده چه د نورو پوهنزایونو په قیاس شرعیاتو محصلانو سخه کم پیس اخلی، او استادان ای واهبیان دی د کونړ پوهنتون شرعیاتو پوهنزی هم د دولت په زایی د وهابیانو له خوا یا د جمعیت اصلاح له خوا تمویلیګی د تولو استادانو ماش د دولت په زی د بل چا له خوا ور کول کیګی

  8. صبغت خو هسی سیکولرانو بچی دی دا چی د په سنت باندی خبری نه کوی نو څوک به يي کوی هرهغه څوک چی د الله او د هغه درسول صلی الله علیه وسلم په لاره راوان وی هغه باندی داغشی نوم کږدی الله دی تباه کړه د ټرمپ څوی صبغت لعنتی دی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *