تاند- داعش یا د اسلامي دولت وسله والې سرزورې ډلې په جلال اباد کې د چهارشنبې د ورځې د حملې مسوولیت ومانه.
د افغان امنیتي چارواکو په وینا په دې حمله کې، چې ظاهراً هدف یې د پاکستان کونسلګري وه، د درو حمله کوونکو ترهګرو ترڅنګ لږترلږه ۷ افغان امنیتي سرتېري ووژل شول خو د پاکستان د کونسلګرۍ کارکوونکو ته هیڅ راز زیان ونه رسېد.
د جلال اباد حمله، چې په مزارشریف کې د هند پر کونسلګرۍ د پنجابي ترهګرو له بریده او په اسلام اباد کې د سولې په اړه له څلور اړخیزې غونډې وروسته وشوه، وېره رامنځته کړه چې ممکن دا برید د سولې د پروسې خلاف او په افغانستان کې د هند او پاکستان د نیابتي جګړې برخه وي.
یوه افغان استخباراتي چارواکي دغو اندېشنو ته په اشارې وویل:«که دوی دا ډول نور بریدونه وکړي زموږ ستونزې به لا زیاتې کړي، موږ هسي هم ډېرې ستونزو لرو.»
داعش یا د اسلامي دولت سرزورې ډلې د ټیلګرام ټولنیزې رسنۍ له لارې په یوه پیغام کې ویلي چې دا انتحاري برید د دوی کسانو کړی او په ترڅ کې یې په لسګونو کسان وژلي دي.
د داعش په پیغام کې ویل شوي چې د پاکستان یو شمېر استخباراتي مامورین هم وژل شوي دي.
دې ډلې همداراز ویلي چې دوه انتحاریان یې وژل شوي خو درېم په تېښته بریالی شوی دی.
د جلال اباد پر حملې د افغانستان او پاکستان د مشرانو ټېلفوني خبرې
په همدې حال کې د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د چهارشنبې په ورځ د پاکستان صدراعظم محمد نوازشریف ته په خپل هیواد کې د پاکستان د دیپلوماتیکو مرکزونو د امنیت په اړه ډاډ ورکړ.
د پاکستان د صدراعظم د دفتر په وینا د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د پاکستان صدراعظم نوازشریف ته ټېلفون وکړ او د جلال اباد پر حملې د خواشینۍ د څرګندولو ترڅنګ یې هغه ته ډاډ ورکړ چې د دیپلوماتیکو مرکزونو د امنیت لپاره به اقدامات زیات کړي.
د پاکستان صدراعظم په ځواب کې وویل چې تروریزم د دواړو هیوادونو ګډ دښمن دی او د تل لپاره د پدیدې د ختمولو لپاره به له ټولو امکاناتو کار واخلي.
نوازشریف د جلال اباد په پېښه کې د افغان امنیتي ځواکونو پر وژل کېدو غمرازي ښکاره کړه او له افغان ولسمشره یې د ده د اندېښنې په خاطر مننه وکړه.