تاند- بشري حقونو دغو دوو یزدي نجونو ته، چې داعشیانو پرې جنسي تېري کړي، د بشري حقونو تر ټولو لوړې جایزې ورکړې.
دوی د ۲۰۱۴ م کال په اګست کې د عراق په سنجر کې د اسلامي دولت یا داعش له لوري له نیول کېدو وروسته په ځلونو د اسلامي دولت د وسله والو جهادیانو له لوري پر یو بل پلورل شوي او د جنسي مرییانو په توګه کارول شوي دي.
۱۸ کلنه لامیا اجي او ۲۳ کلنه نادیه مراد د سخاروف جایزې له ترلاسه کولو وروسته وویل، غواړی چې د ګڼو نورو نجونو او ښځو، چې د دوی په برخلیک اخته شوي دي، اواز واوسي او هر ځای ته یې ورسوي.
دوی د اسلامي دولت د جهادیانو له لوري د سنجر ښار له نیول کېدو وروسته د سلګونو نورو یزدي نجونو او ښځو په شان د داعش غړیو د مینځو په توګه ونیولې.
لامیا وايي، یوازې له دې سره نه بلکې له لسګونو زره نورو نجونو او ښځو سره دا ډول حیواني سلوک شوی دی.
دوی اروپايي سیاستوالو ته وویل چې د عراق په شمال کې شاوخوا ۵ لکه یزدیان اوسي او د اسلامي دولت تروریستانو په زرګونو یزدي نجونې او ښځې بدلمنې کړي دي.
نادیه له درې میاشتې برمته کېدا وروسته په تېښته بریالۍ شوه خو لامیا ۴ ځلې د تېښتې هڅه وکړه او بیا بیا ونیول شوه تر دې چې د سږ کال په مارچ کې په تېښته بریالۍ شوه.
دا د تېښتې په مهال د ماین ښکار شوه او په یوه سترګه لیدای نه شي. له دې سره د تېښتې په مهال دوی نورې نجونې ووژل شوې. یوه یې ۸ کلنه او بله ۲۰ کلنه وه.